سپين او تور / عُقابي جانان

ای زما سپينې عقیدې تنِ تنها دې کړمه
لتا مننه ډېرو خلکو نه جدا دې کړمه

سپین راته تک سپين اوهم توردې سم تک تورکړو
له بعضو بعضو نا اشنا ومه اشنا دې کړمه

په اسلام پالو مسلمانو دې سم دم ميين کړم
هر منافق دې راته وښود ترې جلا دې کړمه

د اسلاميت او شريعت سپين الهي قانونه!
د جمهوريت کفري نظام نه بې پروا دې کړمه

زما د سپينې کليمې سپين اسلامي بيرغه!
له برګو، شنو، سرو بيرغو نه خودکفا دې کړمه

شخصیت پرستو، قوم پرستو ته دنیل څپه شوم
د وخت مارانو ته موسٰی د لاس امسا دې کړمه

د درباريانو خباثت راته ښه سم جوَت شو
الٰهي شکر چې طالب دې کړم ملا دې کړمه

د حق پرسته علماؤو مقدسې ډلې!
نادان وم نه پوهېدم څه نه څه دانا دې کړمه

ای د آخرې زمانې د اسلام سرې سکروټې
لاس کې دې اخلمه هر وختې ملګرتيا دې کړمه

ياربه شکرمسلمان دې کړم، مؤمن اومجاهد دې کړمه
چاته دې زهَر، چاته شات، چاته شفا دې کړمه

د “عُقابي جانان” سپېڅلې او طالبې مينې
ما درپسې نيت دی تړلی اقتدا دې کړمه

“عُقابي جانان”

تبصرې (1)

  • حقیقت هم د اسلام څخه سرې سکروټې جوړې شوې دی که اخلې سوځې دی او که يې نه اخلې منافق يې، دجالی قوتو مسلمانان په اقتصادی جنګ، ځانی جنګ، فکری جنګ ، او رسنۍ هم ټولې دوۍ اخستې دی راښکیل کړی نو په دې سخت حالتو کې دې الله زموژ د ایمان حفاظت وکړی