افغانستان

د هند د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړ، د هند د ملي امنیت سلاکار نن کابل ته راورسيد.

د امنیت شورا سرچينې وايي راجندر کنها، نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی، چې حنیف اتمر يې پخپل دفتر کې هرکلی وکړ.

د هغه د سفر په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ویل کېږي ښايي پر امنیتي موضوعاتو خبرې وکړي.

هند، دعوه کوي چې پاکستان ورسره په افغانستان کې نیابتي رقابت پالي.

محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ د ورانې اوونۍ په پیل کې اسلام اباد ته لاړ، چې له پاکستاني چارواکو سره يې پر امنیتي مسائلو خبرې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x