دنبي علیه الصلاة والسلام د ترور دسیسه څنګه شنډه شوه

کتاب: سیرة ابن هشام: ۳/ ۲۸۳

ژباړه: م. حمد الله دانشمند

له “محمد بن جعفر بن الزبیر” (رضی الله تعالی عنه) نه روایت دی، چې “عمیر بن وهب” او “صفوان بن امیة” د قریشو د ستر ویر او مرګ ژوبلې لږ مهال وروسته “حجر” ته څېرمه ناست وو، عمیر بن وهب په قریشو کې په شیطان سره مشهور و، نبي علیه السلام مبارک او صحابه رضی الله تعالی عنهم ته به یې زیان رساوه، هغوی رضی الله عنهم چې کله په پلارني ټاتوبي (مکه مکرمه) کې اوسېده، له ده نه یې زیات کړاوونه لیدلي وه، د عمیر زوی (وهب) هم په بدر کې اسیر و.

راوي وایي: هغوی د قلیب (کندې / څاه) د مړو په اړه غمرازي څرګندوله، صفوان را غبرګه کړه: په الله قسم د هغوی له مړینې وروسته په ژوند کې هیڅ خیر او ښېګنه نه وینم. عمیر ورته کړه: رښتیا والله، که مې په ذمه پورونه نه وای – د ادایني وس یې هم نه لرم – او په زامنو نه وېرېدای، چې له ما وروسته به زایه(ضائع) شي؛ نو ارو مرو سپرېدم و “محمد!” ته (صلی الله علیه وسلم) تر څو مې وژلی وای، د هغوی په لاس کې زما زوی هم بندي دی. راوي وایي: صفوان له موقع نه په ګټې اخیستو ور غبرګه کړه: پورونه دي زما په ذمه شول، زه یې درنه په غاړه اخلم، او ستا اولاده به دځان اولاد ګڼم، له هغوی نه به یې یوه زره هم توپیر و نه کړم، تر څو چې هغوی ژوندي وي نادارۍ او عجز ته به یې پرې نږدم. عمیر ورته کړه: بس په خوله لاس و نیسه، سپڼ له خولې نه مه وباسه. راوي وایې همداسې یې وکړل. عمیر امر وکړ، چې توره یې باید تېره شي. توره یې تېره کړی شوه، د سختو زهرو په اوبو مسمومه (زهرجنه کړی) شوه، د مدینې منورې پر لور وخوځېد.

عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه په مجلس له صحابه و سره بوخت دی، د “بدر” د ورځې خوږې او ترخې خاطرې بیانوي، پر مومنه پرګنه د لوی الله جل جلاله بېسارې لورېنې او د هغوی پر دښمنه ټولنه د هغه جل جلاله د ستر عذاب یادونه بیا ځلې را تازه کوي؛ نا ببره یې په یاد عمیر سترګې ولګېدې، چې خپله اوښه یې د جمات مخې ته ګونډه کړه، په توره پوښلی دی. عمر رضی الله تعالی عنه وویل دا سپی په الله پاک قسم! عمیر بن وهب دی او دی د یو شر له پاره له مکې نه راغلی دی، دا هغه وګړی دی، چې د بدر په ورځ يې و فساد ته لمن وهله او د قوم حمایت یې کاوه. عمر رضی الله تعالی عنه نبي علیه السلام ته ورغی، ورته ویل یې: اې د الله پاک رسوله! عمیر بن وهب له توري سره له جمات سره ولاړ دی. هغه علیه السلام مبارک ورته و فرمایل: دلته یې راوله. هغه رضی الله عنه د توري تر پاډه ونیو و هغه علیه السلام ته یې را وڅکاوه. هغه رضی الله عنه انصارو صحابه و ته کړه، کوم چې له ده سره و: جمات ته درشئ، د نبي علیه السلام تر څنګ کېنئ، له دې سپي نه یې د ساتنې لارې چارې په پام کې ونیسئ! ځکه زه د امن په اړه ترې ډاډمن نه یم. نبي علیه السلام مبارک چې کله پښه وليده، ورته ویې ویل: پرې یږده اې عمره. اې عمیره را نږدې شه، هغه ور نږدې شو، ورته یې کړه: صبا مو په خیر – دا د جاهلیت د زمانې خپل منځي تحیه او سلام و – نبي علیه السلام ورته وویل: الله پاک مونږ تر دې په غوره تحیه او سلام ونازولو اې عمیره! او دا سلام به د جنتیانو د ملاقات یوه سپېڅلې تحفه او تحیه وي. هغه وویل: اې محمد (صلی الله علیه وسلم) مونږ تر اوسه ور سره نابلده غوندې یو، له هغې سره.

نبي علیه السلام مبارک ورته وویل: “دلته څنګه راغلې؟”

هغه ورته کړه: د دې اسیر (بندي) له پاره، چې له تاسو سره ده، په خلاصولو کې یې را سره احسان وکړئ. هغه مبارک ورته وویل: نو توره دي څنګه په غاړه کې ده. هغه وویل: توري دي الله ماتې کړي، له مونږ نه یې کومه دفاع وکړه؟ هغه علیه السلام مبارک ورته وویل: رښتیا ووایه: د څه له پاره راغلی یې؟ هغه وویل: د همدې له پاره راغلی یم. هغه مبارک ورته وویل: بلکې تا او صفوان حجر ته څېرمه ناست واستئ، د قلیب (کندي) د قریشي مړو غمرازي مو کوله، تا ورته کړه: که پورونه او اولاد مې نه وای، نو ارو مرو د “محمد!” د وژلو له پاره وتم . (صلی الله علیه وسلم). بیا صفوان ستا پورونه او د اولاد پالنه په غاړه واخیسته په دې چې ته ما ووژنې! خو الله جل جلاله حائل دی ستا او د هغې کړنې تر منځ. عمیر په لویه ناره سره وویل: “اشهد انك رسول الله!” مونږ به هغه خبرې درواغ ګڼلې کوم چې تا له اسمانه و مونږ ته پرې راتګ کاوه او پر تا نازېلېدونکې وحیه مو بابېزه شمارله. یادې خبرې خو زما او دصفوان ترمنځ یو پټ راز و، بل څوک پرې نه و خبر؛ نو زما دي قسم په لوی الله جل جلاله سره وي! چې ته په دې پټ سر او راز همدې لوی الله جل جلاله خبر کړی یې! ثنا او او صفت دی هغه الله جل جلاله لره، کوم چې ما ته یې د سپېڅلي اسلام لاره را وښوده او زه یې همدې ستر مقام ته را مهار کړم.

عمیر په رښتیا د زړه له تله د شهادت کلمه وویله. هغه علیه السلام مبارک و فرمایل خپل ورور ته د دین په اړه څه ور زده کړئ، قراٰن ور وښایاست او بندي یې ور خلاص کړئ. بیایې وویل: اې د الله رسوله! ما په ټول توان د الله رڼا تته وله، ډېر ضرر مې رساوه هغه چاته چې د الله پاک په دین به یې منګلې خښې وي، غواړم اجازه راکړې، چې مکې ته ولاړ شم او هغلته هستوګن خلک الله جل جلاله او د هغه سپېڅلي اسلام ته را دعوت کړم، شونې ده الله پاک به یې هدایت په برخه کړي، نور یې نه ځوروم، لکه ستا صحابه چې مې ځورول. نبي علبه السلام مبارک اجازه ورکړه، مکې مکرمې ته ستون شو.

صفوان د عمیر له تلو وروسته قریشو ته ویل: د یوې سترې پېښي زېری به واورئ، اوس درته را روان دی، د بدر ستره پېښه به مو پرې له خوب او خاطره ووزي. صفوان له مدینې نه راتلونکي مسافر پوښتل، تر څو له یو سپاره سره مخ شو، هغه د عمیر په اسلام منلو خبر کړ! صفوان قسم وکړ، چې د تل له پاره به ور سره له خبرو کولو ډډه وکړي او یوه ګټه به هم دتل له پاره ترې و نه ویني. عمیر (رضی الله تعالی عنه!) چې کله مکې مکرمې ته تشریف راوړ؛ نو سمدستی یې و اسلام ته په دعوت لاس پوري کړ، چا چې به ترې سر و غړاوه، هغه به يې سم ځوراوه، ډېر خلک یې په لاس، و مبارک اسلام ته را د ننه شول! (رضوان الله تعالی علیه وعلیهم و علینا اجمعین).

د حدیث روایت “طبراني ” کړی او اسناد یې کره بللی. رواه الطبراني مرسلاً وإسناده جيد‏.‏  – سیرة ابن هشام: ۳/ ۲۸۳.