روغتیا

 سګریټ پریښودل، څو دقیقې، ساعتونه، ورځې او میاشتې وروسته څه پيښوي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په نړۍ کې له لس کلنۍ څخه تر څوارلس کلنۍ پورې ۲ ملیارده کوچنیان سګریټ څکوي.

اداره زیاتوي چې هر کال له سګریټ او نورو نشيي موادو په استعمال سره په نړۍ کې له پنځه ملیونو څخه زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

څیړنې ښيي چې سګریټ څکول د خولې، زړه او سږو سرطان رامنځته کوي، چې هم ورسره د سړي عمر لنډیږي، دوی وایي چې یو سګریټ څکول د انسان عمر اته دقیقې کموي، ځکه چې په دې کې له څلور زرو څخه زیات زیانمن مواد شتون لري.

طبي متخصصین وایي چې سګریټ څکول د انسان زړه، سږي، تنفس، هاضمې سیستم، تشې متیازې، معده، ځیګر او د خولې سرطان په څېر مرګونې ناروغۍ رامنځته کوي، خو که چیرې د سګریټ پریښودلو کوښښ وکړل شي او دغه څلور زره زیانمن مواد بدن ته پرینښودل نشي، انسان به له ډېرو سختو او مرګونو ناروغیو څخه وژغورل شي.

له څو دقیقو، ساعتونو، ورځو، میاشتو او کلونو سګریټ پریښودلو وروسته څه پیښیږي، او بدن ته څومره ګټه رسوي؟

20 دقیقې وروسته

له سګریټ پریښودلو شل دقیقې وروسته د انسان په لاسونو او پښو کې د وینې جریان ښه کیږي، او په سمه توکه فعالیت ترسره کوي.

2 ساعته وروسته

له دغه ناوړه عادت پریښودلو دوه ساعته وروسته د زړه درزا، پلس/نبض او د وینې فشار نورمال حالت ته راځي.

8 ساعته وروسته

په بدن کې د کاربن هارمون اکسایډ په نوم (دا له بدن څخه د انسان ذوق خارجوي) زهرجن موادو ګاز اندازه کمیږي، چې د آکسیجن پر وړاندې وینې ته د رسېدو مخه نه نیسي.

1 ورځ وروسته

له دغې ناوړه عادت پریښودلو پوره یوه ورځ وروسته د زړه حملې ګواښ ډېره اندازه کمیږي.

2 ورځې وروسته

نکوتین له بدن څخه په پوره توګه خارجیږي، او ستاسې د «بوی» او «خوند» ذوق او حس غوره کیږي او بیرته راستنیږي، (سګریټ څکلو سره د انسان ذوق او حس له منځه ځي).

3 ورځې وروسته

تنفسي نظام غوره کیږي، سږي خپل حالت ته راولي، او په سږو کې شته ذرې د فعالیت لپاره وړاندې انتقالیږي، که چیرته تاسې په داسې مهال کې له ټوخي ناروغۍ سره مخ شوئ نو ستاسې ناروغي یو څه اندازه زیاتیږي، ځکه چې ددې په وسیله له سږو څخه زهرجن مواد خارجیږي.

1 اوونۍ وروسته

د وینې لوړ فشار کچه ټيټیږي.

3 میاشتې وروسته

په تنفس اخیستلو کې ستونزه له منځه ځي، سږي ۳۹ سلنه ښه کیږي، او د پوستکي رنګ کې هم غوره والی راځي.

9 میاشتې وروسته

سګریټ څکونکو کې په عام ډول د ټوخي او انفیکشن رامنځته کېدو ګواښ زیات وي، چې له دریو میاشتو څخه تر نهه میاشتو سګریټ پریښودلو سره ددې الرژي او حساسیت کمیږي، او سږي د خپل ځان پاکولو وړتیا لرلای شي.

1 کال وروسته

د وینې رګونو ناروغي د فالج لامل کیږي، چې له سګریټ څکلو څخه رامنځته کیږي، له یو کال سګریټ پریښودو وروسته ددغې ناروغۍ ګواښ په لوړه کچه کمیږي.

5 کاله وروسته

په مسلسله توګه پنځه کالو لپاره د سګریټو پریښودل د معدې، خولې، ستوني نالۍ، سږي، او وغیره د سرطان ګواښ په نیشت مساوي کیږي.

10 کاله وروسته

د پنځه کالو څخه تر لسو کالو په دوران کې د زړه او فالج راتلو حملې تر دې کچې کمیږي لکه څومره چې د هغه کسانو څوک چې بیخي سګریټ نه څکوي.

15 کاله وروسته

تر پنځلس کالو پورې د سګریټو پریښودل د هر ډوله سرطان راتلو ګواښ تر دې کچې کموي، تر څومره کچې چې د یو عام (چې سګریټ نه څکوي) كم وي.

باید په یاد ولرئ چې له دومره مودې سګریټو پریښودلو وروسته پر دې بیا پېل کول انسان خپل لومړي حالت ته وړي، او یو ځل بیا یې په مرګوني ناروغیو اخته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

کاپیتالیسټی سیسټم یا همهغه قارونی تفکر د انسانانو د صِحی او اقتصادی ستونزو په فکر کی ندی بلکه خپل جیبونه په غیر مشروع توګه ډکوی بناً هر هغه څوک چه لږ او ډېر د ځان او نورو په غم کی وی هیڅکله به دا د انګرېز چولکی په شونډانو کی ونه نیسی. سګریټ څکول د ځان او کورنۍ او همسایه او لاروی او ټول بشریت سره یوه ستره جفا ده.ما که کوم وخت کودتاه وکړه او قدرت می تر لاسه کړ د هر سګریټ کښ مامِله به په همهغه لګیدلی سګریټ ور تڼاکی کم.

غوربندی

حضرت صاحب

توپیري چلند به نکوی، له نصوارو مو ولې څنګ کړی
که ما کودتا وکړه د نصواریانو مېرمنو ته به د طلاق اخستلو حق ورکړم

نا پيژاند

غوربندی صاحب محترم! خالصانه سلامونه. توپیری چلند پدې خاطر چه: ۱-نصوار فقط نصوار کوونکی ته ضرر لری او د ټولنی نور غړی ئې د جدّی او خطرناک شرّ څخه په امان دی البته خفیفه شرّ به ولری. ۲- د نصوارو د اقتصادی تعاملاتو ګټه د غریب دوکاندار جیب ته لویږی خو د سګریټو ګټه د پلیدو یهودی سرمایه دارانو پلیدو جیب ته لویږی. ۳- د اصلی فقهی په اساس مېرمنی اوس هم د طلاق حق لری خو ځینی احساساتی نرانو غوندی ندی چه ددې روا حق څخه ناروا ګټه واخلی. ۴- رشتیا هم نصوار چندانی شی ندی ، جالبه داده… نور لوستل »

Zadran

غوربندی صاحب دا حق ورکول ،اول له ځان څخه شروع کړه.اول ځان بیا جهان،

محمود

سګريټ پريشول ډيره اسانه طريقه داده
ژړه هريړه بايد هر سهار په تش نس وخوړل سي۔د هر پنساري سره ميلاوږيي

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx