fbpx
fatwa

د افتاء اصول / درېیمه برخه

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله دانشمند

د افتاء او قضاء تر منځ څو رغنده توپيرونه:

(الف) :فتوی د شرعي حکم بیانولو ته ویل کېږي، لکه: جواز، ندب، وجوب، مکروه والی او حرمت، په هغې کې الزام (په چا په زور منل) نشته، مفتي نشي کولی، چې پر مستفتي چشم دید زور زیاتی وکړي تر څو د هغه فتوی هرو مرو ومني. بالعکس په قضاء کې به قاضي فیصله شوی حکم په زور او جبر په “محکوم علیه” مني.

(ب): د مفتي فتوی، د مستفتي(پوښتونکي) د پوښتني پر اساس بنا وي، مفتي به دا سې انګېري چې د هغۀ پوښتنه واقعي او رښتینې بڼه لري، په دې توګه به ورته شرعي حکم ورکوي، د شاهدانو پر مټ د پېښې د سپړلو او سپیناوي واک او ځواک ور سره نشته؛ ځکه نوموړی په فتوی کې باید داسي ولیکي:”له مانه په پوښتل شوي صورت کې، شرعي حکم دادی”، دا اړینه نه ده، چې پوښتل شوی صورت به واقعي بڼه لري. بالعکس قضاء به هغه مهال عملي بڼه مومي، چې اثبات او سپیناوی یې د کره شرعي شواهدو پر مټ تر سره شي.

(ج): فتوي تر ټولو هغه څېزونو تړاو لري، چې په هغوی کې وجوب، حرمت، اباحت، صحت او نه صحت – د ندب او مکروه تنزیهي په ګدون – پلي کېږي. امّا قضاء، د فتوی برخلاف تر مندوباتو او مکروهاتو تنزیهیه و هیڅ تړاو نه لري؛ ځکه هغوی ته د جبر او الزام لاسونه لنډ دي.

(د): فتوی تر فقهي مسائلو، عقائدو او عباداتو ټولو تعلق لري، اما قضاء اصالةً یواځي تر فقهي مسائلو تړاو لري او بس.

(ه): مفتي د الله – جل جلاله – ترجمان، قاضي یې نائب ګڼل کېږي.

(و): د مفتي حکم عام؛ خو د قاضي حکم یواځې تر متخاصمینو تعلق لري.

(ز): د مفتي فتوی د یوه شخص په حضور هم تر سره کېږي، اما قضاء اقلاً د دوه وګړو شتون ته اړتیا لري.

او…

اصول الافتاء و ادابه: ۱۴، تمييز الفتاوى عن الأحكام وتصرفات القاضي والإمام، صفحة ٤٤
ـــــــــــــــــــ

و تېرته په کتو اړینه ده، چې مفتیان صاحبان خپل مسؤلیت درک کړي، په قضايي لارو چارو کې ځانونه ښکېل نه کړي، د حدودو پلي کول، دعواوې او مرافعات د نوموړو له روزنیزو دندو ځخه نه دي، نوموړي باید د تحکیم، قضاء او افتاء تر مینځ توپېر په ګوته کړي، خپله وړتیا دي د خپلې دندې پر محور را وڅرخوي اوبس، د دې چلبازې زمانې د چلبازه وګړو د چلونو په وړاندې دي ویښ و اوسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د