fbpx

راشد خان په ورلډ الیون سیالۍ کې د کریس ګېل پر وړاندې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ویسټ انډیز او غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې سیالۍ نن شپه ۹:۳۰ بجې پېلیږي.

راشد خان به په دغه سیالۍ کې د شاهد افریدي تر مشرۍ لاندې دده ترڅنګ د کریس ګېل پر وړاندې توپ اچونه کوي، چې دده لپاره یو ستر چیلنج دی.

دغه سیالۍ به د انګلستان په تاریخي لوبغالي «لارډز» کې ترسره کیږي، چې راشد خان به د کریس ګېل څخه د آی پي ایل هغه بدل چې کریس ګېل پرې په یوه اور کې ۴ او ټولې ۶ شپږیزې وهلې وې.

د ویسټ انډیز لخوا لوبډلمشري د کارلوس براتویټ پرغاړه ده، چې د کریس ګیل او انډري رسل په څېر ستر لوبغاړي هم په کې شامل دي.

دغه سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا د خیریه سیالۍ په نوم ترسره کیږي، چې تېر کال د ویسټ انډیز کارابین په جزیرو کې د طوفان راتلو له کبله څو کرېکټ لوبغالي او روزنیز مرکزونه له منځه تللي وو، چې د جوړولو لپاره د مرستې راټولولو په موخه دغه سیالۍ په انګلستان کې ترسره کیږي.

د یوه لوبغاړي لپاره په دغو سیالیو کې لوبېدل د فخر ځای بلل کیږي، چې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په کې د خوښې یوولس غوره لوبغاړي انتخاب کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د