ټاکنې – نږدې ۸۰۰ مرکزونه تړلي پاتې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کیمسیون مسؤلین وايي د نا امنۍ له امله په ټوله هېواد کې نږدې ۸۰۰ مرکزونه تړلي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، پورته شمېر مرکزونه د ناامنۍ تر څنګ د ټاکنیزو موادو د نه رسېدلو له امله هم تړلي پاتې دي.

د سرچينې په وینا پر دې سربېره ۴۶۱ مرکزونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي، چې دوی يې د ټاکنو په ورځ هم د خلاصون هیله نه لري.

د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع له طالبانو وغوښتل چې پخپله دې هم په ټاکنو کې برخه واخلي او تر واک لاندې ساحو کې دي هم د دوی کار ته اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبان د ټاکنو پروسه یوازې د ولس غولول بولي او پر دې باوري دی چې ټولې دولتي چارې له ځينو سفارتونو کنټرولېږي.

د ټاکنو کیمسیون دعوه کوي چې تر اوسه پورې تر څلور میلیونه ډېرو کسانو د رایې ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

بل اړخ، د عادلانه ټاکنو بنسټ، ټيفا؛ وايي هيڅ داسې میکانیزم نشته چې د ټاکنو کمیسیون له لوري د نوم لیکونکو اعلان شوی شمېر کره ثابت کړي.

په ورته وخت د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست هم مني، چې نږدې ۱۱۰۰ جعلې تذکرې وېشل شوې دي، خو د دوی په وینا دغه جعل کاري له تېرو دوو کلونو راهیسې روانه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د