د افتاء اصول / شپږمه برخه

لیکنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

فتویٰ په نبوي عصر کي:

په بشري ټولنه کې د فتوي چارې او زرینه دنده تر ټولو وړاندې غوره پیغمبر، د انبیاؤ امام، د الله پاک ترجمان”محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم” پر غاړه اخیستې! هغه مبارک به له لوی الله جل جلاله نه، د رښتینې وحی پر مټ فتوی ورکوله. د هغه علیه السلام مبارک فتاواوي ټولنیز احکام وه، کوم چې له سپېڅلي اسماني کتاب (قراٰن کریم) را په دېخوا، د اسلامي شریعت سرچینه بلل کېږي او صحابه (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) به هغه په خپلو پاکو سینو کې د قیمتي ملغلرو په څېر ساتلې، یا به یې د کتابونو سپینې پانې پرې رنګینولې.

په نبوي عصر کې د فتوی چارې یواځې همده علیه السلام، یا هغه چا سمبالولې، چې همده مبارک به ورته د هغې دنده وسپارله.

ډېر ځله همده علیه السلام مبارک په همدې منصب (فتوی) او قضا ځيني صحابه رضی الله تعالی عنهم ګمارلي، شونې ده، چې د همده مبارک به د هغوی تمرین د استنباط او اجتهاد په ډګر کې هدف و.

د بېلګې په ډول: حاکم له “عبد الله بن عمرو” (رضی الله عنه) روایت کوي، چې دوه وګړو نبي علیه السلام مبارک ته خپله دعوه او معضله راوړه، هغه مبارک عبد الله بن عمرو ته وویل: تر منځ یې قضاء وکړه، هغه ورته کړه: زه یې تر منځ قضاء وکړم په داسې حال کې، چې ته زمونږ په منځ کې قرار لرې؟! هغه علیه ارسلام مبارک ورته و فرمایل: هوکې! که حق ته ورسېږې؛ نو تا لره ۱۰ اجره او ثوابه دي، که د زیارو په ګاللو سره بیا تېروتې؛ نو یو اجر دي بیا هم تر لاسه کړ.

دا راز له “معقل المزني” (رضی الله تعالی عنه) نه روایت دی، وایي: ماته نبي علیه السلام مبارک سفارښتنه وکړه، تر څو د یو قوم او ټبر تر منځ قضاء تر سره کړم. ورته مې ویل: اې د الله پاک رسوله! د قضاء په چارو نه پوهېږم؟ هغه مبارک راته و فرمایل: “الله پاک له قاضي سره مل وي، تر څو چې هغه د رغنده ظلم او تېري هڅه نه وي کړې”.

دا راز هغه علیه السلام مبارک لرو پرتو سیمو او ښارونو ته ځیني صحابه (رضوان الله علیهم اجمعین) لېژل، هغوی ته به یې د قضاء او فتویٰ په پار اجازه ورکوله، لکه محدثین (رحمهم الله تعالی) چې د “معاذ بن جبل” (رضی الله تعالی) له ملګرو نه روایت کوي، وایې چې کله نبي علیه السلام مبارک، هغه و یمن ته استاوه، ورته ویې ویل: “د قضاء د پېښي پرمهال به څنګه قضاء کوې؟”

هغه وویل: “د الله جل جلاله په کتاب”.

هغه مبارک وویل: ” که دي د هغه جل جلاله په کتاب کې و نه موند؟

هغه وویل: ” د نبي علیه السلام په سنت”.

هغه مبارک وویل: که په سنتو کې دي هم و نه موند، نه دي الله پاک په کتاب کې؟”

هغه وویل: ” بیا به د خپل اجتهاد پر مټ قضاء تر سره کوم”.

نبي علیه الصلاة والسلام مبارک د هغه سینه ووهله، ویې ویل: “کامله ثناء دی وي هغه رب لره، چې د رسول الله استازی یې د هغه د رضا او خوښۍ پر لاره ورسم کو”.

یاد روایت که څه هم ځینو محدّثینو له دې امله معلول ګڼلی، چې “حارث بن عمرو” یو ناپېژاندۀ راوي دی، دا راز د هغه راوي نوم هم نه دی په ګوته شوی، کوم چې د معاذ له ملګرو د روایت مسؤلیت پر غاړه لري؛ خو بیا هم علماؤ د هر عصر او هرې سیمي منلی دی….

“ابن القیم او خطیب البغدادي” (رحمها الله تعالی) د یاد روایت په اړه عالمانه څېړنه کړې، چې پکې د هغه پوره وړتیا، صحت او لازم قوت په ډاګه شوی.

دا راز د یاد روایت مټي نورې هم هغه مهال لا غښتلې شوې، کله یې چې د “شیخینو” په څېر، سپېڅلو، وتلو او منلو څېرو په یوه ځواکمن روایت سره ملاتړ وشو، هغه دا:
“اخرجه الشیخان: من عمرو بن العاص (رضی الله عنهما): انه سمع رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یقول: “اذا حکم الحاکم فاجتهد ثم اصاب فله اجران، و اذا حکم فاجتهد ثم اخطأ فله اجرٌ”.

ژباړه: حاکم چې کله د حکم پر مهال اجتهاد وکړي او حق ته و رسېږي دهغه له پاره دوه اجره دي، که د حکم پرمهال اجتهاد وکړي او په حکم کې تېر وزي؛ نو د هغه یواځې یو اجر دی.

.
[إعلام الموقعين عن رب العالمين: ٩/١، اصول الافتاء و ادابه: ۳۷-۳۹]

نور بیا…