
تخار: طالبانو د دشت کلا ولسوالۍ نیولې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): تخار کې دشت کلا ولسوالۍ نږدې نیم ساعت وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی ځواکونو د دې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني نن ماسپښين دوه بجې ونیوله.
ښاغلي مجاهد پخپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې د دې ولسوالۍ اړوند ټولې پوستې يې نیولې او شاوخوا ۲۰ پولیسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
پر یاده مرګ ژوبله سربېره د اربکیانو قومندان ضابط عالم او د هغه څلور ملګري ژوندي په ګوتو ورغلي.
د طالبانو خبرپاڼه کاږي: «دغه راز د ولسوالۍ په اطرافو کې د باغ زاغان، تاجک قشلاق، سرسکول او نوآباد په نوم پراخې او ستراتیژیکي سیمې په بشپړه توګه د دښمن له شتون څخه پاکې او د اسلامي امارت د مجاهدینو په کنترول کې شوې.»
مجاهد وايي ځواکونو يې د ولسوالۍ شاوخوا کې تعقیبي عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د تخار ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې ولایتي شورا د ځينو ولسوالیو د سقوط اندېښنه په ډاګه کړې وه.
دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو د تخار په خواجه غار کې د امنیتي ځواکونو ۱۷ پوستې ونیولې، چې ځايي اداري يې هم پخلی وکړ.