د کوبرا مار اغېز، (يوه سياسي اصطلاح)

نور احمد عایل

په اتلسمه پېړۍ کې چې برتانويانو هند تر خپل استعمار لاندې راوستی و، د ډيلي ښارپه شاوخوا کې د کوبرا مارانو شمېربېخي ډېر وو، د برتانوي هند وايسرای ددې بحران د مديريت په خاطر د ’سانپ ماریں اور انعام پائیں‘‘ تر عنوان لاندې يو پروګرام پیل کړ.

يانې دولت اعلان وکړهر چا چې يو کوبرا مار وواژه او دولت ته یې مړشوی راوړ جايزه ورکول کېږي. دا پرېکړه په لومړيو کې ډېره وستايل شوه او خلک خوشبين وو چې ژر به د مارانو تخم تڼکار ورک شي، خو سوکه سوکه خبره دې ته رسېدله چې نه يوازې د مارانو شمېر کم نه شو، بلکې لا پسې ډېرېده او خلکو هره ورځ تر بلې لا ډېر مړه ماران دولت ته سپارل او خپلې پیسې به یې ترې اخيستې.

دولت په دې نتيجې او پايلې سر نه وخلاص کړی چې د ډيلي ښار ډېری خلک بې وزلي دي او دې بې وزلو له انعام اخيستلو وروسته د مارانو د روزنې مرکزونه جوړ کړي چې د دوی لپاره د ورځ مزدوري د ګټلو ښه کاروبار و.

د دولت چې ورپام شو چې خلکو د مارانو د تربيې مرکزونه جوړ کړي او ماران لاپسې ډېرېږي نو اعلان یې وکړ چې نور د مارانو په سر روپۍ نه ورکوي؛ نو هغو بې وزلو چې ماران یې روزلي و په ډېره نا امېدي ټول روزل شوي ماران د ښار په هرطرف کې ازاد او خوشي کړل.

نو نه يوازې چې د مارانو شمېر کم نه شو، بلکې تر هغه اولې ورځې یې وضعيت لا بحراني کړ… دې پديدې ته په سياسي علومو کې (د کوبرا مار اغېز) وايي.

د کوبرا مار اغېز يانې د مسايلو په حل کې د دولت د تصيميم نيونې او پلان د برخې کمزوري او په دې برخه کې کې د ښو او مناسبو پلانونو او تصميمونو نه شتون او پايلو ته نه متوجه کېدل په مانا دي. چې (دقت نه کول، او احتمالي حل لارې کېدلی شي نا پېشبيني شوي او خطرناکې پايلې ولري.)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د