هند کرېکټ بورډ افغانستان ته بل لوبغالی هم ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هندوستان کرېکټ بورډ چارواکو افغانستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ویلي چې دوی به افغانستان کرېکټ بورډ ته په هند کې دویم لوبغالی هم ورکړي.

ددې پریکړې ترڅنګ هندي چارواکو دا هم زیاته کړه چې هر هغه لوبډله چې هندوستان سره سیالۍ لپاره هند ته ځي لومړی به د افغانستان ملي لوبډلې سره تمریناتي سیالۍ ترسره کوي چې دغه سیالۍ به نړیوال حیثیت ولري.

دغه پریکړې په داسې وخت کې کیږي چې دوه اوونۍ وروسته د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ تاریخي ټیسټ سیالۍ ترسره کیږي، د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس عاطف مشعل د هند کرېکټ بورډ رئیس امیتاب چودري څخه مننه کړې او دا یې ددواړو بورډونو ترمنځ اړیکي ټینګول بللي.

مشعل ویلي: «ددې ناستو یوه لویه موخه د هند له کرکټ چارواکو څخه مننه کول دي چې سربیره په ګریټر نویډا لوبغالي یې په دهرادون کې راجیو ګاندي لوبغالی هم د افغان لوبډلې په واک کې ورکړ چې خپلې نړیوالې او کورنۍ لوبې په کې تر سره کړي»، هغه زیاته کړه چې هند کرېکټ بورډ د یوازیني ټیسټ سیالۍ لپاره لاره هواره کړه او له خپلې لورې یې پوره چمتو والی وښود.

له بل اړخه امیتاب چودري هم پخپل سفر خوښي وښودله، او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کال آی پي ایل کې به نورو ګڼو افغان لوبغاړو ته هم د لوبیدو فرصت ورکړي چې دا اړیکي لا پسې ټینګې شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د هند لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په څوارلسمه نېټه په بنګلورو ښار کې خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، چې د هند لوبډلې مشر اجینکی رهانې ویلي افغانستان یوه قوي لوبډله ده او پر وړاندې به یې خپل ټول زور ازمایو.

هند کرېکټ بورډ په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان کرېکټ بورډ ته په خپل هېواد کې د ګریټر نویډا په نوم نړیوال کرېکټ لوبغالی د کورني لوبغالي په توګه ورکړ چې شاوخوا ۴۰ زره کسان ځای کولای شي، او اوس یې پریکړه کړې چې بل لوبغالی به هم ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د