په افغانستان کې د اسرائيلي پوځيانو شتون په اړه د امريکايي رسنيو ادعاوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي پوځيان له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې له امریکايي هويته ګټه پورته کوي.‏

د امریکا وټرنز ټوډې ورځپاڼې ليکلي، چې امريکايي پوځيان له ۲۰۰۴ راهيسې په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او له نشه‌يي توکو سره په مبارزه بوخت دي او د دې ‏لپاره له امريکايي هويته ګټه پورته او خپل هويتونه پټ ساتي.‏

د ورځپاڼې په وينا اسرائيلي پوځيان د خپل هويت په ښکاره کېدو وېريږي او نه غواړي، چې څوک يې د اسراييلو په توګه وپېژني.‏

دغه امریکايي سرچينه وايي، چې اسرائیلي عسکر له افغانستانه د ایران پر ضد او همدارنګه د اسراييلي استخباراتو «موساد» په مرسته له ‏سوريې او عراقه افغانستان ته د داعش وسله‌والو په لېږد هم مرستې کوي.‏

د وټرنز ټوډې د راپور پر بنسټ د جلال اباد هوايي ډګر کې د موساد غړو اتلس مياشتې وړاندې د داعش د روزنې لپاره يو مرکز جوړ کړی او ‏داعش وسله‌ وال ورته له ترکيې او عراقه راوړي.‏

تر دې وړاندې د روسيې راسيسکا ګازتا ورځپاڼې هم ليکلي و، چې د اسرائيلي ځانګړو ځواکونو نوي تنه افغانستان ته لېږدول شوي دي.‏

دغې روسيې ورځپاڼې په خپل راپور کې ويلي و، چې اسرائيلي پوځيان د خپل هويت د افشا کېدو له وېرې له امريکايي هويته ګټه پورته ‏کوي او ځانونه امریکايان معرفي کوي.‏

په افغانستان کې د اسراييلي پوځيانو د شتون خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې افغانستان له اسراييلو سره هېڅ ډول ډيپلوماټيکې ‏اړيکې نه لري او که دا خبره رښتيا شي، نو اسراييلي يرغلګر له جعلي هويت څخه په ګټه اخيستو افغانستان کې پراته دي.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د