د کورنیو چارو زارت پر مخالفینو د برید پر ځای، پخپله د برید ښکار شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت ودانۍ نن د دوو ساعتونو لپاره د جګړې شاهده وه.

دغه وزارت چې د ټول هېواد د خوندیتوب مسؤلیت په غاړه لري، د دروازې په خوله کې يې مسؤلین تر برید لاندې راغلل.

د کورنیو چارو زوارت ویاند نجیب دانش وايي، لسو تنو بریدګرو پر وزارت برید وکړ او تر دوو ساعتونو يې مقاومت وکړ.

هغه وايي لومړی دریو تنو بریدګرو په لومړي قراول کې چاودنې وکړي وروسته نور تر قراول تېر او ودانۍ کې يې جګړه پیل کړه.

دانش دعوه کوي چې په دې ټوله جګړه کې یوازې یو پولیس وژل شوی او پنځه ټپيان دي.

دغه وزارت چې د هوايي ډګر پر سړک موجود دی، سیمې ته نږدې عیني شاهدانو ویلي، چې د شاوخوا لسو چاودنو غږونه يې اورېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند چې د پېښې پر وخت يې رسنیو ته ځواب نه وايه، وايي بریدګرو نظامي لباس اغوستی و.

دا پوښتنه د تل په څېر بې ځوابه پاتې ده، چې دغه بریدګر ان د کورنیو چارو وزارت تر دراوزې پورې له مهماتو او چاودېدونکو توکو سره څنګه ورسېدل؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د