fbpx

کابل: نړیوال هوايي ډګر کې له وسلو ډک موټر نیول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې امنیتي مسؤلین وايي چې له وسلو ډک موټر يې نیولی دی.

سپتونیک، د یادو سرچینو په حواله لیکي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې د هوايي ډګر له دېرشم پارک نه دغه موټر را وایستل شو.

دغه تور رنګی فورنر موټر د خوست نمبر پلیټ لري، چې پولیسو پکې ۱۵ فایره راکټ، ۱۰ میله کلاشنکوفونه او ۱۰ لاسي بمونه موندلي دي.

د ۱۰۱ اسمايي زون پولیسو منلې چې هوايي ډګر کې يې له وسلو ډک موټر نیولی، خو له جزییاتو ډډه کوي.

دا په داسې حال کې دی چې نن د هند د ملي امنیت سلاکار کابل ته هم سفر وکړ او کورنيو چارو وزارت په ودانۍ کې د ننه د دوه ساعته جګړې شاهد هم پاتې شو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

د نن ټکي اسیا چلوونکو ته نه ښایي چې د کابل خواجه رواش نړیوال هوایي ډګر د یوه کوډاګي په نوم سره یاد کړي.