fbpx

مسلمان هم اسرائیل دي؟

سید احسان الهام

منم په قطعي دلیل وحشیان هم اسرائیل دي
چې ظلم یې پېشه ده اربکیان هم اسرائیل دي

کفرۍ نړۍ خو پرېږده واړه سم سړي خواره دي
په جنګ موږ ته راغلي مسلمان هم اسرائیل دي

ته څه له اسرائیلو نسبتا دېر په عذاب یې
ته ولې دا نه وايې: خائینان هم اسرائیل دي

که روس که امریکا ده اسرائیل دي ومؤمن ته
که مله د یرغلګر دي آن حزبیان هم اسرائيل دي

دښمن چې و د دین هغه بې دین ګڼه الهامه!
بې دینه ټول مضر دې ملحدان هم اسرائیل دي

۲۰۱۸/۵/۳۱

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

کشکی اسراییل هماغه اسراییل وی ، چه باید وی یعنی هغه چه د موسی عی نزدی ملګری او د هغه وخت کی لکه د صحابه کرامو او یا د عیسی ع وخت کی د حوارینو په نومو یادیدل ، دا هغه شان اسراییل دی چه کله موسی ع کوه طور ته د څه وخت د پاره تللی وو چه د الله ج میلمه وو ، او اسراییلو خسی جوړ او عبادت یی ورته شروع کړو . حتی د موسی ع په ژوند کی یی لا شرک پیل کړی وو او دا چه نور یی څه څه نه دی کړی د… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وروره، ښه ترانه ده. اسرائیل او یهود لږ غوندی فرق لری، اسرائیل د سیدنا یعقوب علیه السلام لقب ؤ، یعنی پهلوان او دوولس زامن ئې د بنی اسرائیل په نامه یادیدل. د یوه زوی نوم یهودا ؤ، ډېر شریر شخص ؤ، د یوسف علیه السلام د تبعید ( ظاهراً څاه ته لویدو) توطئه هم نوموړی یعنی یهودا طرح کړه . د خپل پلار او ورور یعنی یوسف علیه السلام تر رحلت وروسته د خپلی کورنۍ او قوم مشری دده لاسته ولوېده چه بلآخره د قبیلې او قوم نوم ئې ځانته منسوب کړ یعنی یهود ، البته په قرآن کی دواړی… نور لوستل »