fbpx

ځانګړي ځواکونه د ګډ حکومت واک ګواښونکی ځواک

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته د دولت د رسمي امنیتي ځواکونو ترڅنګ امریکایانو یولړ نور ځانګړې امنیتي تشکیلات هم رامنځته کړل چې له دولتي تشکیلاتو سره موازي په مرکز کابل او ولایتونو کې په خپل سري ډول پوځي فعالیتونه تر سره کوي.

د دغو خپلسریو تشکیلاتو اساس په ۲۰۰۳ کال کې یوه امریکايي ایجنټ جانتن ادیما کیښود چې د وخت له داخله وزیر ښاغلي یونس قانوني سره په تفاهم کې په کابل کې ځانګړی زندان جوړ او په هغه کې به یې متدین ږیره لرونکي کابل ښاریان د ږیرې لرلو په جرم بنديان او شکنجه کول چې وروسته یې د حکومت د لويي څانوالۍ د لوړرتبه افرادو د بندیانولو له امله قضیه افشاء شوه او خپله جانتن ادیما له دوو نورو امریکايي ملګرو سره د کابل د یوې محکمې لخوا د ناقانونه زندان لرلو په تور له اتو تر لسو کلونو زندان محکوم شو.

خو په ۲۰۰۷ کال کې د حامد کرزي د ځانګړي فرمان پر اساس له بنده معاف او امریکا ته ولیږل شو تر څو بالاخره هلته د روان ۲۰۱۸م کال د جنوري په ۲۸ د میکسیکو په ایالت کې د ایډز د ناروغۍ له کبله د ۵۵ کلني په عمر ومړ.

د ادیما ترڅنګ چې ځان یې د امریکا د دفاع وزارت یو مربوط شخص معرفي کاوه په کابل ښار کې د مختلفو بهرنیو هیوادونو استخباراتي کارمندانو لخوا د امنیتي کمپنیو په نوم مختلف تشکیلات ایجاد شول چې هر یوه په خپل سره فعالیت او سري زندانونه لرل او د کرزي حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره په تفاهم کې به یې هلته په مختلفو تورونو او نومونو افغانان ځورول.

د ګډ حکومت په راتلو او له امریکا سره د امنیتي تړون ترلاسلیک کیدو وروسته د دغو خپلسریو تشکیلاتو پوځي صلاحیت نورهم ځکه اضافه شو چې په قانوني لحاظ ورته له هرډول قضايي تعقیب څخه رسمي مصؤنیت ورکړل شو.

د همدي قضايي مصؤنیت پراساس نه یواځې د دغو ځانګړیو تشکیلاتو مربوط امریکايي سرتیري ؛ بلکي د هغوی لخوا کاریدونکي افغاني ایجنټان هم د هرډول جنایت په تر سره کولو کې خلاص لاس لري او د حکومت هیڅ قضايي ارګان یې د تعقیب، توقیف او محاکمې صلاحیت نه لري.

اوس اوس په کابل سربیره په خوست ، ننګرهار، میدان وردګ ، هلمند ، کندهار،کندوز او یو شمیر نورو ولایتونو کې د ځانګړیو ځواکونو په نوم خاص تشکیلات شتون لري چې تجهیز او تمویل یې ټول د امریکايي ځواکونو لخوا کیږي او په خپل سري ډول چیرته چې یې زړه شي د عملیاتو په پلمه ولسي خلګ وژني.

د روان میلادي کال له پیله د همدغو ځانګړیو ځواکونو لخوا په خوست ، پکتیا، پکتیکا، لوګر میدان وردګ او ننګرهار کې د ولسي خلګو پر کورونو ۱۵ پوځي عملیات تر سره شوي چې وروستي هغه یې د تیرې دوشنبي په ورځ د ننګرهار په چپرهار او د پکتیا د جاني خیلو په ولسوالیو کې تر سره شول چې له امله يي تر ۲۵ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

په چپرهار کې د ځانګړیو ځواکونو د وروستیو عملیاتو هدف د محلي پولیسو (اربکیانو) مشر قومندان زورر او د ګډ حکومت د مشرانو جرګې د مشر کورنۍ وه چې د قومندان زورور په شمول یې د فضل هادي د مشر کاکا او د هغه د زامنو په ګډون یې ۹ کسان ووژل.

ځانګړي ځواکونه ډیر وخت دغه ډول خپل سري عملیات په دولت کې د لوړ پوړو چارواکو د شخصي عقدو په اساس تر سره کوي چې ژوندي بیلګه یې د چپرهاروروستۍ پیښه ده چې ټول وژل شوي کسان ورکي دولت پلوي اشخاص او د فضل هادی په کورني پوري تړلي افراد دی چې د طالبانو خلاف د حکومت ترڅنګ ولاړوو.

خو د دغو خپلسریو ځواکونو د خپلسري په مقابل کې د حکومت له اعلی سرقومندان ( اشرف غني) نیولې تر وزارت دفاع او بل هر امنیتي مسؤل پوري هیڅ څوک هم د څه ویلو او څه کولو توان نه لري.

همدا وجه ده چې ځانګړي ځواکونه د ګډ حکومت په داخل کې د یوه بل موازي حکومت په توګه د امریکایانو لخوا اکمالیږي او هرځای د حکومت واک او ځواک ګواښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د