fbpx

حضرت ځاځی د بنګلدیش پر وړاندې لوبډله کې شامل شو

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د بنګلدیش ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې تمریناتي سیالۍ ترسره کړه چې په کې د افغانستان الف لوبډلې لخوا چپ لاسی توپوهونکی حضرت الله ځاځی ښه وځلید.

نوموړی چې د افغانستان د کرېکټ یو ځوان باستعداده لوبغاړی دی په دغه تمریناتي سیالۍ کې ښه وځلید او ۶۹ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، او بنګلدیش لوبډلې ته یې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

اوس د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې په ځانګړي سپارښت سره د حضرت الله ځاځي نوم د بنګله دیش پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره د غوره شویو لوبغاړو په نوملړ کې شامل کړ.

له دې وړاندې د کرېکټ بورډ لخوا ددې سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ په ډاګه شوی و، چې د ځینو چارواکو لخوا پرې توندې نیوکې شوې وې او شمېر غبرګونونه یې راپارولي وو.

د کرېکټ چارواکو او فیسبوکي شنونکو په وینا په دې نوملړ کې یو شمېر هغه لوبغاړي یو ځل بیا شامل شوي و چې په تېره نېږدې کې یې هیڅ خاطرخوا پرفامنس نه و ښودلی.

کرېکټ بورډ د حضرت الله ځاځي پریکړه دده په تېره یوې لوبې ته په کتلو کوي، ځکه چې له دې وړاندې د لوبغاړو په نوملړ کې نوموړی نه و شامل شوی، همدا ډول ویل کیږي چې په کورنیو سیالیو کې ځیني ښه ځلیدونکي لوبغاړي هم له پامه غورځول شوي دي.

له بل اړخه کرېکټ بورډ ادعا کوي چې دوی د ځوانو څېرو استعداد او پرفامنس ته په کتلو ددوی انتخاب کوي چې اوس تازه بیلګه یې د حضرت ځاځي یادوي.

د یادونې وړ ده چې د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه به سبا (۳ جون) ماښام په هند دهرادون لوبغالي کې پېل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د