فوټبال: محمد صلاح به په دریو اوونیو کې لوبو ته چمتو شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د مصر هېواد نامتو او مشهور ستوری محمد صلاح د اوږې ټپي کېدو له امله د درې اوونیو لپاره له سیالیو بهر شو.

د انګلش لیورپول کلب لوبډلې غوره لوبغاړی د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کې د مخالف لوبډلې لوبغاړي لخوا وغورځول شو چې له امله یې اوږه ټپي شوه او په هماغه ساعت له لوبې بهر شو.

له ډير انتظار وروسته ډاکټرانو په ډاګه کړې چې محمد صلاح به له دریو څخه تر څلورو اوونیو پورې له سیالیو بهر وي، خو له بلې خوا عربي ورځپاڼې وایي چې نوموړی به د درې اوونیو په دوران کې سیالیو کولو ته چمتو شي.

د فوټبال په نړیوال جام سیالیو کې د محمد صلاح لومړۍ سیالۍ چې د یوروګوای لوبډلې ترمنځ په ۱۵م جون ترسره کیږي ۱۶ ورځې پاتې دي، چې د نوموړي ګډون په کې شونې نه دی، چې د مصر لوبډلې لپاره بد خبر دی.

خو له هغه څلور ورځې وروسته سیالۍ چې د روس پر وړاندې په ۱۹م جون ده، کې به یې ګډون هم شکمن وي، او د سعودي پر وړاندې سیالۍ کې چې په ۲۵م جون ترسره کیږي ګډون کوي.

د محمد صلاح پر مټ د مصر هېواد ۳۸ کاله وروسته نړیوال جام ته لاره موندلې ده، نوموړي په انګلش پریمیئر لیګ کې د لیورپول لوبډلې لپاره په تېر پړاو کې ۴۴ ګولونه ووهل چې د کال غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه، او همدا ډول یې په اروپا اتلانو لیګ کې خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله.