fbpx

هغه څه چې د اذان اورېدو پرمهال ويل کېږي

عبدالمالک همت

د اذان تعريف:

په شريعت کې اذان د ځانګړو الفاظو په ويلو سره چې په احاديثو کې راغلي دي د فرض لمانځه د وخت د داخلېدو په اړه د مسلمانانو خبرول دي.

اذان د لمانځه تر پيلېدو دمخه سنت موکد او په دې ډول دی:

– اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ.

– أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ

– اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَّسُولُ اُ لله، اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَّسُولُ اُ لله

– حَيَّ عَلَي الصَّلوةِ، حَيَّ عَلَي الصَّلوةِ.

– حَيَّ عَلَي الفَلاَحِ، حَيَّ عَلَي الفَلاَحِ.

– اَلله اَكبَر اَلله اَكبَر.

– لاَ اِلهَ اِ لاَّ ا للهُ.

د اذان ژباړه:

لوی څښتن تر هغه لوی دی چې تصور يې کېږي، لوی څښتن تر هغه لوی دی چې تصور يې کېږي ، لوی څښتن تر هغه لوی دی چې تصور يې کېږي، لوی څښتن تر هغه لوی دی چې تصور يې کېږي.

شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود (د عبادت وړ څوک، خدای) نسته، شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نسته.

شاهدي ورکوم چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لوی څښتن را استول سوی پيغمبر دی، شاهدي ورکوم چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لوی څښتن را استول سوی پيغمبر دی.

بېړه وکړئ لمانځه ته ور سئ ! بېړه وکړئ لمانځه ته ور سئ!

بېړه وکړئ او په دنيا او آخرت کې د ژغورنې او برياليتوب او په جنت کې د پاته کېدو د لامل لارې ته ورسئ! بېړه وکړئ او په دنيا او آخرت کې د ژغورنې او برياليتوب او په جنت کې د پاته کېدو د لامل لارې ته ورسئ!

لوی څښتن تر هغه لوی دی چې تصور يې کېږي، لوی څښتن تر هغه لوی دی چې تصور يې کېږي.  

له الله پرته بل معبود نسته، له الله پرته بل معبود نسته.

د سهار په لمانځه کې تر « حَيَّ عَلَي الفَلاَحِ » وروسته دوه واره «اَلصَّلوة ُ خَيرٌ مِّنَ النَّومِ» ويل کېږي، چې معنا يې ده: لمونځ تر خوب ډېر ښه دی.

هغه کلمات چې د اذان د اورېدو پر مهال ويل کېږي:    

۱. کله چې مسلمان اذان اوري، نو هرهغه کلمات چې مؤذن (اذان کوونکی) يې وايي دوی دې هم ورسره وايي، خو د«حَيّ على الصَّلاة، حَيّ على الصَّلاة، حَيّ على الفَلاح، حَيّ على الفَلاح » سره دې «لا حَوْل ولا قُوَّة إِلا بالله» وايي. بخاري، كتاب الأذان، باب ما يقول إذا سمع المنادي، 613شمېره حديث.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې دغه کلمات د مؤذن سره د زړه له کومې تکرار کړي جنت ته به ننوزي. مسلم، كتاب الصلاة، باب القول مثل قول المؤذن لمن سمعه ، 1۲ – (386) شمېره حديث.

۲. تر اذان وروسته دي وايي: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إلا الله وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولاً، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا» يعني: زه شاهدي وايم چې له الله پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نه دی، هغه يو دی، هيڅ شريک نه لري او پر دې شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او پيغمبر دی. زه په دې راضي يم چې الله زما پالونکی څښتن دی، محمد يې پيغمبر دی او اسلام زما دين دی.

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې دغه کلمات تر اذان وروسته ووايي ګناه به يې وبخښل سي. مسلم، كتاب الصلاة، باب القول مثل قول المؤذن لمن سمعه ، 13 – (386) شمېره حديث.

۳. بيا دي پر پيغمبر صلی الله علیه وسلم باندې درود ووايي، په دغو کلماتووي که په نورو: اللهم صل وسلم على رسول الله. يا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، فِي الْعَالَمِينَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کله چې اذان پای ته ورسېد نو پر ما باندې درود وواياست، ځکه څوک چې پر ماباندې يو وار درود ووايي، لوی څښتن به پر هغه باندې لس واره درود ووايي. مسلم، كتاب الصلاة، باب القول مثل قول المؤذن لمن سمعه ، 1۱ – (386) شمېره حديث.

او په درود پسې دې دا دعا دي ووايي:

«اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلَاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ ».

يعني: ای زما لویه څښتنه، چې د دې ټولې بلنې (يعنې دغه اذان، چې په هغه سره خلک د الله عبادت ته بلل کېږي) رب يې او د دې همدااوس اداکېدونکې لمانځه (او پر هغه باندې د ثواب ورکولو) واکمن او څښتن هم يې، محمد صلی الله عليه وسلم ته د قيامت په ورځ وسیله (په جنت کې ستا په نژدېکت کې لوړ مقام) او (په جنت کې هغه) لوړه مرتبه (چې يوازې د يوه کس لپاره ځانګړې سوې ده) په برخه کړه او پرهغه ستايل سوي مقام يې وپاڅوه چې تايې ژمنه ورسره کړې ده. بې شکه چي ته (کريم يې) له خپلو ژمنو څخه (چي د خپلو بنده ګانو سره دي کړي دي) نه اوړې.

حضرت رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې د اذان د اورېدو پر مهال دغه دعاو کړي، د قيامت په ورځ به يې جنت ته د ننوتو لپاره زما شفاعت په برخه سي. بخاري، كتاب الأذان ، باب الدعاء عند النداء ، 614شمېره حدیث.

ځيني وايي چې په پورتنۍ دعا کې د «إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ» زياتول ثابت نه دی، خو ځيني وايي چې په مورد بحث دعا کې دغه د «إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ» جمله بيهقي په سنن الصغير او سنن الکبری کې په حسن اسنادو راوړې ده او افضله داده چې دغه جمله په دغه دعا کې وويل سي.  

خو په ځينو کتابونو کې يې پر دغه دعا باندې ځينې نور الفاظ هم ور زيات کړې دي او خلک يې وايي. خو د دغي ماثوري دعا سره د نورو الفاظو ويل نورو جيدو عالمانو ښه نه دي ګنلي.

او ژمنه سوی مقام هغه دی چې لوی څښتن يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په دې آيت کې وعده کړې ده:

﴿عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا (79)﴾[الاسراء:۷۹]

ژباړه: ليري نه ده چي ستا پالونکی تا په ستايل سوی مقام کي وپاڅوي او ودروی (د قيامت په سخته او هولناکه ورځ دي د خلکو لپاره شفاعت کوونکی وپاڅوي او تا ته د شفاعت هغه لوی مقام درکړه سي چي لومړني او وروستني ټول دي وستايي).

او کله چې اذان کوونکی د سهار په اذان کې (الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنْ النَّوْمِ) ووايي اورېدونکی دي همدغه الفاظ ورسره ووايي.

اذان ټول بلنه ده او مطلب يې دادی چې د دغه اذان په ذريعه د لمانځه او برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره بلنه ورکول کېږي. له برياليتوب څخه موخه د دین او دنيا برياليتوب دی او برياليتوب په يقين سره په لمانځه کې شتون لري. په جماعت د لمانځه په ادا کولو سره د مسلمانانو تر منځ مينه، محبت او اتفاق پيداکېږي او د هر ولس د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لپاره دا لومړی بنسټ باله سي.   

۴. د اذان اواقامت ترمنځ ځان ته دعا وکړئ، دغه مهال دعا نه ردېږي، لکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «الدُّعَاءُ بَيْنَ الْأَذَانِ وَالْإِقَامَةِ مُسْتَجَابٌ فَادْعُوا» ابوداود، باب ما جاء في الدعاء بين الأذان والإقامة، 521شمېره حديث. (دغه حديث، حديث پوهانو صحیح بللی دی).

د حديث ژباړه: د اذان او اقامت ترمنځ دعا قبلېدونکې ده، نو لوی څښتن ته دغه مهال دعا وکړئ.

اقامت:

اقامت (هغه تکبير چې د لمانځه د اداکولو لپاره ويل کېږي) د ځانګړو الفاظو په ويلو سره چې شريعت ښوولي دي پر لمانځه باندې د درېدو لپاره سنت موکد او په دې ډول دی:

– اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ.

– أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ

– اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَّسُولُ اُ لله، اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَّسُولُ اُ لله

– حَيَّ عَلَي الصَّلوةِ، حَيَّ عَلَي الصَّلوةِ.

– حَيَّ عَلَي الفَلاَحِ، حَيَّ عَلَي الفَلاَحِ.

قَدْ قَامَتْ الصَّلَاةُ ، قَدْ قَامَتْ الصَّلَاةُ.

– اَلله اَكبَر اَلله اَكبَر.

– لاَ اِلهَ اِ لاَّ ا للهُ.  

لکه چې پوهېږو د اقامت ټول کلمات هماغه د اذان کلمات دي او ژباړه يې هم هماغه د اذان ژباړه ده. صرف په اقامت کې « قَدْ قَامَتْ الصَّلَاةُ ، قَدْ قَامَتْ الصَّلَاةُ » جملې ورزياتي سوي دي، چې معنا يې ده: همدا اوس دادی لمونځ کېږي، همدا اوس دادی لمونځ کېږي. يعني : دادی د ملاقات او مناجات او د اړتياوو د پوره کېدو او هيلو ته د رسېدو او لوی څښتن ته د نژدې کېدو او د هغه د مهربانۍ، عطا، خوښۍ او بخښنې وخت را ورسېد.

يادونه:  

اقامت له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د فرض لمانځه لپاره(نه د نفلي لمونځونو لپاره) ثابت دی او دا هم د جماعت د لمانځه لپاره، هم د قضايي لمونځونو لپاره او هم د هغو نارينه وو د لمانځه لپاره چې يوازي (منفرد) لمونځ کوي (نه د ښځو لپاره) هم په حضر کې او هم په سفر کې سنت دی. نو څوک چې منفرد لمونځ کوي هغه ته افضل داده چې د خپل لمانځه لپاره اقامت وکړي. خو که بې له اقامته لمونځ وکړي، لمونځ يې صحيح دی، خو هغه څه به يې له لاسه ورکړي وي چې اولی باله سي. مراقي الفلاح او د فقهي ګڼ کتابونه.

همداراز د فقهي په کتابونو ، لکه ردالمحتار، بحر الرائق او نورو کې راغلي دي: د اقامت اورېدونکي ته مستحب دي چې د اقامت ورکوونکې سره دی هم د اقامت الفاظ ووايي، البته د – حَيَّ عَلَي الصَّلوةِ، حَيَّ عَلَي الصَّلوةِ.- حَيَّ عَلَي الفَلاَحِ، حَيَّ عَلَي الفَلاَحِ پر ځای دي «لا حَوْل ولا قُوَّة إِلا بالله» وايي.

خو د «قَدْ قَامَتْ الصَّلَاةُ» په ځواب کې دي  «أَقَامَهَا اللَّهُ وَأَدَامَهَا» (لوی څښتن دي تل دغه لمونځ قايم، تل ترتله او ثابت لري) ووايي. اما په درالمختار او د هغه په حاشيه ردالمحتار کې تر دغو خبرو وروسته وايي چې چا بيا ويلي دي چې نورخلک دي د اقامت ورکوونکې سره د اقامت الفاظ نه تکراروي او که دغه مهال په دعا مشغول وي پروا نه کوي. ځيني بيا د امام نووي، امام ابن حجر عسقلاني، شيخ الباني او نورو د څرګندونو پر بنسټ وايي چې د «أَقَامَهَا اللَّهُ وَأَدَامَهَا» ويل درست نه دي، ځکه دا له نبي صلی الله عليه وسلم څخه نه دي ثابت سوي. او په دې اړه موجود حديث ضعيف او د اعتماد وړ نه دی.  

دغه راز په کتابونو کې وايي چې که اقامت لږ ژر ژر او بې له ځنډه وويل سي ښه دی.

پای

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

د ګران مشر ورور همت صاحب د پورته لیکنی څخه په مننی سره، مضمون به ئې نور هم خوندور او ګټور وای که ئې د نوزاد ماشوم په غوږ کی د آذان په هکله هم لږ غوندی توضیحات ورکړی وای ځکه د ماشوم د غوږ د اذان فضیلت او کرامت تر همدغه عمومی اذان په کمه ندی او حتی شاید د ضرورت شدت ئې تر عمومی اذان ډېر وی.تشکر

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ګران او دروند ورور ناپيژاند صاحب ستاسو څخه هم مننه ، ډېره ښه موضوع ده که خدای کول په دې اړه به هم څه معلومات خپاره کړو. ان شاء الله نعالی.