fbpx

د ډاکټر غني سلاکار: د امریکایانو ظلمونو، خلک د طالبانو ملاتړي کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲مه، ۱۳۹۷ل): د ډاکټر غني سلاکار داود سلطانزوی په تازه مرکه کې اعتراف کړی چې د بهرنیو ځواکونو ظلمونو خلک د طالبانو ملاتړ ته اړ کړي دي.

سلطانزوی له ایراني رسنۍ تسنیم سره په کړې مرکه کې ويلي، هر افغان د امریکایانو د پوځي حضور مخالف دی او دا حضور د ټولو ستونزو جرړه ده.

د ارګ دې سلاکار منلې چې بهرنیان ملکي وګړي په نښه کوي، چې ولسي کرکه ورسره اوج ته رسېدلې او د همدې کرکې له امله د طالبانو صفونه غښتلي شوي دي.

داود سلطانزوی دا هم ویلي، امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي او افغان حکومت خپل واک ته نه پرېږدي.

د ده په وینا روانه جګړه د بهرنیانو له لوري یوه تحمیل شوې جګړه ده، چې د دوام لپاره يې د داعش پروژه هم د دوی له لوري را پیل شوې ده.

ډاکټر غني چې د امریکا د هر اقدام تر پیل مخکې د هغه هرکلی کوي، دا لومړی ځل دی چې مرستیال يې دا ډول اعترافات کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ د تېرې اوونۍ برید هم د داعش په نوم وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د