یو ګمنام اتل/ خاطره

قاري سعید

د رمضان د ځانګړي مهالویش له امله زموږ په مسجد کې هم د سهار لمونځ ډیر وختي کیږي.د روژې له بندیدو یوازې لس دقیقي بعد جماعت دریږي او ملاصاحب هم د سهار په لمانځه کې د پخوا په شان اوږده سورتونه نه وایي.له لمانځه بعد داسې مهال خلک کورونو ته ځي چې په کوڅو کې تپه تیاره وي.

نن سهار چې له مسجده کور ته راغلم، لس دقیقې بعد راته د معدې درد او سوزش پیدا شو، د دې لپاره چې د معدې درد ارام شي د پیاده ګرځیدلو لپاره له کوره بهر ووتم، کوڅې له خلکو خالي وې او داسې خاموشي وه چې پخوا مې کله هم نه وه  لیدلې، حتی د سپیانو اوازونه هم نه تر غوږ کیدل. په کوڅه کې مې قدم واهه خو هیڅوک مې تر سترګو نه شول، لږ مخکې لاړم، له یوه ډیران سره څرپی و چې په خاموشه فضا کې له ورایه تر غوږ کیده. چې ورنږدې شوم، ومې لیدل یو لس کلن ماشوم دی، بوجۍ ورسره ده، په ډیران خالي شوې کڅوړې پلټي او ځیني شیان ترې بوجۍ ته اچوي. لږ آخوا دوو سپیانوهم په ډیران څوس واهه.

یوه شیبه له ورایه د خواریکښ ماشوم نندارې ته تم شوم، ماشوم ټول ډیران وپلټه، وروسته یې د ژبې په تړق سره سپیانو ته ځانګړی اواز وکړ،  سپیانو هم د تابعدارۍ په نمت لکۍ وښورولې، ماشوم بوجۍ په شا کړه، په ځواکمنو ګامونو روان شو، سپیانو هم ورسره په مستۍ منډه واخیسته. ماشوم په څالاکه ګامونو د کوڅې لوړې خواته لاړ او جوړه سپیانو هم ورسره په مستۍ مستۍ منډې وهلې او ما تر هغو پسې کتل تر څو دغه درې د تروږمۍ ملګري د خاموشه کوڅې په تیارو کې غیب شول.

د دې همتي ماشوم په اړه وروسته سوچ واخیستم. شاید غریب به وي، کورنۍ ته د ډوډۍ موندلو بوج به یې په غاړه وي. په دې وطن کې چې غربت هم پیغور دی، په رڼا ورځ به د ډیران پلټل ورته عیب ښکاري، نو ځکه یې د ډیران پلټلو لپاره داسې وخت ټاکلی چې کوڅې له خلکو خالي وي. داچې لس کلن او کم عمره دی، په تیاره کې په یوازې ګرځیدو به ویریږي، نو ځکه یې دغه جوړه سپیان روږدي کړي تر څو د تیارې او تشو کوڅو وحشت پرې وتمبوي.

رښتیا…! دې ماشوم څومره کمال کړی، څرنګه یې د خپل ستونزمن ژوند په ټولو ننګونو بری موندلی، هغه په دې واړه ځان څومره همتي دی. ټول ښار د خوب او غفلت په بستر پروت دی، خو ده په کوچني ځان د سکون طلسم مات کړی او دژوند لپاره په مبارزه بوخت دی.

د کوچني ماشوم له انرژي ډک ګامونه مې اوس هم په یاد دي. د هغه په چټکو ګامونو کې داسې پرتم و چې درمضان په بهانه د بې عذره، مټورو او ځوانو سوالګرو میړانه خو دې هسې ورته لوګی شي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

قاری سعید صاحب مبارک ته دی سلامونه ورسیږی.
بلی هو، زموږ د هیواد هر غریب وګړی همدا کمکی ځوان غوندی د غرونو غرونو غیرت او شهامت درلوونکی دی چه البته برحق فردوس به ئې په انتظار کی وی، د همدې غیرتی کمکی ځوان او زموږ د ځورېدلی ؤلس توپیر پدې کی دی چه کمکی ځوان د ځان د ساتنی لپاره دوه سپیان لری خو بېچاره او غیرتی ؤلس مو د هر ډول امنیتی او اقتصادی او روحی ملاتړ څخه بې برخی دی او له هری لوری داړل کیږی.

Zadran
میلمه
Zadran

محترم قاری صاحب .زما په نظر ماشوم غیرتی دی ،خو د د وطن چه څوک ځانونه مشران بولی بی غیرته په دی دی چه دا حالت یی په دا ماشوم راوستلی دی،او د دی حالتو ته یی چه زمینه برابره کړی ده.دولت او طالیبان دی.زما له خوا کریدت دولت او طالیبانو ته.

اخترمحمد گیلانی
میلمه
اخترمحمد گیلانی

زدرانه وروره دا مشران افغا نانو نه دی گمارلی دا دامریکا غاصب حکومت په دی هیواد تپلی دی افغانانو په امریکا تجاوز نه دی کر ی بلکی امریکایان دی چه زوموژ هیواد ی لاندی کری دی افعانان امریکا ته له خپلو وسلو او ټانګو سره نه دی ورغلی نو ستا تبصره یو ار خیزه عوندی دی پر طالبانو جنګ تحمیل شوی دی