نوکیا درې نوي ارزانه «غوره» ځیرک مبایلونه وړاندې کړل/ انځورونه او ځانګړتیاوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): نوکیا کمپنۍ په تېره نیږدې کې یو شمېر کامیابه نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کړل چې اوس یې د درې نویو ځیرک ارزانه مبایلونه وړاندې کولو خبر هم ورکړی دی.

دغې کمپنۍ څو ورځې وړاندې یو خبر خپور کړی و چې ددوی نوی مبایل «نوکیا ایکس ۶» بازار ته له وتلو سره سم د لسو ثانیو په دوران کې ټول وپلورل شو.

په رښتیا هم که ددغه مبایل ځانګړتیاو ته وکتل شي، څرګندیږي چې یو ښه او په ځانګړتیاو سمبال مبایل دی چې بیه یې له نور هر ځیرک مبایلونو کمه ده.

خو اوس نوکیا کمپنۍ په روس کې د مبایلونو یوه نندارتون له مخې اعلان کړی چې غواړي داسې مبایلونه وړاندې کړي هم یې بیه تر ډېرې اندازې کمه وي او هم په ځانګړتیاو سمبال وي، دغه مبایلونه په لاندې ډول دي:

۱/ نوکیا 5.1

تېر کال د «نوکیا ۵» مبایل بریا نوکیا کمپنۍ دې ته اړ کړه چې ددې سیریز نوی مبایل وړاندې کړي، دغه مبایل ۵.۵ انچه ایچ ډي ډیسپلی د ۱۸:۹ ریشو سره لري، همدا ډول ۲ ګیګا هرټز میډیا ټیک اوکټا کور پراسیسر، ۲ او ۳ جي بي ریم، ۱۶ او ۳۲ جي بي حافظه لري، سربېره پر دې د شا خوا ته د ګوتې کولپ «فنګر پرینټ» هم لري.

په دې مبایل کې ۱۶ میګا پېکسله شاتنۍ کامره او ۸ میګا پېکسله مخکینۍ کامره ځای پر ځای شوې ده، چې د ۲ جي بي ریم او ۱۶ جي بي حافظې لرلو مبایل په ۲۱۸ امریکایي ډالره او ۳ جي بي ریم او ۳۲ جي بي حافظې لرلو مبایل بیه ۲۵۲ امریکایي ډالره ټاکل شوې ده.

۲/ نوکیا 3.1

د نوکیا په روانو ځیرک مبایلونو کې نوکیا ۳.۱ تر ټولو زیات کامیاب مبایل بلل شوی دی، چې ۵.۲ انچه ډیسپلی د ۱۸:۹ ریشو سره ورکړل شوې، ۱.۵ ګیګا هرټز میډیا ټیک اوکټا کور غوره پراسیسر لري، ۲ او ۳ جي بي ریم او ۱۶ او ۳۲ جي بي حافظه لري.

شاتنۍ کامره یې ۱۳ میګل پېکسله او مخکینۍ کامره یې ۸ میګا پېکسله پراخه زاویه ورکړل شوې ده، دغه مبایل به د هر درې میاشتې وروسته د انډرايډ لخوا اپډيټ کیږي.

د ۲ جي بي ریم او ۱۶ جي بي حافظې لرلو مبایل بیه ۱۶۰، او د ۳ جي بي ریم او ۳۲ جي بي حافظې لرلو مبایل بیه ۱۹۵ امریکایي ډالره ټاکل شوې ده.

۳/ نوکیا 2.1

د نوکیا تر ټولو ارزانه مبایل نوکیا ۲.۱ دی چې بیټرۍ یې د نورو په پرتله ډېره قوي ده، دا مبایل ۴۰۰۰ ملي امپیره mAh بیټرۍ لري، چې د استعمال سره دوه ورځې (۴۸ ساعته) مسلسل کار ورکوي.

۵.۵ انچه ایچ ډي ډیسپلی سره د کوالکوم سنیټ ډراګون غوره ۴۲۵ پراسیسر ورکړل شوی، ۱ جي بي ریم او ۸ جي بي حافظه لري، د انډرایډ اوریو عملیاتو سیستم ورکړل شوی (ددې لپاره چې حافظه یې کمه ده د ګوګل سټور اپلیکیشنې یې ورته کمې کړي)، چې بیه یې ۱۱۵ امریکایي ډالره ټاکل شوې ده.

نوکیا کمپنۍ ددغې مبایل اعلان په روس هېواد کې د یوه نندارتون له مخې وکړ چې د روان کال په جولایي میاشت کې به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د