
د غزني نا امنه وضعیت؛ والي بدل کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، د غزني والي عبدالکریم متین يې له دندې لرې کړی او پر ځای يې د کونړ والي وحید الله کلیمزی د غزني والی ټاکل شوی دی.
سرچینې وړاندې ویلي، وحید الله کلیمزی به ډېر ژر خپله دنده پیل کړي.
عبدالکریم متین په داسې حال کې د غزني ولایت مقام چوکۍ پرېږدي، چې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي، د غزني مرکز او څلور ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.
د غزني د مدني فعالانو په وینا حکومتي چارواکي د ولایت مقام په دروازه کې هم ځان خوندي نه احساسوي، ځکه طالب چريکي بریدګر هر ځای د برید توان لري.
د غزني، خواجه عمري، جغتو، ده یک او اجرستان هغه ولسوالۍ دي چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوې.
د غزني ښار شاوخوا کمربندونه هم شلېدلي او طالبان د ښار په څو مترۍ کې فعالیت لري.