افغانستان

غزني: امنیه قومندانۍ ته څېرمه د پوستې قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایت مقام او امنیه قومندانۍ په نږدې یو نیم سل مترۍ کې د پوستې قومندان او د هغه ساتونکی وژل شوی دی.

طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او ویلي يې دي، چې د دوی چریکي سرتېري قومندان سلطان جان او د هغه یو ساتونکی تېر ماښام په نښه کړل.

پېښه د غزني ښار کې د ننه کلاه سبز سیمه کې شوې، چېرته چې د قومندان سلطان جان پوسته هم شته.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «تیرماښام د غزني مرکز اړوند کلاه سبز سیمه کې د پوستې قومندان سلطان جان له یو ساتونکي سره په چریکي برید کې ووژل شو.»

q-SultanJan
تصقومندان سلطان جان

غزني یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې په ښار کې يې هم نظامي کارکوونکي ځانونه خوندي نه احساسوي.

د طالبان والي حاجي محمد یوسف پخپله تازه مرکه کې ويلي، چې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ بشپړې د دوی په واک کې دي، څلور ولسوالۍ او د غزني مرکز يې تر محاصرې لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تپاند څارو

که په دغسي انفرادي چريکي عملياتو لوی لوی جنايت کار ظالمان (فرداً فرداً)په خپلو سزاوو ورسېږي هم به اصلي مجرمينو ته سزا ورکړه شوې وي ، هم به عامو او د ټيټو سويو خلکو (له وچه مجبوريته عسکر سوو او نورو بې چاره ګانو ) ته تاوان نه رسېږي. ښايي دا کار څه آسانه هم وي. البته دا زما نظر دی، نور نو اوليای امور ښه پوهېږي.

اقبال

څارو صاحب ، سره د دی چه زه هم ستا د نظر پلوی یم او ووم ، مګر فکر کوم چه دا ډیر لوی جنګ دی ، دا یی کیدی شی یوه مهمه برخه وی ، مګر د ولسوالیو ،ولایتو نیول ، په استخباراتی نهادونو او مورچلو یی ورختل او ځپل هم اړین دی که دوی په هره ساحه کی د بریالیو بریدونو لاندی نیول شوی له داخلی او خارجی دشمنانو لیار خطا کیږی قران د دی خبری مثال یادوی چه د کفارو او د هغوی د غلامانو مثال د هغو ګمراهانو دی چه په یو لوی تاریک ځنګل کی… نور لوستل »

mohammad abas

سلامونه اودرنښت؛قانع؛
دقیق اوپرځای پریکړه ستاسو دهدف ګرځولو لومړی کامیابي ده چې افغانان پرې پوره باور لری ستاسو سل نه ایتا فیصده کامیابي اودعواموزړونه هم د دقیق هدف اودمجرم نښه کول دی، برعکس که ملی حکومت غوندې دسپښتو په ګوری وژل وی دا مظلوم ولس ته سرخط دی .

غ.حضرت

کاشکی طالبانو د ددې حرامو وژنو تر څنګ دا احمقانه توجیهات ( پورته دوې او دې ته ورته تبصرې) نه کارولای.
که طالب ښه سړی وی نو ددې مظلوم قوماندان شمائل هم تر طالب په کمه ندی.
طالب، هغه طالب چه بیګناه انسانان وژنی د سخت زړه سوی وړ دی ځکه:
یو نېکټائی تړلی قاتل که د جهنم شیلو ته ورګېل شی نو دومره د تعجب ځای به نه وی خو که هغه څوک چه پېغمبری لباس ئې په تن او د مجرم په توګه جهنمی شی نو به ډېره ځوروونکې وی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x