سید أبوالأعلی مودودي د عدل په تله / دویمه برخه

احمدمدثر دلسوز

علامه مودودي صاحب د (شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله، شیخ معین الدین چشتي، شاه ولی الله دهلوي او اقبال لاهوري رحمهم الله) له افکارو څخه متأثره سوی دی.

که موږ وغواړو چي د علامه مودودي د شخصیت په باره کي کومه جامع خبره وکړو نو په یوه جمله کي یې داسي ویلای سو چي هغه د معاصر اسلامي تحریک ستر مفکر ؤ، په اوسنئ اسلامي نړۍ کي چي څومره اسلامي مفکرین موجود دي او یا وه، تقریبا ټولو ئې د علامه مودودي صاحب له افکارو او نظریاتو څخه فیض اخیستی دی او پخپله ئې په دې خبره اعتراف هم کړی دی لکه (ناصر سبحاني، شهید امام حسن البناء، شهید ډاکټر عبدالله عزام، شهید سید قطب، قاضي حسین احمد، غلام اعظم، عبدالقادر ملا، مطیع الرحمان نظامي، خورشید احمد، یاسر قاضي، تقی الدین النبهاني، سید علي شاه ګیلاني، دوکتور یوسف قرضاوي، سید روح الله خمیني) چي له سید أبوالاعلی مودودي له افکارو څخه متأثره سوي دي.

علامه مودودي صاحب په هندوستان کي د قومیت، تعصب ګرايي، نشنلیستۍ او وطنیت پر ضد ږغ پورته کړ، ځکه دا داسي وخت ؤ چي د مسلمانانو ترمېنځ د قومیت نظریه خپره سوېوه.

ځکه په هغه وخت کي مسلمانان پدې مجبورېدل چی د هندوانو سره یوځاي د انګریزي استعمار پر خلاف وجنګیږي، مولانا صاحب ددې نظریې د خطر عوامل مسلمانانو ته په ګوته کړل او دوی ته یې وویل چي انګریزي استعمار او هندو قومیت دا دواړه یو شی دی دواړو د مسلمانانو په لمېنځه وړلو پسي مټي رانغاړلي دي، دواړه د اسلام دښمنان دي او یو شان ئې د اسلام په لمېنځه وړلو پسي ملا تړلې ده، او دا ئې هم وروښوده چي دا شعارونه : قومونه د وطن دي – د دې مطلب له دې ماسېوا بله هیڅ هم ندی چي مسلمانان یوازي او یوازي د هندوانو غلامان کړي.

او د اسلامیاتو په رڼا کي یې د قومیت (نیشنلیزم) نظریه باطله وښودله او خطرات یې هم ورته وښودل، او دا یې هم ورته وښودل چي ددې لپاره چي استعمار نور هم په هندوستان کي باقي پاته سي، نو لدې ډول شعارونو او نظریاتو څخه کار اخلي ځکه انګرېزانو هغه وخت پر مسلمانانو بری موندلی دی کله چي یې د هغوی ترمېنځ د نفاق تخم شیندلی دی او په مختلفو فکرونو او نظرونو او مختلفو طریقو او لارو یې سره جلا او بېل کړي دي.

او غربي نظریات یې هم مسلمانانو ته پوچ ثابت کړه او د ډاروین نظریه یې غلطه ثابته کړه، پدې هکله یې داسي وول : د انسان اړیکي د بیزو سره په تړلو کي هغه یو مخ ټول انسانیت مسخ کړی دی او انسانیت ته یې په یوه ډېره سپکه سترګه کتلی، هغوی (استعمارچیان) چي موږ ته د انسانیت نارې وهي، خو خپله یې د فکر منشا له داسي یوې سپکي او وحشي نظریې څخه اخیستې.

سید صاحب د مارکس الحادي او مادي نظریه هم پخپلو کلکو دلائلو باندي غلطه ثابته کړه. بلکي ددې نظریې په اړه یې داسي وویل : ددې تصور او نظرئې سره سم انسان تل په خپل منځي جګړو فتنو او فسادونو، لانجو کي اخته معلومیږي، ټولنه په طبقاتي ګروپونو سره ویشي، او پدې خبره سره چي ښځه دي د ټولني د ټولو أفرادو ترمېنځ سره شریکه وي انسانیت د حیوانیت درجې ته راکښته کوي، او د انسانانو ترمېنځ اړیکي یوازي او یوازي پر شخصي ګټو باندي سره پاته کیږي.

په غربي تهذیب باندي د غولېدونکو کسانو افکارو ته د ځواب ویلو په ترڅ کي یې غربي تهذیب په مادي، اقتصادي، اجتماعي، سیاسي او تهذیبي ډګرونو کي وښووی او د هغه نیمګړتیاوي یې اسلامي نړۍ ته په ډاګه کړې.

او پدې ډول ئې ثابته کړه چي په هر اعتبار اسلام له مغربي تهذیب څخه په څو څو واره بهتر او اعلی دی، او دائې ورته وښودل چي اسلام ټول مسلمانان یو ډول بولي، مادیات د بهترۍ کومه ذریعه نده، د بهترۍ ذریعه او سیله تقوا ده، او اسلام وايي چي ټول انسانان له یوه اصل څخه سرچینه اخلي لکه څنګه چي الله تعالی ﷻ فرمايي : يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقۡنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَىٰكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٞ ١٣[سورة الحُـجُـرات,١٣].

په کراره کراه ئې په مسلمانو ځوانانو کي ددین سره مینه او په اسلام باندي فخر کولو ته راوکښل، ځکه مخکي پر مسلمانانو باندي یو داسي وخت راغلی چي هغوی په خپل مبارک دین (اسلام) باندي شرمېدل او د هغوی ددښمنانو له لوري به ورته پیغور ورکول کېده چي ستاسو دین یعني د پرمختګ او ترقۍ دښمن، همدا ستاسو دین دی چي تاسو یې غلامۍ او فقر ته اړ کړي یاست!!!.

مولانا صاحب د خپلو کتابونو په لیکلو سره اسلام د یو کامل اوشامل دین او نظام په حیث باندي نړیوالو ته ور وپېژانده.

مودودي صاحب خپل لومړنی دعوت په هندوستان ګڼ نفوسه هیواد کي شروع کړ، یو داسي هیواد چي هغه یو وخت د یو اسلامي مملکت په حیث هم پاتي سوی دی، هلته ۸ پېړۍ شرعي احکام هم نافذ سوي وه، انګریزانو چي کله پر هندوستان باندي حمله وکړه نو ددوی د سترو هدفونو څخه یو هدف دا هم ؤ چي هلته د سته مسلمانانو د شان او شوکت لمېنځه وړل او د هغوی طاقت په پوره ډول لمېنځه وړل او د هندوانو غلامان ځني جوړول.

انګرېزانو ځکه اسلام په هندوستان او نورو مستعمره هیوادونو کي نه پرېښودی چي همدا اسلام ؤ چي ددوی د غربي تمدن او فرهنګ سره ئې مبارزه کوله، او هندو قوم خو یو بت پرست قوم ؤ، د غربي فکر او غربي تهذیب د مقابلې وس یې نه درلود.

کله چي په هندوستان کي سید صاحب خپل فعالیتونه ورځ په ورځ ډېرول او ځوانان یې پر ځای راټولول نو دا کار انګریزي حکومت ته په هیڅ صورت کي د منلو او زغملو وړ نه ؤ، ځکه نوموړي د اسلام حقانیت او د مسیحیت او یهودیت درواغجن او مکار اړخونه و نړیوالو ته په ډاګه کول، نو دښمن (انګریز) یې په لمېنځه وړلو کي هڅي شروع کړې ترڅو د سید صاحب د قیادت او مبارزې مخنیوي وکړي، خو پدې برخه کي هغوی د مسلمانانو لخوا له سختو غبرګونونو سره مخ سوه، نو یې بله لار په کار واچوله هغه داسي چي د څو تنو غلامانو پواسطه یې پرې داسي تورونه ولګول ترڅو د مسلمانانو په زړونو کي ورته نفرت او کینه زیاته کړي.

مولانا صاحب ددې لپاره چي خپل اسلامي أفکار په مسلمانو ځوانانو کي ښه خپاره کړي نو ددې لپاره یې یو تنظیم جوړ کړ او د جماعت اسلامي نوم یې ورکړ چي تر یو وخته ئې د هغه مشري په غاړه واخیسته، ددې دعوتي پړاو په دوران کي هغه هم له هغه ټولو ستونزو او کړاوونو سره مخ سو کوم چي په عام ډول په دې لار کي مخ ته راځي، د زندان او زولنو تکلیفونه ئې هم وګالل، د حکومت ظالمانه احکام ئې وزغمل، د اسلامي فکر د مخالفینو له لوري د تورونو لګولو او سازشونو اوږده لړۍ پیل سوه، ځیني ناپوه مسلمانانو هم بې ځایه تورونه ور پوري کړل او په پاي کي ئې د سید صاحب د ملګرو د مورال ماتولو لپاره دا تبلیغات وکړل چي هغه له دې کوښښونو څخه هیڅ نتیجه نسي لاس ته راوړلای.

سید صاحب د جماعت اسلامي په تأسیسي جلسه کي خپلو ملګرو ته په خطاب کي داسي وویل: ((دا تحریک زما د ژوند مقصد دی، زما ژوند او زما مرګ ددې تحریک لپاره وقف دی، که ددې لاري په سفر کي څوک زړه نازړه وي نو زما همدا لاره ده او په همدې لار کي به خپل ځان قربانوم، که په چا کي د مخکي کېدو جرئت نه وي نو زه به مخکي ځم، که څوک مي ملګرتیا نه کوي یوازي یو سر به پدې لاري ګامونه اخلم، که ټوله دنیا یوې خواته سي او زه یوازي پاته سم بیا به هم د چا د مخالفتونو څه پرواه ونکړم)).

هغه ته د دعوت د لاري ستونزي او تکالیف معلوم وه، چي وړاندي به څه ور سره کیږي خو بیا یې هم خپل جرأت له لاسه ورنکړ او تر پایه پر همدې خبره ټینګ پاته سو، هغه ته د خپلو نژدې خپلوانو او ملګرو د نا امیدۍ پوره معلومات وه، د مشر ورور الفاظ ئې هم په غوږونو کي وه چي ورته ویل به ئې : ددې ډول کارونو څخه د څه ګټي امید نسته.

هغه د تحریک له ټولو پړاوونو څخه خبر وو چي پیل خو به ئې ډېر معمولي او ساده وي خو وروسته به ددعوت په دې غمجنو او له تکالیفو څخه په ډکه لاره کي خامخا ستونزي او تکالیف وي او هیڅ لیري خبره نده چي په دې لار کي د ابدي حبس یا اعدام په سزا سره هم محکوم سي.

کچیري موږ د اسلامي نړۍ د لویو لویو داعیانو او مفکرینو و تاریخ ته وګورو هغوی هم پدې لار کي له زیاتو تکالیفو سره مخ سوي دي لکه : شهید امام حسن البناء رحمه الله، شهید سید قطب رحمه الله، شهید عبدالله عزام رحمه الله او په سلهاوو نور اسلامي مفکرین چي د وخت د جابرو او ظالمو حکومتونو لخوا څخه نظربنده، أبدي حبس او یا هم په شهادت رسېدلي دي.

همدارنګه سید مودودي صاحب په هغه مهال کي چي هندوستان او پاکستان سره بېلېدل او د هندوستان اکثریت مسلمانان د پاکستان پر لوري مهاجر سول، نو یې د مهاجرینو او ځورېدلو مسلمانانو لپاره کېمپونه جوړ کړل او پخپله ئې هم د هغو کېمپونو څخه څارنه کول.

مولانا مودودي صاحب د هند څخه د مسلمانانو لپاره د یو ځانګړي اسلامي هیواد په جوړولو کي زیات رول درلود او ده به داسي ویل : که ددې ځمکي پر مخ یوه داسي کوچنۍ مځکه وي چي ټول مساحت ئې یو میل ته رسیږي او هلته پر انسانانو باندي د الله ﷻ له حکم پرته بل هیڅ حکم نه وي نافذ، نو د هغه ځاي د خاوري یوه ذره هم ماته د ټول هندوستان څخه څو چنده قیمتي ده.

نور بیا …..

مأخذونه :

القیادة في العمل الاسلامي.

الخلافة والملک. (خلافت او ملوکیت)

النور والسرور في صلوة الرسول ﷺ.

أبوالأعلی مودودي: فکره و دعوته.

المسألة القومیة.

اسلام و ناسیونالیزم.

المسألة القادیانیة.

دین الحق.

الرسائل والمسائل.

نظام الحیاة في الاسلام.

الاسلام والجاهلیة.

معضلات الانسان الاقتصادیة و حلها في الاسلام.

طریق السلام.

الأسس الأخلاقیة للحرکة الاسلامیة.

الدین القیم.

تبصرې (1)

  • دلسوز صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، د مودودی صاحب په اړه ستاسی لیکنی په پوره حقایقو تکیه لری ، مونږ د سید صاحب څو کتابونه لوستی او د هغه د ژوندی په اخری کلو کی مو پاکستان کی هستوګنه لرله د جماعت اسلامی د غړو سره په اړیکو کی وو او هغوی د سید صاحب په اړه راته هر څه ویل په ژوندینی می ونه شو لیدلی مګر جنازه کی د ګډون شرف راته ترلاسه شو چه د لاهور په قذافی ستدیوم کی تر سره شوه او جناب ضیاالحق صاحب داخبره می نه هیریږی چه دسید صاحب د مرګ په اړه یی وویل چه نن سید صاحب مړ نه دی ټوله اسلامی نړی او په ځانګړی ډول پاکستان مړ دی . سید صاحب ژوند خو مونږ یی په جدایی مړه یو او ....
    د نړیوال یهودی استعمار لویه لاسته راوړنه همدا چه لمړی مونږ کی ایزمی غلامان وروزی هغوی تمویلوی او د هغوی به خبیثو خولو مجتهد او مجاهد علماوو سپکاوی کوی او لا ځينی باعوری علما هم په پیه رانیسی او د هغوی په خبیثو خولو معزر او مجاهد علما سبکوی او په دی واسطه یی انګریزان له شره ځانونه ژغوری لکه نن صبا چه یی ایزمی غلامان د امارت اسلامی په اړه ګډی وډی وایی تر څو د مظلوم اولس سره یی فاصلی وزیږوی .