سعودي عربستان بحرین ته 30 پوځي شوبلې لیږلي

bahrain_uprising1

دمصر یوې ورځپاڼې دعیني شاهدانو له قوله لیکلي ،دسعودی عربستان حکومت بحرین ته ۳۰ ټانګونه لیږلي ، عیني شاهدانو زیاته کړې چې سعودي – بحرین په لویه لاریې ۱۵ عرادې لوي بار وړونکي موټر لیدلي چې دوه دوه ټانګونه پکې بار وو او دبحرین په لور روان وو.

دسعودي حکومت ددې ادعا دتصدیق او رد په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

په بحرین کې له ددو اونیو راهیسي دحکومت ضد پراخې اولسي مظاهرې روانې دي ،چې تردې دمه دپولیسو او لاریونوکونکو ترمنځ په نښتو کې ۶ نفره وژل شوي او ګڼ شمیر ټپیان شوي دي.

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.