fbpx
fatwa

د افتاء اصول / څلورمه برخه

لیکنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

د فتوى ستر شان او د سلفو له هغې نه وېره!

“امام النووي” (رحمه الله تعالی) په “شرح المهذب” کې راوړي، چې د “افتاء” شان ډېر اوچت او زیات غوره دی؛ ځکه مفتي د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) وارث او ځای ناستی دی او د فرض کفايي په زرینه دنده بوخت دی، تر دې لا ستره دا، چې (المفتي موقّع عن الله) مفتي د الله جل جلاله له لوري “لاسلیک کوونکی” دی؛ لهذا پر مفتي واجب دی، چې د دې ستر مسؤلیت او زرینې دندې اوچت منصب وپېژني، شخصي رأیه پکې و نه کاروي؛ هغه دي له عقل نه پنځول شوی حکم و نه ګڼي او نه دې د خپلو نفساني غوښتنو ښکار ګرزوي: بلکې “افتاء” د شریعت او د هغه د احکامو بیانول دي ترڅو اسلامي ټولني ته داسي موقع په لاس ورکړي، چې هغوی په انفرادي او ټولنیز ژوند سره تلپاتې دنیوي او اخروي ښېګڼې تر لاسه کړي.

د افتاء د ستروالي له پاره دا هم راته بسنه کوي؛ چې هغه له ستر څښتن (الله جل جلاله) او د هغه له غوره پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) نه، د هغوی د احکامو په بیانولو کې نیابت دی، تر دې ستره له دا، چې افتاء توقیع (لاسلیک) دی له الله جل جلاله نه.

“ابن القیم” – رحمه الله تعالی – ویلي؛ چې د دنیا له یوه پاچا نه د لاسلیک منصب او دنده دومره اوچته مرتبه لري؛ نو له “مالک الملوک” الله جل جلاله نه د لاسلیک منصب به په کوم مقام کې وي؟

ابن القیم – رحمه الله تعالی- وړاندي ځي او زیاتوي: اړینه ده: هغه څوک چې دا ستره دنده او ښکلی مسؤلیت په واک کې ولري، باید په ټول توان ورته تیاری ولري او د هغې ستر شان او شوکت باید درک کړي، په دې ستره چاره کې دي له حق وینا نه، نه اوړي او نه دې یې په ځان یو حرج بلي؛ ځکه د لوی الله جل جلاله مرسته هم له ده سره ده او هم ده ته سمه، صافه او سېده لاره ور ښيي! دا به څنګه یو لوړ او سپېڅلی منصب نه وي؟ چې “رب الارباب” جل جلاله په خپله د خپل ذات له پاره خوښ کړی! او فرمایي:

{قل الله یفتیکم} [النساء: ۱۲۷]

ژباړه: ته ورته ووایه: الله پاک تاسو ته فتوی درکوي.

{قل الله یفتیکم فی الکلـلة} [النساء: ۱۷۶]

ژباړه: ته ورته ووایه: الله پاک تاسو ته فتوی درکوي د کلالې په اړه.

مفتي دي وپتيي، چې دی په فتوا ورکولو کې د چا نائب دی! دا دي هم یاد وساتي، چې له ده نه صبا تپوس شته! او د “رب الارباب” الله جل جلاله له محکمې سره به مخ کېږي!

په دې ستړي مزل کې مو نبوي حدیث نور هم وېروي:

( أجرؤكم على الفتيا أجرؤكم على النار ) .

ژباړه: ستاسو زیات زړور په فتوی ورکولو کې، زیات دلاور دی په اور باندي.

د ځینو نیکانو سلفو وېره له افتاء نه:

– عقبة بن مسلم: له “عبد الله بن عمر” رضی الله تعالی عنهما سره ۳۴ میاشتي وګرځېدم، ډېر ځله ترې پوښتنه کېده، هغه (رضی الله تعالی عنه) به ورته کړه: “لا ادري” (نه پوهېږم!!) بیا به یې ماته مخ را واړاوه، ویل به یې: پوهېږې دوی څه غواړي؟ دوی غواړي، چې زمونږ له شاګانو نه و دوږخ ته د پُله کار واخلي!

– خطیب البغدادي – رحمه الله تعالی – : …. صحابه کرامو(رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) به یواځي په نازله (پېښه) کې فتوی ورکوله، هغوی باوري و چي لوی الله جل جلاله مو د پېښې د شونتیا پر مهال مرسته کوي، هر یوۀ یې دا خوښوله، چې له ده نه، د ده ملګری د فتوی مسؤلیت پر غاړه واخلي.

– البراء بن عازب (رضی الله تعالی عنه): ما (۳۰۰ ) بدریین صحابه (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) ولیدۀ، هر یوه دا غوره ګڼله چې د هغه ملګری، له هغه نه د فتوي دروند مسؤلیت په غاړه واخلي.

– الامام الشافعي (رحمه الله تعالی): ما تر “ابن عیینه” ځواکمن او بډای په فتوی کې و نه لید؛ خو تر هرچا یې پکې زیات سکوت کاوه.

– سفیان بن عیینة (رحمه الله تعالی): ښه پوی د خلکو، د فتوی په باب کې د زیات سکوت والا وي، له هغوی نه جاهل د فتوي په اړه، په هغې کې ډېرغږېدونکی کس وي.

– بشر بن الحارث (رحمه الله تعالی): څوک چې دا غواړې، چې ترې پوښتنه وشي؛ نو هغه د پوښتني وړ نه دی.

– عطاء بن السائب (رحمه الله تعالی): ما داسې وګړي وليده، چې به ترې پوښتنه کېده؛ نو هغه به د خبرو پر مهال رېږدېدۀ.

– ابن سیرین (رحمه الله تعالی): له هغه نه چې به د یوې فقهي مسلې په اړه د حل یا حرمت پوښتنه وشوه؛ نو کیفیت به یې بدلېده له تېر حالت نه.

– د امام مالک (رحمه الله تعالی) یو شاګرد: په الله قسم! چې کله به له امام مالک (رحمه الله تعالی) نه د یوې مسلې پوښتنه وشوه؛ دومره به اغېزمن شو تا به ویل: د دوږخ او جنت تر منځ ولاړ دی.

– محمد بن المنکدر (رحمه الله تعالی): عالم د الله پاک او دهغه د مخلوق تر منځ ده، ځان ته دي د وتلو لاره ولټوي.

– عبد الله بن عمر (رضی الله عنهما): تاسو له مونږ نه د هغه چا فتوی غواړئ، ګویا له مونږ د هغې په اړه پوښتنه نه کېږي.

[إعلام الموقعين عن رب العالمين، لابن القیم :٩/١، آداب الفتوى والمفتي والمستفتي، للنووي: ۱۴، اصول الافتآء و ادابه للتقي العثماني].

نور بیا…

ـــــــــــــــــــــــــ

تېرته په کتو ننني مفتیان د همدې اسلافو ځای ناستې دي، فتوی باید یوه وړه خبره و نه ګڼي، د سلفو په څېر ترې و وېرېږي، له تجاسر، تسارع فی الافتاء په کلکه باید ډډه وکړي؛ الله پاک مکړه داسي نشي چې زمونږ په شاګانو خلک دوږخ ته تېرېږي، مزې به دوی کوي، وزر به یې زما او ستا د غاړي پېټی وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د