د افتاء اصول / پنځمه برخه

لیکنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

له فتویٰ ورکولو د سلفو وېره

– عبد الله بن مسعو او بن عباس (رضی الله عنهما): چاچې هرې پوښتني ته ځواب وایه، هغه لیونی دی.

– امام “ابو حنیفة!” (رحمه الله تعالی): که له الله پاک نه، نه وېرېدلی، چې علم به ضائع شي، ما به فتوی نه وای ورکړې، خوندونه به دوی پرې اخلي؛ خو ګناه به یې مونږ پر غاړه وړو.

– شعبي، حسن او حصین (رحمهم الله تعالی): ستاسو یو و فتویٰ ته ځواب وایي، که هغه په عمر فاروق (رضی الله عنه): وړاندې شوې وای؛ نو د بدر صحابه (رضوان الله تعالی علیهم) به یې ټول ورته را غونډ کړي وای؟

– سفیان بن عیینه اوسحنون (رحمهم الله تعالی): ډېر دلاور له خلکو نه په فتوی، د لږ علم څښتن وي.

– عبد الرحمن العمري (رحمه الله تعالی): ډېر ځله ما یوه مسله له خوب، خوراک او څېښاک نه وباسي.

– ابن القاسم (رحمه الله تعالی): له مالک (رحمه الله تعالی) نه مې واورېدل: زه په یوه مسله کې له لس کاله را په دېخوا فکر کوم؛ خو کومې نتيجې ته نه یم رسېدلی.

– ابی حازم (رحمه الله تعالی): مالک (رحمه الله تعالی) ویل: کله چې یو څوک له یوې مسلې نه و پوښتل شي؛ نو لومړی دي د خپل ځان د خلاصون په لټه کې شي.

– خال بن خداش (رحمه الله تعالی): له عراق نه مې ۴۰ مسلې یووړې، د مالک (رحمه الله تعالی) مخې ته مې کېښودلې، یواځې ۵ یې را ځواب کړې.

– مالک (رحمه الله تعالی): هرمز (رحمه الله تعالی) به ویل: استاد دي خپلو شاګردانو ته “لا ادري” کلمه په میراث ور پرېږدي، ترڅو دا یو اصل د هغوی په لاس کې پاته شي، کله چې له هغوی نه د داسې مسلې په هکله پوښتنه وشي، چې هغوی نه پرې پوهېږي؛ نو ووایي”لا ادري”.

– ابن وهب (رحمه الله تعالی): په خپل عمر کې مې له مالک (رحمه الله تعالی) نه د (۳۰۰۰۰) پېښو په اړه پوښتنه کړې؛ خو هغه یې یواځې د درېیمې یا یوې برخې یا څومره چې الله پاک پرې خبر دی، په اړه “لا احسن، لا ادرې” (نه یم پرې خبر) کلمې ویلې.

– مصعب بن مالک (رحمه الله تعالی): له مالک (رحمه الله تعالی) نه د یوې مسلې په اړه پوښتنه وشوه، هغه ورته کړه “لا ادري” (نه یم خبر). سائل ورته کړه: دا خو یوه وړه او سپکه مسله ده، ما غوښتل امیر پرې پوی کړم – سائل د یوې سترې دندې څښتن و – مالک (رحمه الله تعالی) غوصه شو، ورته یې کړه: “سپکه، اسانه مسله ده؟!” په علم کې سپک څيز نشته، تا د لوی الله جل جلاله قول نه دی اورېدلی؟

{إِنَّا سَنُلْقِى عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا}

ژباړه: موږ پر تا باندي يو دروند کلام نازله وو.

علم ټول دروندی، په تېره بیا هغه علم، چې په ورځ د قیامت ترې پوښتنه کېږي.

– قعنبي(رحمه الله تعالی): د مالک (رحمه الله تعالی) حضور ته وړاندې شوم، هغه ژړل، ورته مې کړه ولې ژاړې؟ هغه راته وویل: تر ما به د ژړا وړ بل څوک وي، هره کلمه چې پرې ژبه خوځوم په قلمونو لیکل کېږي، بالا وړل کېږي.

– سحنون (رحمه الله تعالی): له مانه د یوې مسلې په اړه پوښتنه وشي، کتاب، ورقه، مخ او لیکه یې راته له ورایه څرګند وي؛ خو یواځې له دې وېرې فتویٰ نه ورکوم، چې وروسته مې په فتوی ورکولو جرئت، عادت نشي جوړ.

– علامه ماوردي (رحمه الله تعالی): … ما د “بیوع” په اړه یو کتاب وليکی، د خلکو له کتابونو مې ډېر څه پکې را غونډ کړل، خپل ځان مې پکې ستړي او د فکر توان مې پرې و بایلود، ترڅو مکمل شو، ډېر مې پرې ویاړل، داسې مې انګېرله، چې تر هر چا د بیعي په هکله پوره مهارت او پوهه لرم! په یو مجلس کې ناست وم، ناڅاپه دوه کوچیان راغله، د یوې کړې بیې (بیعي) په اړه یې را نه تپوس وکړ، بیعه په بېدیا کې د څو شرطونو پر مټ تر سره شوې وه، ۴ مسلې یې په ضمن کې را نغښتې وې، د یوې مسلې په ځواب هم نه پوهېدم، ډېر مهال په فکر کې پاتې شوم، د هغوی او د ځان حال مې سره پرتله کاوه، هغوی راته کړه: زمونږ د پوښتني په اړه در سره څه ویل نشته، په داسې حال کې، چې ته د دې ټولي مشر یې؟ ما ورته کړه: نه، نشته را سره. راته یې کړه: اې هلاک شې! وواته، بیا داسې چا ته ورغلي وه، چې تر هغه زما د شاګردانو استعداد هم لوړ و، د یادې مسلې په اړه یې پوښتلی و، هغه په بېړه ورته قناعت بخشه ځواب ورکړی و، دواړه ترې خوښ او دهغه د علمي پوهې په ثنا ویلو سره ترې رخصت شوي وه… .
آداب الفتوى والمفتي والمستفتي: ١٦، ط: دار الفکر، الفقيه والمتفقه للخطيب البغدادي، ٣٤٩/٢، الافتاء و ادابه: ۲۵ – ۳۳ مع اختصارما، ط: مکتبة معارف القران – کراتشي

ـــــــــــــــــــ

یادونه: په ډېر افسوس سره باید ووایم، چې مونږ پر ټولنیزو شبکو د عامو وګړو پېچلې پوښتني په ډېره اسانه توګه ځوابه وو، بې له دې، چې په اړه یې ژوره څېړنه وکړو، موثقو مذهبي کتابونو ته مراجعه وکړو، د پوښتنې د کمیت او کیفیت جاج واخلو او په پوښتنه کې بنیادي ټکو ته ځېر شو، پرې د حل یا حرمت ټاپه وهو!

د یادو سلفو او خلفو (رضوان الله علیهم اجمعین) تګلاره مو عجب وژني، د نفس، هوا او هوس ګراپ مو صفر ته را ټيټوي. د هغوی په کړنو عمل مو د بریا دنګ منار ته اوچتوي؛ لهذا اړینه ده، چې د هغوی له تګلارې او کړنلارې نه پوره درس واخلو. (رحمهم الله جمیعا).

اللهم أرنا الحق حقاً وارزقنا إتباعه وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه!

نور بیا…