کرېکټ: ویسټ انډیز ورلډ الیون لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ویسټ انډیز او غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې ویسټ انډیز ورلډ الیون لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په ننۍ لوبه کې چې د افغانستان لخوا په کې راشد خان ولوبېد، لومړی توپوهنه ویسټ انډيز ترسره کړه، چې په لومړي سر کې ایون لیویس په زړه پورې لوبه وکړه، او د راشد خان لخوا وسوځول شو، نوموړي په ۲۶ توپونو د ۵ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۵۶ چټکې منډې جوړې کړې، چې ورلډ الیون ته یې د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه.

راشد خان پخپلو ۴ اورنو کې ۴۸ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول، همدا ډول شاهد افریدي او شعیب ملک یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د ورلډ الیون لوبډلې توپوهونکي له ستونزو سره مخ شول خو یوازې تیسارا پریرا ۶۱ منډې جوړې کړې، او راشد خان د یوې شپږیزې په مرسته ۹ منډې جوړې کړې، چې همدا ډول یې ټوله لوبډله د ۱۲۷ منډو په جوړولو وسوځېده.

له بل اړخه شاهد افریدي د خپل کیریئر وروستۍ نړیواله سیالۍ ترسره کړه چې په کې يې یو لوبغاړی وسوځاوه او ۱۱ منډې یې جوړې کړې، په همدې سره د نوموړي نړیوال کرېکټ پای ته ورسېد، چې په ټول نړیوال کیریئر کې یې ۱۱۱۹۶ منډې جوړې کړې او ۵۴۱ ویکټې یې واخیستې.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د خیریه سیالۍ په نوم ترسره شوه، چې تېر کال د ویسټ انډیز کارابین په جزیرو کې د طوفان راتلو له کبله څو کرېکټ لوبغالي او روزنیز مرکزونه له منځه تللي وو، چې د جوړولو لپاره د مرستې راټولولو په موخه دغه سیالۍ په انګلستان کې ترسره شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د