fbpx

جنرال نیکلسن څه شي د سولې شورا ویاندې ته اړیست؟!

معین احمد (خروټی)

د تیرې چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن په واشنګټن کې خبریالانو ته د ویډیويي کانفرانس له لاري وویل چې :

((د طالبانو د منځنۍ او نسبتا لوړې کچې یو شمیر چارواکو له مونږ سره د سولې د خبرو په اړه پټ تماسونه نیولې دي))

مونږ دلته پر دې نه غږیږو چې جنرال جان نیکلسن د بهرنیوځواکونو د عمومي قومندان په حیث څه شي دیته مجبور کړ چې له خپل پوځي مسلک نه بهر د سولې د عالي شورا د ویاند رول تر سره کړي؟ بلکې غواړو د هغه دا خبره په افغانستان کې د شته واقعیتونو له دیدوانه لیږ و ارزوو.

ښاغلی نیکلسن په داسې حال کې له دولت سره د طالبانو د منځنۍ کچې کسانو د پټو تماسونو خبره کوي چې خپله ولسمشر غني په الحاحانه ډول طالب مشر تابه د کابل په دوهمه غونډه له ګڼو امتیازاتو سره سره د نمایشي سولې بلنه ورکړه ، خو هغوی نه یواځې دا چې هغه ونه منله ؛ بلکې بلکل یې د ښاغلي غني په وړاندیز ځان نا خبره واچاو.

دا به کوم منطق ومني چې طالبان دي د سولې په اړه د ښاغلي غني هغه وړاندیز بي اعتناء پریږدي چې د امریکا او لسګونو نورو بهرنیو هیوادونو د استازیو په غونډه کې یې هغوی ته وکړ او اوس دي بیا د پټو تماسونو له لارې په مذاکراتو کې د ګډون غوښتنه کوي؟

له بله اړخه طالبان اوس په پوځي لحاظ په داسې قوت کې دي چې په یوه ورځ کې په یوه ولایت کې دوې ولسوالۍ په پرلپسي ډول لاندې کوي نو په دې حال کې به د هغوی څه ضرورت وي چې له نا معلومو ادرسونو سره د سولې په نوم پټ تماسونه ونیسي؟

هو دا خبره له امکانه لیري نه ده چې له ښاغلی نیکلسن سره د طالبانو په نوم ځینو هغو ښاغلیو پټ تماسونه نیولې وي چې همدا وس د هغه ترحمایت لاندې د وزیر اکبرخان په ګرین زون کې اوسیږي.

که څه هم چې ښاغلي نیکلسن د امنیتي ملحوظاتو پر اساس د پټ تماس نیوونکو اشخاصو هویت مشخص نه کړ خو افغان ولس ته د هغوي هویت ، کردار او تشخُص پوره معلوم دي.

د ښاغلي نیکلسن د پټو تماسونو له انکشاف سره رسنیو دا خبره هم لیکلې وه چې دا تماسونه د هغه وړاندیز په نتیجه کې تر سره شوي

چې څه موده وړاندې د ګلبدین حکمتیار له‌ خوا مطرح شوی و.

جنرال نیکلسن چې اوس يي رسمي دنده په افغانستان کې په پوره ناکامي سره پایته رسیدلې د دې په ځای چې پنټاګون ته په افغانستان کې د ټرمپ د یوکلنې جنګي ستراتیژۍ د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي د داسې څه په اړه معلومات ورکوي چې خپله دی هم ورباندې باور نشي کولای.

نوموړي ته په کار دي چې د دغو نامعقولو انکشافاتو په ځای د خپل مسلک په برخه کې په افغانستان کې پر شته واقعیتونو اعتراف وکړي …

ځکه هیڅ باضمیره افغان به دا و نه مني چې امریکايي یرغلګر دي په میاشت کې په زرګونو بمونه پر هیواد او ولس غورځوي او دی دې بیا له همدې بم غور ځوونکو سره د سولې په نوم پټ پیغامونه ولري …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د