د زکات څو مختصر مسائل

راټولونه:مفتي غلام محمد صهیب

زکات اداء کول داسلام له اساسي ارکانو دی الله تعالی په قران کریم کې په ډیرو ځایونو کې زکات له لمانځه سره یو ځای یاد کړی او ډیر تاکید يې ورباندي کړی.

دزکات نه ورکولوعذاب

الله تعالی فرمایي: اَلَّذِینَ یَکْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَایُنْفِقُوْنَهَا فِی سَبَیْلِ اللّٰهِ فَبَشِّرْ هُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْم.یَوْمَ یُحْمٰی عَلَیْهَا فِی نَارِجَهَنَّمَ فَتُکْوٰی بَهَاجِبَاهُهُمْ وَجُنُوْبُهُمْ وَظُهُوْرُهُمْ هٰذَا مَاکَنَزْتُمْ لِاَنْفُسِکُمْ فَذُوْقُوْا مَاکُنْتُمْ تَکْنِزُوْن.(التوبه)

په پورته ذکرشویو آیاتونو کې الله پاک په هغوخلکوباندې سخت وعید ذکرکوي چې دخپل مال زکات نه اداکوي او دهغولپاره په سختوالفاظو دعذاب خبرورکوي.الله پاک فرمایې:چې کوم خلک له خپل ځان سره سره اوسپین زرجمع کوي اودالله په لاره کې یې نه خرڅ کوي.نواې نبي (صلی الله علیه وسلم)ته داسې کسانوته دسخت عذاب زیری ورکړه. یعني کوم خلک چې روپۍ،سره اوسپین زرجمع کوي اودالله په لاره کې یې نه خرڅ کوي. الله چې کومه فریضه عائده کړې ده. هغه نه اداکوي.نودوی ته دازیری ورکړه چې یوسخت عذاب د دوی انتظارکوي. په دویم آیت کې یې دعذاب تفصیل ذکرکړی دی. چې دغه سخت عذاب به په هغه ورځ وي په کومه ورځ چې دغه سره اوسپین زر په اور کې وخوټول شي اوبیاددغه سړي تندی،اړخ اودده شا وداغل شي.اوداسې به ورته وویل شي:(هذاماکنزتم لانفسکم فذوقواماکنتم تکنزون.)چې داهغه خزانه ده چې تاسودخپل ځان لپاره جمع کړې وه نونن تاسو  خزانې خوند وڅکئ چې تاسو دخپل ځان لپاره جمع کوله.الله دې هرمسلمان ددغه عذاب څخه وساتي.

دنبی کریم صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته چې کله ځینې قبیلې د زکات له اداء کولو څخه منکري شوې نو داسلام اول خلیفه حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه یې په خلاف د جهاد اعلان وکړ.

دلته دزکات اړوند اهمي او غټي مسئلې په مختصر ډول لیکو.

.مسئله:که دچا په ملکیت کې دوپنځوس نیمي تولې سپین زر یا  اوه نیمي تولې سره زر وي.یا په دغو دواړوکې دیوه دقیمت په اندازه روپۍ وي.نوپه هغه باندې زکات فرض دی. نغدي روپۍ هم دسرو او سپینو زرو په حکم کې دي.(شامي) او دتجارت سامان که د دوه پنځوس نیمي تولې سپینو زرو دقیمت برابر وي نوپه هغه باندې هم زکات فرض دی.

مسئله:دکارخانو او مِیلانو په ماشینونو باندې زکات نشته.مګرپه هغوکې چې کوم مال تیاریږي په هغه باندې زکات فرض دی.دغه شان کوم خام مالونه چې په کارخانوکې دسامان تیارولولپاره پراته وي په هغو باندې هم زکات فرض دی.(درمختار و شامی).

مسئله:دسرو او سپینوزرو په هرشي باندې زکات واجب دی.ګیڼه، لوښی، دسرو سپینوزرو تڼۍ( بټنان) په دغوټولو کې زکات فرض دي

مسئله: دیوچا سره یو څه روپۍ،یوڅه سره یاسپین زر او یوڅه دتجارت مال وي مګر یوازې یوازې یو هم د زکات نصاب ته نه رسیږي.نو ټول به سره یو ځای کړل شي که دټولو یوځایي قیمت د دوه پنځوس نیمي تولې سپینو زرو سره برابرشي نوبیازکات واجب دی.او که ددې څخه کم وي بیا زکات نشته.(هدایه)

مسئله: دمِیلانو او کمپنیو په حصو(شیئرز)باندې هم زکات فرض دی.خوپه دې شرط چې دحصو یا سهمونو قیمت نصاب ته ورسیږي.یا ددغوحصو سره  نورمال هم وي چې دواړه سره یوځای شي دحصومالک صاحب نصاب ګرځیدای شي.خولکه څنګه چې دکمپنیودحصو په قیمت کې دماشینونو، مکان ،اوداسې نورڅیزونو لګښت هم شامل وي.چې په حقیقت کې دزکات څخه مستثنی دي.نوله دې وجې که څوک دکمپنۍ څخه معلومات وکړي اوڅونه روپۍ چې په دغوڅیزونو باندې لګیدلي دی.هغومره دخپلې حصې څخه کمي کړي اوچې څومره پاتې دي دهغوزکات به ورکړي. داهم صحیح اوجائزدی.چې کله کال ختم شي نوهغه وخت چې دحصو څونه قیمت وي دهغه په اندازه دې زکات اداکړي.

مسئله: پراویډنټ فنډ چې تراوسه اصول شوی نه دی په هغه باندې هم زکات شته.مګردملازمت پریښولو وروسته چې کله ددغه فنډ روپۍ وصول کړي نوپه هغه باندې زکات فرض دی.په دې شرط چې نصاب ته ورسیږی.یاخودبل مال سره یوځای شې او نصاب ته ورسیږي.دفنډ وصولیدوڅخه مخکې دپراویډنټ فنډپه روپوباندې زکات نشته.یعني دتیرشویوکلونو زکات نشته.

مسئله: دنصاب خاوند که چیرته دیوکال زکات مخکې ورکړي نوداهم جائزدی.خو که وروسته په کال کې دننه مال زیات شو.نوپه هغه زیات شوي مال باندې بیاجلازکات واجب دی.چې څونه مال وي دهغه څلویښتمه حصه زکات ورکول فرض دي.یعني دوه نیم سلنه.

دسرو او سپینوزرو اودمال تجارت په ذات باندې زکات فرض دی.څلویښتمه حصه به یې ورکوي.خوکه یې چاقیمت ورکړهم جائز دی.مګرداخیستلوقیمت ته یې اعتبارنشته.بلکې دزکات دوجوب په وخت کې یې  چې کوم قیمت دی دهغه څلویښتمه به ورکوي.

مسئله: یوه فقیرته دومره مال ورکول چې په هغه باندې زکات واجبیږې دامکروه دی.مګرزکات ادا کیږي.اودهغه څخه کم ورکول بلاکراهته جائز دی.

مسئله: دزکات داداکیدو لپاره داشرط دی چې کوم مستحق ته زکات ورکوي هغه به دهغه دخدمت په عوض کې نه وي.

مسئله: دزکات داداکیدولپاره داهم شرط دی. چې مستحق ته زکات په داسې ډول ورکول شي چې هغه یې مالک جوړشی.هررنګه اختیارولری چې هررنګه یې مصرفوی شي..

دزکات اداء کولو لپاره به کوم تاریخ وي؟

دزکات لپاره شرعاًنه کوم تاریخ مقرر دی اونه کومه زمانه.چې په هغه تاریخ یا په هغه زمانه کې به زکات ورکوي.بلکې دهرچا تاریخ جلا جلا وي.شرعاً دزکات لياره اصل تاریخ هغه دی چې په کوم تاریخ اوپه کومه ورځ سړی دنصاب خاوندجوړشوی. دمثال په توګه یوسړی په اول محرم الحرام اول واردنصاب خاوند شو نوددغه سړي درکات تاریخ اول محرم الحرام دی. اوس به هرکال دمحرم الحرام په اوله دزکات حساب کوي.مګراکثره وخت داسې پیښیږي چې خلکوته دغه نوي معلوم چې موږڅه وخت دنصاب خاوندان جوړشوي وو.نوددغه مجبورۍ له وجې دې دزکات لپاره یوداسې تاریخ مقررکړي چې په هغه کې دده لپاره حساب کول اسان وي اوبیاهرکال په دغه تاریخ باندې دزکات حساب وکړي اوخپل زکات دې اداکړي.البته احتیاطاً دې یوڅه زیات ورکړي.

آیا دزکات لپاره درمضان دمیاشتې تاریخ مقررولای شو؟

عموماً خلک درمضان په میاشت کې زکات اداکوي.وجه یې داده چې په حدیث شریف کې راځي چې درمضان په میاشت کې دیوه فرض ثواب اویا(۷۰)چنده ډیریږي.نولکه څنګه چې زکات هم یوفرض کاردی نوکه دروژې په میاشت کې اداشی نوثواب به یې هم اویا چنده زیات شی.داخبره په خپل ځای سمه ده. اوښه جذبه هم ده.مګرکه چاته دخپل زکات تاریخ معلوم وي نومحضې ددغه ثواب له وجې دی دخپل زکات لپاره درمضان میاشت نشي مقرر ولای.لهذاهغه ته په کاردی چې په خپل تاریخ زکات اداکړي.البته دزکات په اداکولوکې داکولای شي چې کم کم زکات دې اداکوی چې څه پاته شي هغه دې درمضان په میاشت کې اداکړي. خوکه چاته تاریخ نه وي معلوم.نوبیا ګنجائش شته چې درمضان دمیاشتې تاریخ دې ورته مقررکړی.البته احتیاطا دې یوڅه زیات اداکړي که دتاریخ له وجې څه فرق راغلی و هغه به پوره شي.

بیایې چې کله یو وارتاریخ مقرر کړ نوهرکال دې په هغه تاریخ حساب وکړي چې څونه مال راسره دی. اوپه دې تاریخ څونه نغدې روپۍ راسره دي. اوکه سره یا سپین زر وی نوپه دغه تاریخ یې قیمت څونه دی. که دکمپنۍ حصې وی نوپه دغه تاریخ یې قیمت څو دی …نوهرکال دې په دغه تاریخ حساب کړي. شاته مخته دې نه ځي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم.رشتیا هم چه خدای تعالی یو حکیم او مهربان ذات دی. ټول مادیات ذکات او مالیه لری خو د عُمر ذکات همدا د ورځی څو دقیقې عبادت او یا په کال کی یوه میاشت روژه نیول دی. د لمونځ او روژې او حتی حج اداینه ستوزمن کار ندی خو د ذکات اداینه ډېرو ثروتمندانو ته ډېر ستوزمن کار دی پدې خاطر د ذکات د ترک عواقب دومره لړزوونکی دی، څرنګه چه د مال او دنیا خبره ده نو د حج د فریضې د نه اداینی عقوبات هم لړزوونکی دی خو د لمونځ د نه اداینی عقوبات په دومره سخته… نور لوستل »