تصویر؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ټویټر پاڼې

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ د تازه جګړې حال

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا تر منځ غځېدلې لویه لاره لا هم د دولتي مامورینو پر مخ تړلې.

دغه لویه لاره چې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري تړل شوې، د اختر په رانږدې کېدو يې په دواړو ولایتونو کې مسافر دولتي مامورین اندېښمن کړي دي.

د لارې د خلاصون لپاره د غزني، پکتیکا او ان کابل نه پر هوايي بریدونو سربېره ځمکنیو عملیاتو هم کومه پایله نه ده ورکړې.

تېره اوونۍ د همدې لويې لارې د خلاصون په موخه له پکتیکا نه د صفر اته قطعې ځواکونه غزني ته د هوا له لارې ولېږدول شول، خو معلومه نه ده چې دوی ولې د پکتیکا له لوري د لارې د خلاصون هڅه ونه کړه.

طالبان وايي د دوی ځواکونو تېره شپه له دوو بجو د سهار تر پنځو بجو له کابل او ګردېز نه راغلي دولتي ځواکونه بېرته شاتګ ته اړ کړل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې پنځه ټانګونه تخریب شوي او ۲۰ دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاده دې وي د دې لارې له بندېدو سره د ده یک ولسوالۍ سقوط وکړ او د اندړو ولسوالۍ محاصره پاتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د