fbpx

د افغانستان الف د بنګلدیش ملي لوبډلې ته په تمریناتي سیالۍ کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان الف او بنګلدیش ملي لوبډلې ترمنځ په تمریناتي سیالۍ کې افغانستان الف لوبډلې بنګلدیش لوبډلې ته د اته ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د دواړو لوبډلو د درې شل اوریزو سیالیو سیریز نه وړاندې د تمریناتو په کچه ترسره شوې، چې افغانستان ملي لوبډلې د حضرت الله ځاځي په زړه پورې توپوهنې وتوانېدله د بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړي.

په دغه تمریناتي سیالۍ کې د افغانستان الف لوبډلې لخوا مشري ګلبدین نائب او د بنګلدیش لخوا شکیب الحسن ترسره کړه، چې شکیب الحسن پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د بنګلدیش لوبډلې د ۲۰ اورونو په وهلو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې افغانستان الف لوبډلې د ۱۷.۲ اورونو په وهلو سره د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف پوره کړ.

په توپوهنه کې حضرت الله ځاځی ښه وځلید او ټولې ۶۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، همدا ډول محمد نبي ۳۲ او شفیق الله شفق هم ۲۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

دغه سیالۍ به د بنګلدیش په لوبډله نور هم فشار راوړي، چې د افغانستان لوبډلې یو شمېر سترو لوبغاړو په نه شتون یې هم بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې له بل اړخه به د افغان لوبډلې مورال نور هم لوړ کړي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وروسته د جون میاشتې په درېیمه نېټه د یکشنبې په ورځ به د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون لوبغالي کې پېل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د