دیني، سیرت او تاریخ

استغفار (دریمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

په تېر پسې …

د رمضان مبارکې ورځې دي هره دعاء پکې ډېره قبول ته نېږدې وي پدې امید چې زمونږ استغفار به هم الله تعالی په خپل در کې قبول کړي په تېرو برخو کې مو د استغفار د فضیلت په اړه یوڅو آیتونه او احادیث ذکر کړي وو پدې برخه کې د استغفار پنځه فایدې را اخلو په تېر پسې …

داستغفار فايدې:

خلاصه :

د ا ستغفار لمړى فايده : د ګناهونو د بښنې وعده

د ا ستغفار دوهمه فايده : استغفار د ايمان نښه ده

د استغفار دريمه فايده : د عذاب لرې کېدل

د استغفار څلورمه فايده : د رحمت را جلب کول

د استغفار پنځمه فايده : د زړه صفايي

تفصیل

لمړى فايده : د ګناهونو د بښنې وعده

الله تعالی د هغه کسانو سره د بښنې وعده کړې ده چې د الله تعالی نه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او الله تعالی هغه ذات دی چې په هېڅ وعده کې بې وفایی نه کوي الله تعالی د سورة آل عمران په ۱۳۵ آیة کې فرمايي :

(ترجمه : او هغه کسان چې وکړي دوى کومه لويه ګناه يا ظلم وکړي دوى پر ځانونو خپلو باندې نو ياد کړي دوى الله تعالی پس مغفرت وغواړي…)

بیا ورپسې په ۱۳۶ آیة کې فرمایي :

( ترجمه : جزاء د دوى مغفرت دى له (جانبه د) رب د دوى او جنتونه دي چې بهيږي لاندې له (ونو او ماڼيو د) هغو ويالې چې تل به وي دوى په هغو (جنتونو) کې او څومره ښه دى اجر (مزدوري) د عاملينو (دغه مغفرت او جنت)

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د ا ستغفار دوهمه فايده : استغفار د ايمان نښه ده

هغه کس چې ګناه وکوي او بيا له الله تعالی نه بښنه وغواړي دا ددې نښه ده چې په دې انسان کې ايمان دى ، او هغه ایمان دی دېته وهڅولو چې استغفار یې وویلو او ترڅو چې په انسان کې ايمان موجود نه وي هغه کله هم د الله تعالی نه د خپلو ګناهونو بښنه نه غواړي او نور که بیا څومره نېک عملونه کوي هغه ته څه فایده نه کوي حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي : قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، ابْنُ جُدْعَانَ كَانَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ يَصِلُ الرَّحِمَ، وَيُطْعِمُ الْمِسْكِينَ، فَهَلْ ذَاكَ نَافِعُهُ؟ قَالَ: لَا يَنْفَعُهُ، إِنَّهُ لَمْ يَقُلْ يَوْمًا: رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ . (رواه الامام احمد رحمه الله )

ترجمه: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ابن جدعان په جاهليت کې داسې يو انسان وو چې خپلولي يې ساتله او غريبانو ته به يې خوراک ورکولو دا هغه ته څه فايده کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وويل : دا هغه ته هېڅ فايده نه کوي ځکه ده يوه ورځ هم ونه ويل چې اې ربه د قيامت په ورځ زما ګناه ماته وبښه (يعني هغه په الله تعالی د هغه په بښنه او په قيامت باندې ايمان نه درلود) .

ددې حديث په تشريح کې علماء کرام فرمايي کله چې حضرت عائشې رضی الله عنها پوښتنه وکوله چې آيا دا ورته فايده کوي؟ نو معنى يې دا وه چې آيا دا نېک کارونه چې ده کړي وو دا يې له عذابه خلاصولى شي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل نه ځکه چې هغه ايمان نه درلود او په ښکاره يې داسې ورته ونه ويل چې ايمان يې نه درلود بلکه داسې یو عمل یې ورته یاد کړ چې يوازې د ايمان لرونکي خلک يې کوي ورته يې وويل چې ده کله هم له الله تعالی نه بښنه نه وه غوښتې .

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار دريمه فايده : د عذاب لرې کېدل

له هغه خلکو نه عذاب لرې کيږي چې استغفار کوي هغه کسان چې د خپلو ګناهونو لپاره بښنې غواړې الله تعالی په هغوى باندې عذاب نه راولي الله تعالی فرمايي :

وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿33﴾. (سورة الانفال)

ترجمه : او نه دى الله تعالی چې په عذاب کړي دوى حال دا چې ته (اې رسوله) په دوى کې ئې ! او (بل دا چې) نه دى الله تعالی عذابوونکى د دوى حال دا چې دوى مغفرت غواړي .

یعني دوه شیان دي چې د دوی نه عذاب دفع کولی شي یو دا چې ته په دوی کې وې او بل دا چې دوی استغفار وایی .

حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه فرمايل : دوه شيان وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت يې له عذابه ساتلى وو يو لاړو او بل پاتې دى چا ورڅخه پوښتنه وکوله هغه دوه شيان کوم دي يا امير المؤمنين؟

ده ورته وويل : الله تعالی ويلي وو چې الله تعالی به دوى پداسې حالت کې نه په عذاب کوي چې ته په دوى کې وې او الله تعالی به دوى پداسې حالت کې نه په عذاب کوي چې دوى بښنه غواړي هغه يوه خبره خو لاړه ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم لاړو او بله خبره پاتې ده چې هر وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت بښنه غواړي نو دوى به له عذاب نه خلاص وي .

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار څلورمه فايده : د رحمت را جلب کول

په استغفار سره رحمت را جلب کيږي څوک چې استغفار ډېر وايي هغه ته د رحمت مخه کيږي الله تعالی مونږ ته د حضرت صالح علیه السلام قول نقل کوي چې خپل قوم ته يې ويل :

قَالَ يَا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿46﴾. (سورة النمل)

ترجمه : وويل (صالح) اې قومه زما ولې جلتي کوئ تاسې په بدي (نزول د عذاب) پخوا له نيکي (توبې) ولې مغفرت نه غواړئ تاسې له الله تعالی (په ايمان او توبه) د پاره د دې چې پر تاسې رحم وکړل شي .

هغه بنده چې ګناه وکوي نو د الله تعالی د عذاب مستحق شي چې بيا ورپسې توبه وباسي او استغفار وکوي نو بېرته ورته د الله تعالی د رحمت مخه شي او بيا د الله تعالی د رحمت مستحق شي نو په استغفار سره انسان ته د رحمت مخه کيږي .

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار پنځمه فايده : د زړه صفايي

په ګناهونو سره د انسان په زړه باندې تور والى را پيدا کيږي که چېرته انسان توبه وباسي او استغفار وکوي نو هغه خيرى يې له زړه نه پاک شي او که چېرته همداسې بې استغفار نه ګناهونو ته دوام ورکړي هغه تور والى يې په ټول زړه باندې چاپېر شي لکه حضرت ابو هريره رضی الله عنه چې فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : اِنَّ الْمُؤْمِنَ إِذَا أَذْنَبَ كَانَتْ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ فِي قَلْبِهِ، فَإِنْ تَابَ وَنَزَعَ وَاسْتَغْفَرَ صُقِلَ قَلْبُهُ، وَإِنْ زَادَ زَادَتْ حَتَّى يَعْلُوَ قَلْبَهُ ذَاكَ الرَّيْنُ الَّذِي ذَكَرَ اللهُ عز وجل فِي الْقُرْآنِ:{كَلاَّ بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ. (رواه الامام احمد رحمه الله)

ترجمه : بېشکه يو مؤمن چې ګناه وکوي په زړه کې يې توره نکته پيدا شي که چېرته يې توبه وويسته او استغفار يې وکولو نو زړه يې صفا شي او که چېرته يې نور ګناهونه وکول هغه تور والى پکې زيات شي تردې چې په ټول زړه باندې يې احاطه وکوي دا هغه خيرى دى چې الله تعالی په قرآن کريم کې ياد کړى دى چې فرمايي بېشکه د دوى په زړونو باندې خېرى دى له هغه عملونو څخه چې دوى يې کوي . الله د پدې مبارکه میاشت کې زمونږ استغفار قبول کړي:

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

نور بیا ان شاء الله …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx