د غاښونو کریم اخیستلو پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د خولې او غاښونو پاکوالي لپاره د مسواک ترڅنګ د غاښونو کریم استعمال هم ډېر شوی، له مختلف ډوله خوراک او څښاک له کبله خلک اړ شول د غاښونو کریم استعمال کړي.

خو اکثره خلک د کریم اخیستلو پر وخت په دې نه توانیږي چې کوم کریم واخلي، کوم ښه دی او که ښه دی، ددې لپاره چې د غاښونوو اخیستلو پر وخت پوی وئ کوم کریم واخلئ له یوه نوي شي خبروو.

د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډوله رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګړی مطلب لري.

توره نښه

په کوم ډبي چې توره نښه وي، دا څرګندوي چې دغه کریم یوازې له کیمیاوي موادو جوړ شوی.

سره نښه

د سرې نښې کوډ څخه څرکندیږي چې دغه کریم له طبیعي او کیمیاوي موادو څخه ګډ جوړ شوی دی.

بانجاني شین

د شین کوډ نښه داده چې دغه کریم له طبیعي موادو او درملو څخه ګډ جوړ شوی، دغه کریم په غاښونو کې د ناروغۍ درلودلو کسان استعمالولی شي.

توت پاڼی شین

توت پاڼی شین نښه داده چې دغه کریم له پاکو طبیعي موادو څخه جوړ شوی، د ډاکټرانو په وینا دغه کریم د مسواک ښه بدیل بلل کیږي.

د غاښونو متخصصین وایي هر کله چې د غاښونو کریم اخیستلو اراده لرئ باید دغه رنګونه په نظر کې ونیسئ، ځکه چې په دې کې د ماشومانو لپاره له کیمیاوي موادو څخه ډک (تور نښی کریم) زیانمن ثابتیږي.

همدا ډول هغه کسان چې د غاښونو ناروغي لري باید بانجاني ډوله شین او یا توت پاڼی نښې لرونکی کریم استعمال کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د