نېکولسن؛ د بهرنیانو عمومي قومندان

نېکولسن: ځينې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن دعوه کړې چې د منځنۍ کچې ځينې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي.

هغه وايي، د ده د معلوماتو له مخې ځينې طالب مشران او جنګیالي دې ته لېواله دي چې دا جګړه پای ته ورسېږي.

نېکولسن دعوه وکړه، چې د ځينو هېوادونو استازو او افغان سیاستوالو که په کور د ننه دي، که د باندې؛ خو له طالبانو سره يې خبرې روانې ساتلې دي.

نېکولسن وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیت شورا او سولې شورا له لوري د پرلټونو په نامه د مدني فعالانو ناستو او د په اندونزیا کې د علماوو کنفرانس د دوی تمه ور پوره نه کړه.

له بله اړخه څو ورځې وړاندې امریکايي رسنیو د ځينو امریکايي چارواکو په حواله وویل، چې پنټاګون نیت لري، نېکولسن له دندې لرې او پر ځای يې سکاټ مېلر وټاکي.

طالبانو چې تل يې له افغان حکومت سره خبرې رد کړې او د مسئلې مهم او واکدار اړخ بهرنیان بولي، تر اوسه د نېکولسن د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د