لوګر: سرتېري بريد کې د حوزې د امر په ګډون ګڼ منسوبین وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د لوګر په مرکز کې پر لومړۍ امنیتي حوزې سرتېري بريد کې د دې حوزې امر او ګڼ نور دولتي منسوبين وژل شوي دي.

طالبانو نن سهار وختې د موټر بم له چاودنې وروسته پر یاده حوزه برید پیل کړ، چې تر اتو بجو يې دوام وکړ.

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی وايي د حوزې د امر خان اغا په ګډون درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، هغه وايي اته تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دې برید کې د دوی سرتېرو د حوزې امر او ۳۰ تنه نور افسران او پولیس وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

هغه وايي برید د لومړۍ حوزې او چټک غبرګون د ودانیو تر منځ د موتر بم له چاودنې وروسته پیل شو، چې دغه موټر ته سرتېري امرالله چاودنه ورکړه، وروسته يې دوه نور ملګري حقمل او نورالله ودانۍ ته ننوتل او جګړه پیل شوه.

Logar-Sartiri

سرتېري بریدګر؛ تصویر د طالبانو له رسمي پاڼې

که څه هم د لوګر امنیتي مسؤلین دعوه کوي چې د برید په اړه يې وړاندې معلومات درلودل او ژر يې سرتېري بریدګر له پښو غورځولي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې شاوخوا درې ساعته د جګړې شاهدان و.

د طالبانو خبرپاڼه کاږي: «د استخباراتي معلوماتو په اساس د چټک غبرګون په قطعه او حوزه کې مجموعا له سلو څخه زیات پولیس اوسیدل چې د استشهادي کنډک د کشفي ګروپ لخوايي د برید په پلان کې له منځه تلل سنجول شوي وو او هدف په بریالیتوب سره تر لاسه شو.»

طالبانو دا برید د حکومت او بهرنیانو له لوري د ولسي مرګ ـ ژوبلې او چاپو غچ بللی او په ډاګه کړې يې ده، چې پر مهمو هستو تر دې هم د لویو بریدونو پلان لري.

«د اسلامي امارت استشهادي کنډکونه د دښمن په مهمو هستو باندې د لا لویو او خطرناکو بریدونو پلانونه هم لري چې ورسره به د دښمن بیخ ووځي.»

دا په داسې حال کې دی چې نن ماسپښين مهال د کورنیو چارو وزارت دروازه کې هم له موټر بم چاودنې وروسته د دې وزارت پر ودانۍ جګړه پیل شوې ده، چې لا يې د مسؤلیت اخیستو او تلفاتو په اړه څه نه دی ويل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د