د نبي علیه السلام په لیدو، ابو جهل ولې ولړزېد؟!

کتاب: سیرة ابن هشام

ژباړه: م. حمد الله دانشمند

ابن اسحاق – رحمه الله – په خپل سیرت کې راوړي: یو سړي، چې د “اراش” له ټبر سره یې تړاو لاره د اوښانو د پلورلو په موخه مکې مکرمې ته راغلی، ابو جهل یاد اوښان په پور ترې و پېرودل. د مهال وېش له پوره کېدو سره سم “اراشي” وګړی بیا را غبرګ شو، د قریشو په یوه مجلس ور برابر شو. رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) د جمات په یوه څنډه کې ناست و. اراشي وګړي ناستو قریشو ته کړه: زما پور به څوک له “ابو الحکم بن هشام” (ابوجهل) نه را وکاږي، زۀ یو غریب مسافر یم! هغه زما پر حق خېټه اچولې ده؟ ناستو وګړو ورته کړه: په جمات کې ناست سړی وینې، هغه ستا حق در اخیستلای شي – دایې د مسخرې په توګه ورته وویل؛ ځکه هغوی پوهېده، چې یاد ابو جهل د نبي علی السلام مبارک سخت دښمن دی – اراشي راغلی د نبي علیه السلام په خدمت کې وړاندي شو، ورته یې کړه: اې “عبد الله” ابو جهل زما په پور خېټه اچولې ده، پر ما زور زیاتی کوي او زه یو غریب مسافر یم، له ناستو وګړو مې د مرستې غوښتنه وکړه، هغوی ته راته په ګوته کړې، اوس زما حق له همدې ظالم نه را واخله – الله پاک دي په تا رحم وکړي – د ښایسته اخلاقو لرونکي پیغمبر (صلی الله عایه وسلم) یې سوال ومانه، ورته یې کړه درځه، ور سره د ابوجهل د کور پر لور روان شو. کفارو چې کله ولیدل، چې هغه مبارک له اراشي وکړي سره د ستر دوښمن و کورته روان شو؛ نو یو نفر ته یې وویل: ورشه، ویې څاره، چې څه پېښېږي. تر دې چې د ابوجهل کور ته ورسېد، دروازه یې ور و ټکوله، ابو جهل نعره کړه: دا څوک دی؟ هغه مبارک ورته وویل: محمد یم! (صلی الله علیه وسلم) را ووزه! هغۀ ملعون په داسې حال کې را و وت، چې بڼه یې الوتې وه. نبي علیه السلام مبارک ورته وویل: د دې سړي حق ورکړه، هغۀ لعین ورته کړه: تاسو لږ تم شئ ترڅو د هغه حق ورته ادا کړم، راوي وایي: هغۀ لعین ننووت، بیرته راغلی د اراشي وګړي حق یې ورته و سپاره. نبي علیه السلام مبارک بیرته را وګرځېد، یاد وګړي ته یې وویل: نور نو ځه پرخپله موخه. یاد وګړی راغلی په همغه مجلس، ورته یې کړه: دې سړي ته دي الله پاک ستره د خوښیو جزا ورکړي! زما حق یې ترېنه را وکښل.

څه مهال وروسته هغه سړی هم را څرګند شو، کوم چې دوی د څارنې چارې په واک کې ورکړې وې، هغوی ورته کړه: هلاک شې! څه دي وليدل؟!

هغه ور غبرګه کړه: تر عجبې مې عجبه وليده! قسم په الله پاک! چې کله هغه دروازه ور وټکوله، ابو جهل را و ووت په داسې حال کې چې له وېرې یې اروا په تنه کې نه وه؟ هغۀ (نبي علیه السلام) ورته کړه: د دې سړي حق ورکړه. ابوجهل په بېړه ننووت، د هغه حق یې را وویست، او ور یې کړ. څه مهال وروسته ابو جهل را څرګند شو، هغوی ترې و پوښتل: اې هلاک شې! ته او داسې کړنه؟ په الله قسم له تا نه مو داسې څه هیڅکله نه و ليدلي؟ ابو جهل ور غبرګه کړه: قسم ده! چې هغه (علیه السلام) کله زما دروازه وټکوله، او د هغه غږ مې واورېد رعب او وېرې ونیولم! کله چې ور ووتم، د هغه (علیه السلام) شاته یو ستر او قوي اوښ ولاړ و! ما هیڅکله هم دومره ستره ککرۍ او لوی غاښونه د اوښ نه و ليدلي، په الله قسم! که مې انکار کړی وای؛ نو هرو مرو یې له ستوني تېرولم.

سيرة ابن هشام: ۱/ ۳۹۱

که یو ځلي ژبه په (صلی الله علیه واله وصحبه وسلم) سره و خوځوې؛ نو الهي ۱۰ رحمتونه به دې په برخه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د