
بلخ: ډاکټرغني دبرېښنا له وزیر پرته، یو سب سټېشن پرانیزي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني د برېښنا د یو سب سټېشن د پرانیستې لپاره بلخ ته سفر کړی، له هغه سره په دې سفر کې د اوبو او برېښنا وزارت د وزیر پر ځای د کورنیو چارو وزیر ملګری دی.
ارګ وايي هغه په بلخ کې یو برېښنایي سب سټېشن فعالوي، پر امنیتي مسائلو غږېږي او د وچکالۍ ځپلو اړو خلکو په اړه هم له ځايي چارواکو سره غږېږي.
د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني چې د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري دی، له محمد اشرف غني سره يې اړیکي خړې دي.
څه موده وړاندې عثماني غوښتل د همدې سب سټېشن د پرانیستې لپاره بلخ ته لاړ شي، چې په هوايي ډګر کې را وګرځول شو.
په ولسي جرګه کې د هرات استازي وايي علي احمد عثماني د ډاکټر غني له لوري له کابل ښاره ممنوع الخروج اعلان شوی.
د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک په داسې حال کې په بلخ کې د ډاکټر غني ملګرتیا کوي، چې د کورنیو چارو وزارت نن د دوه ساعته جګړې شاهد و.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي، لسو تنو بریدګرو د وزارت پر ودانۍ برید وکړ، چې دوه ساعته يې دوام وکړ.
هغه د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.