ولې مو د کوم کار کولو پر وخت بدن او لاسونه رپيږي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): تاسې به د تقریر، د خلکو مخکې خبرې، انټرویو او د کوم مهم شخصیت سره د خبرو په منځ کې لاسونه یا بدن رپیږي، پوهیږئ چې داسې ولې کیږي؟

لاسونه یوازې پورتني کارونو سره نه رپیږي، بلکې داسې هم کیدلی شي چې د کومې ناروغۍ له امله په طبیعي ډول انسان کې موجود وي، دخط لیکلو، کوم شی راخیستلو او بل عمل ترسره کولو پر وخت یې لاسونه رپیږي.

ځینې وخت ددې لامل د انسان یو څه عادتونه دي چې د ترسره کولو پر وخت له دې ستونزې سره مخ کیږي.

دغه عادتونه په لاندې ډول دي:

د خوب کمي

هر وخت د خوب کموالی انسان د لاسونو رپېدو پر ناروغۍ اخته کوي، د طب متخصصین وایي چې په دوامداره ډول د خوب کموالي عادت انسان په دغه ناروغۍ اخته کوي.

زیات کافیین او نکوتین استعمالول

له اندازې زیات کافیین او نکوتین استعمالول د انسان بدن رپېدو لامل کیږي، دا دواړه استعمالول د زړه درزا زیاتوي چې ورسره لاسونه او بدن رپیږي.

ذهني نارامي

که چیرې د خبرو یا مرکې پر وخت ستاسې لاسونه او یا پښې رپيږي، نو دا ډېره د اندیښنې وړ خبره نه ده، ځکه چې دا د ذهني نارامۍ له امله رامنځته کیږي، ځکه چې د بدني نارامۍ پر وخت اعصابي نظام په حرکت راځي چې ورسره لاسونه یا بدن رپیږي، د مخنیوي په حالت کې مو اعصاب ارام کړئ، او د هیڅ شي غم مه کوئ.

د زړه تنګسه یا خفګان

د زړه تنګسې، خفګان او یا ډپریشن ناروغان هم له دغې ناروغۍ سره مخ کیږي، خو تر دې دمه یې متخصصینو لامل نه دی موندلی، او نه یې د مخنیوي لپاره څه ویلي.

سربېره پر دې داسې کسانو ته پکار دي چې پخپلو خوړو کې د مالګې اندازه کمه کړي، او د سهار لمانځه څخه وروسته دې پیابله پښې په شین شبنم لرونکي چمن کې د څه وخت لپاره وګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د