fbpx

زین الدین زیدان استعفا ورکړه او رونالډو هم «ریال مدرید» پریږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هسپانیا مشهور کلب لوبډلې «ریال مدرید» مشر مسلمان روزونکي زین الدین زیدان تېره ورځ له مشرۍ استعفا ورکړه.

نوموړی په داسې وخت کې دا پریکړه اعلانوي چې څو ورځې وړاندې يې د خپلې مشرۍ لاندې ریال مدرید کلب ته د اروپا اتلانو لیګ جام وګاټه، چې دا دده تر مشرۍ لاندې درېیم پرلپسې جام ګټل وو.

نوموړي د ریال مدرید لوبډلې سره څه کم درې کاله د مشر روزونکي په توګه کار وکړ چې لوبډله یې یوه نوي پړاو ته ورسوله، نوموړی په ۲۰۱۶م کال کې ددغې لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی و.

له بل اړخه داسې ویل کیږي چې ددغې لوبډلې تکړه او مشهور ستوری کریستیانو رونالډو هم دغه لوبډله پریږدي، نوموړي يې په اړه خبره نه ده واضحه کړې، خو د اروپا اتلانو لیګ جام ګټلو نه وروسته رونالډو ویلي وو چې د ریال مدرید سره یې ډېر ښه وخت تېر کړ.

نوموړي د یوه سوال په ځواب کې زیاته کړې وه چې اوس د پریکړو وخت نه د جام د لمانځلو وخت دی، خو په نیږدې راتلونکي کې به مو له نوي خبره خبر کړم.

ځینې راپورونه وايي چې د انګلستان کلب مانچسټر یونائټډ زین الدین زیدان د مشر روزونکي او کریستیانو رونالډو د لوبغاړي په توګه له ځان سره واخلي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال ټولې لوبډلې او لوبغاړي په روس هېواد کې د نړیوال جام لپاره په تمریناتو سیالیو بوخت دي، دغه سیالۍ د جون میاشتې په څوارلسمه نېټه پېلیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د