د دجال خيالي انځور له ګوګل څخه

د ړوند دجال فتنې – څلورمه برخه

ابو یاسر افغان

د سوډان هيواد په خرطوم پوهنتون کې د ډاکټر محمد خیرالار قیموسي یو داسې مریض ته چې د بلډ فریشر یا د ویني د لوړ فشار په ناروغۍ اخته و، د قرآن کریم تلاوت واوراوه چې دې کار سره یې حیرانوونکي ګټور نتایج ترلاسه کړل او په عجیبه ډول د مریض لوړ فشار نارمل حالت ته را ښکته شو، ډاکټر محمد د اسلامي نړۍ د سیکالوژۍ په ډګر کې د مشهور شخصیت ډاکټر مالک بدري شاګرد دی.

د مور له شیدو د ماشومانو محرومول:

په جدید او معاصر دور کې پر اسلامي هېوادونو د مډرنیزم یا غربپالنې یو داسې طوفان راغلی چې د سونامې طوفان یې په وړاندې هیڅ نه دی، له یوې خوا دجالي قوتونو په ډېر مهارت سره یو تعداد کسان په خپله غیږ کې وروزل، په خپل رنګ یې رنګ او په خپل شیطاني فکر یې ځانته غلامان کړل، بیا یې په اسلامي هېوادونو کې د کودتا، ټاکنو، جنګ او… لارو څخه مشرۍ ته ورسول، نن همدغه فاسد غربپالي مشران د غربي دجالي قوتونو لپاره په اخلاص لګیا دي خدمت کوي، لکه ښه مثال یې د عربي هېوادونو اوسني مشران دي چې خپل تیل، سره زر، پیسې او امکانات یې ټول د یهودو او نصرانیانو خدمت ته وقف کړي، د خپلو رعیتونو د خولو مړۍ یې ایوانکا ټرمپ، نتین یاهو او د غرب فاحشو ته ډالۍ کړي دي، له بلې خوا په اسلامي هېوادونو کې عام خلک د دجالي رسنیو او تبلیغاتو تر یرغل لاندې دي، نو پایله دا شوه چې د نن مسلمان د خپل دین، خالق او خپل هویت، عزت او شتون دښمنان صلیبیان او یهودیان خپل محسنین او خواخوږي ګڼي، د غربیانو له فساد او مطلب نه ډکې ناچیزه مرستې په ډېره خوشحالۍ قبلوي او که څوک د غرب دښمني کوي نو تر ټولو مخکې یې خپل خلک مخ ته ودریږي او ورته وایي چې غربیان انسانیت ته ژمن دي، د هغوی مرستې د انساني خواخوږۍ په بنیاد دي!! ای کاش دا خلک لیدونکي وای او دومره احساس یې درلودلی چې غرب او دجالي قوتونو خو د بشریت جرړې وویستې، دوی خو نړۍ په دوزخ بدله کړې او د بشریت سره د خواخوږۍ تر نامه لاندې بشریت د دجال بنده ګۍ او د جهنم کندې ته تشویقوي، په دې لاره کې د UNO تبلیغاتي ماهرین په خورا دقت سره د اسلامي امت کمزورې نقاط تر خپل کاري برید لاندې نیسي، که په اسلامي هېوادونو کې کومه اسلامي مؤسسه د خیر ښېګڼې چارې پر مخ وړي نو سم د لاسه پرې بندیزونه لګوي او وایي دوی د القاعدې او ترهګرو ډلو لپاره مالي بسپنې ټولوي، حال دا چې دا ادعاوې یې هیڅ حقیقت نه لري، خو له بلې خوا بیا همدا UNO د یهودي او صلیبي تبلیغي مؤسیسو کار کوونکو ته زمینه برابروي او مسلمانانو ته دغه د یهودیت مبلغین د بشر دوستانو په نوم ور پیژني!!

د دجال خطر ښځو ته:

رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي چې د دجال وروستی وار به پر ښځو وي”مسند احمد”

نن ورځ دجال د مسلمانانو له غفلت څخه په ګټه اخیستو خپل جاسوسان د ټي وي، کیبل، ډش، انټرنیټ او مبایل په شکل کې د دوی کورونو ته ور ننویستي او په اصطلاح مسلمانان یې په شارګ کې نیولي دي، همدا جاسوسان د مسلمانانو ښځینه طبقه برین واش کوي یعني اذهان یې ورته مینځي، د غربي تهذیب لوري ته دعوتوي؛ برتانوۍ ښځینه خبریاله او د ارواپوهنې استاده ډینیس وین(Dence Winn) په خپل کتاب (The Manipulated Mind)
کې لیکي چې د اذهانو یا ماغزو پرېمنځلو(Brine Washing) لپاره درې طرحې ډېرې مهمې او مؤثرې دي:

۱: په روحي او بدني توګه د انسان متوجه کول

۲: د پروګرام یا پیغام بار بار تکرارول (Repitition)

۳: د پیغام مختصر وړاندې کول یا په تصویري بڼه او یا هم د شعر په شکل( لکه نن سبا چې تلوزیونونه همدا فورمول کاروي)

اوس په کورنیو کې همدا حالت دی چې د کور میرمنه د کور له کارونو ستړې شي، نو د دې لپاره چې دمه وکړي راشي تلویزیون ته کیني، په داسې یو حالت کې د تلویزیون له لارې د خپرېدونکي پروګرام زهرجن اثرات په ښه توګه اثر کوي، ولې چې مخکې کومې درې طرحې ذکر شوې هغه دریواړه دلته په کار لویږي!!

په دې برخه کې موږ ماشوم ته د مور د شیدو په اهمیت خبرې کوو، د مور شیدې د ماشوم لپاره د اساس او بنسټ په توګه مؤثرې او ضروري دي، که د یو دیوال د جوړولو پر مهال لومړنۍ خښته کږه او ناسمه کېښودل شي نو دا دیوال به تر پایه ناسم او خطرناک وي یعني د ورانیدو د خطر سره به مخ وي، همداسې که د ماشوم لومړنۍ غذا چې د مور شیدې دي، د ماشوم څخه وسپمول شي، نو د دې ماشوم وده او نمو به د نارمل حالت په څېر نه وي او نسبت هغو ماشومانو ته چې د مور شېدې یې څښلي وي، د ده د بدن او حافظې حالت به ډېر د اندېښنې وړ او ګډو وډ وي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د بي بي حلیمې سعدیې شیدې خوړلې وې، دغه بي بي د بنو سعد له قبیلې څخه وه او د بنو سعد قبیلې وګړي په فصاحت کې مشهور وو، نو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د یوې فصیحې بی بي شیدې رودلي دي، د شیدو په ماشوم باندې ځانګړی اثر وي، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: “أُو تِیْتُ جوامِعُ الْکلِمُ”

ماته انتهایي فصاحت راکړل شوی دی.

په بل حدیث شریف کې فرمایي:

“اِیّاکُمُ الْمُرْضِعَةُ الحمقاءِ فَاِنَّها تُغَذَِي”

یعني له هغو تي ورکوونکو لرې اوسئ چې احمقانې یا کمعقلې دي، ځکه چې هغوی ماشومانو ته ډېر څه ورکوي(دوی خپلو شیدو کې ماشومانو ته ډېر څه انتقالوي، مطلب دوی کمعقلې دي نو کمعقلتوب خپلو تي خوړونکو ته هم لیږدوي).

د پوهانو په نظر یوه څېړنه وایي چې د ماشوم ۷۵% شخصیت په لومړنیو دریو کالو جوړیږي؛ د کیمبرج پوهنتون یوه څېړنه وایي چې د هغو ماشومانو ذهانت او د حافظې قوت چې د مور شیدې یې خوړلي وي د هغو ماشومانو په نسبت چې بازاري شیدي خوړونکي وي څو ځله زیات او قوي دی، د مور په شیدو کې[DHA] په نوم قوي غذایي مواد شته چې د ماشومانو د ماشومانو د ذهن او سترګو د تقویي په لاره کې ډېر ګټور او کارنده دي، یټزیک کوچ(Yitzhak koch) چې یو اسرائیلي ساینس پوه دی وایي: د مور شیدې د ماشوم لپاره نه دا چې یوه غوره او رغوونکي غذا ده بلکې د دې نه علاوه مور په دې شیدو کې خپله پوهه او ذکاوت هم خپل ماشوم ته انتقالوي…..

همدې ته په کتو نن ورځ په اسرائیلو کې دې خبرې ته ډېر تبلیغ کیږي چې میندې باید خپلو ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي نه بازاري جوړې شوې شیدې.

د مور د شیدو ځیني مهمې ګټې د بازاري شیدو په نسبت

۱: ډبي والا شیدې خوړونکو ماشومانو کې د هغو ماشومانو په نسبت چې د مور شیدې خوري، د پیچ یا اسهال د ناروغۍ امکان له ۲ نه تر ۴ چنده پورې زیات دی.

۲: ډبي والا یا بازاري شیدو خوړونکو ماشومانو کې د بخار ناروغي زیاته خپریږي.

۳: په بازاري شیدو خوړونکو کې د طبیعي مورنیو شیدو خوړونکو ماشومانو په نسبت د جلدي ناروغۍ پېښې زیاتې تر سترګو کیږي.

۴: د مور په شیدو کې انټي باډي یا د بدن د دفاعي سیسټم مواد وي چې ماشوم ته انتقالیږي حال دا چې کوم ماشوم د مور شیدې نه خوري په هغو کې تر یو کال پورې دا هیڅ نه وي.

۵: د مور په شیدو کې داسې سپین حجرات شته چې د ماشوم په بدن کې د باکتریاوو او ناروغیو مقابله کوي.

۶: په مورنیو شیدو کې په زیاته پیمانه کولیسټرول وي کوم چې په پوډري شیدو کې په نشت حساب دي، دا کولیسټرول د ماشوم په وده او نمو کې زیاته مرسته کوي.

۷: د پوډري شیدو خوړونکي ناروغو ماشومانو فیصدي د Breast Milk یا د مور شیدو خوړونکو ماشومانو‍ په نسبت څو چنده زیاته ده.

۸: هغه ماشومانو چې د مور شیدې خوري د خولې غاښونه او ورۍ یې ډېرې په کار لویږي ځکه خو یې غاښونه منظم او ورۍ سالمې وي، مګر د پوډري شیدو خوړونکي ماشومان بیا له دې ځانګړتیا محروم وي، پوډري شیدې په اسانه خوړل کیږي خو تاوان یې زیات دی، تر ټولو مهمه خبره داده چې نن سبا خو پوډري شیدو کې معیار بیخي په نظر کې نه نیول کیږي، آزاد بازارونه دي او هر شرکت په کې خپلې جوړې پوډري شیدې د ښو شیدو په نوم پلوري چې اکثریت ډولونه یې غیر معیاري او روغتیا ته زیان رسوونکي وي.

ماشوم ته شیدې ورکولو سره مېندو ته هم ډېره ګټه رسیږي:

۱: هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي د رحم له زیاتو ناروغیو محفوظې وي.

۲: شیدو ورکوونکو میندو ته د وزن کمولو اړتیا نه پېښېږي یا بیخي کمه پېښېږي.

۳: شیدې ورکوونکي میندې زیات وخت سپما کوي او دې ته نه مجبوریږي په شیدو ورکولو زیات وخت له کاره ووځي، پوډري شیدې جوړول، په بوتل کې اچول او بیا د هغې ساتنه، د خوب پر مهال ماشوم ته ژر را رسول دا ټول یو ډول ستړیا ده چې ماشوم ته خپلې شیدې ورکوونکي میندې ترې خلاصې دي.

۴: په امریکا کې یوې څېړنې په ډاګه کړه چې د تیانو کینسر په هغو میندو کې زیات وي چې ماشوم ته شیدې نه ورکوي.

۵: پوډري شیدې زیاتې ناروغۍ لري، په اخیستلو یې هم پیسې مصرفیږي او وروسته بیا د دغو شیدو څخه د رامنځته شویو ناروغیو په علاج هم ډېر مصارف کیږي.

۶: امریکایي محقق جوزف پیریس وایي: ماشوم ته په شیدو ورکولو نه یواځې دا چې د ماشوم حافظې ته زیاته ګټه لري بلکې د ماشوم مور ته هم زیاته ګټه لري.

د ماشوم لپاره د مور شېدې ډېرې ګټورې دي، خو دلته موږ ترې یواځې ځیني عمده ګټې ذکر کړې، راځو د موضوع اصل برخې ته چې ماشومان د مور له شیدو نه د محرومولو په باره کې ده.

د پوډري شیدو یهودي شرکتونه څه ډول خلک دغو شیدو ته مجبوروي؟

په افریقا کې چې زیات وګړي یې د لوږې او فقر سره مخ دي، دجالي مؤسسات هلته د مرستو په نوم ماشومانو لپاره د پوډري شیدو پاکټونه په وړیا ډول ویشي، وروسته تر دې چې څو ځله دا شیدې وویشي، ځایي خلک همدا شیدې خپلو ماشومانو ته ورکوي، نو دوه عمده ستونزې رامنځته کیږي یو دا چې کومې میندې ماشومانو ته دا شیدې ورکوي او خپلې پرې بندې کړي، نو قرار یې خپلې شیدې وچیږي او دویم دا چې ماشومان په پوډري شیدو عادت شي، دغه دوه ستونزې بیا جدي شکل نیسي او خلک له غربي مرستندویه ټولنو څخه د نورو پوډري شیدو غوښتنه کوي، خو دغه شیطاني ټولنې بیا ورته په وړیا ډول شیدې نه ورکوي او په بدل کې ترې د پیسو طلب کوي، هلته چې خلک د لوږې او فقر تر کرښې هم ښکته په سختو کړاوونو کې ژوند کوي دومره پیسې ورته نشي برابرولی نو پایله یې د ماشوم او مور د دواړو په زیان تمامیږي، متأسفانه چې غربي مؤسسات دغه بشري جنایت په قصدي او منظمه توګه ترسره کوي. پوډري شیدو ته تر هغو بازار نه پیدا کیږي تر څو چې د ماشوم لپاره د مور خپلې شیدې وي، نو همدې ټکي ته پام سره یهودي شرکتونه د مور د شیدو په نسبت پوډري بازاري شیدو ته زیات کمپاین کوي او په اصطلاح شاتو کې زهر په خلکو پلوري.

نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د