
سید أبوالأعلی مودودي د عدل په تله / دریمه برخه
احمدمدثر دلسوز
په کراچي کي جوړي سوي جلسې ته وینا :
مولانا مودودي رحمه الله په (۱۹۴۸م) کال د مارچ په میاشت کي په کراچي ښار کي جوړي سوي یوې عامي غونډي ته د وینا په مېنځ کي داسي وویل :
1. پاکستان یوازي د الله ﷻ ملک دی او د پاکستاني حکومت لپاره دا ضروري ده چي په هیواد کي اسلامي نظام قائم کړي.
2. تر نن پوري په هیواد کي د اسلامي شریعت خلاف قوانین تطبیقېدل نو هغه باید یو مخ پای ته ورسولای سي او په هيڅ ډول دا رواه نده چي په راتلونکي کي داسي کوم قانون نافذ سي چي د اسلام سره مخالف وي.
3. د پاکستان حکومت دي د شرعي حدودو سره سم خپل واک او اختیار محدود وساتي.
خو حکومت بیا د اسلامي او شرعي أصولو په نفاذ او اسلامي قوانینو په مرتب کولو کي له مودودي صاحب سره مرته ونکړه بلکه مخالفانه رویه ئې غوره کړه، په پاکستان کي د بشری وضعي قوانینو سرم سم اساي قانون جوړ سو، او بیرته د انګریزي استعمار لاندي فعالیتونه شروع سول، او هماغه انګریزي مصطلحات ئې په قوانینو او محاکمو کي وضع کړل چي تر نن ورځي پوري همغه انګریزی قانون چلیږي.
او کوم واکمن ګوند چي ؤ هغه دا سي وویل چي د خو صحیح خبره ده چي پاکستان باید په نامه یو اسلامي هیواد وي خو په عملي ډول باید اسلامي نه وي، مولانان مودودي صاحب دا ډول حالات نسوای زغملای بلکي ده چي تر همدا مهاله د اسلامي هیواد د جوړولو لپاره کومه مبارزه کړېوه هغه یې نسواي هېرولای، خو واکمن ګوند اسلام خوښوونکی خلګ او دعوتګران ټول د تورو تمبو وشاته وغورځول، پر مودودي صاحب باندي یې ډول ډول بې حقیقیته تورونه ولګول چي په ۱۹۴۸ د اکتوبر په ۴ د څو ملګرو سره زنداني کړل سو. او تر ۲ کاله زندان وروسته په ۱۹۵۰ کال کي آزاد سو.
خو له څه وخت وروسته په اعدام باندي محکوم سو، د اعدام حکم چي کله د خلګو په مېنځ کي خپور سو نو ټولو د حکومت ضد لاریونونه وکړل نو حکومت هم مجبور سو چي تر خپلي پریکړي واوړي تردي چي د اعدام حکم یې أبدي حبس ته واړوئ خو بیا هم د خلګو د زیاتو فشارونو له امله یې د ۵ میاشتي زندان څخه وروسته آزاد کړ.
په ۱۹۵۷ م کال کي دده په ګوند جماعت اسلامي کي هم یوه فتنه مېنځته راغله هغه داچي د ګوند ځینو غړو غوښتل چي له سیاست څخه لري واوسي او یوازي تبلیغ او دعوت باندي اکتفاء وکړي. خو مودودي صاحب ورسره ونه منله او ویې ویل چي اسلام یو سیاسي دین دی او سیاست او اسلام یو د بل څخه نه بېلېدونکي کړۍ دي، آیا ستاسو زړه دی چي په پاکستان کي چي هرڅه کیږي موږ ورته همداسي کښینو فقط په تبلیغ اکتفاء وکړو؟.
مولانا صاحب اوس په یو داسي حالت کي قرار درلودی، چي هغه حکومت چي دده ارزو وه چي یو سوچه اسلامي حکومت به وي، خو هغه اوس دده د عوت مخه نیسي هغه حکومت چي ده یې په جوړولو کي شپه او ورځ کار وکړئ، اوس یې پر غونډو بندیز لګوي ملګري او دی خپله زندانونو ته اچوي.
په ۱۹۶۳م کال کي مودودي صاحب یو بله غونډه د لاهور په ښار کي دائره کړل، خو حکومت ډېره ورڅخه وېرېده نو ځکه یې ورته ډېر تنګ ځای انتخاب کړ، پر لاوډ سپیګرونو یې بندیزولګوی، د ریل ګاډیو د تګ راتګ وختونه یې بدل کړل ترڅو ډېر خلګ ورته رانسي او د غونډي په پیل کي یوې وسله والي ډلي پر غونډه حمله وکړه او پر سټیج ئې ټکان وکړه، د جماعت اسلامي نورو غړو له مودودي صاحب څخه وغوښتل چي کښیني خو هغه ورته په ځواب کي وویل : که زه کښېنم نو بیا به دلته ولاړ څوک پاته سي.
په ۱۹۶۵م کال د دسمبر په میاشت کي چي کله د هند او پاکستان ترمېنځ جګړه ونښتل، جماعت اسلامي له حکومت او ټولو سیاسي ګوندونو سره اختلافات درلودل، علامه مودودي بېله ځنډه داسي وینا وکړه: دا ملک له صدراعظم څخه مخکي زموږ وطن دی د نورو په نسبت دده د ساتني مسئولیت زموږ په غاړه دی.
علامه مودودي رحمه الله داسي وايي : اسلام یوازي د عالي افکارو او نظریاتو مجموعه نده بلکي دا د یوه تحریک او عمل نوم دی.
علامه مودودي وایي کوم څوک چي ځان د اسلامي تحریک غړی بولي باید دا لاندي صفا شتون پکښي ولري :
1. د اسلامي اخلاقو پابندي.
2. د اسلامي فکر سمښت.
3. اسلام تربیتي سمښت.
4. په اسلامي علومو سمبال.
5. په عصري علومو سمبال.
لکه څرنګه چي موږ مخکي وویل چي علامه مودودي د یو مبارز دعوتګر ترڅنګ یو ښه او تکړه اسلامي لیکوال هم ؤ نو د نمونې لپاره یې د هغه د کتابونو او آثارو نومونه را اخلو:
1. الجهاد في الاسلام. دا کتاب یې د مهاتما ګاندي د هغه قول په انتقاد کي ولیکی کوم چي پر مولانا مودودي یې کوئ او ویل به یې چي اسلام د تورو او جنګونو دین دی.
2. سیرة النبی ﷺ.
3. تفهیم القرآن. د قرآن کریم تفسیر.
4. المسلمون والصراع السیاسي الراهن.
5. الرسائل والمسائل.
6. المسألة القادیانیة.
7. دین الحق.
8. الجهاد في سبیل الله.
9. مصدر قوة المسلم.
10. النشاطات التبشیریة في ترکیا.
11. الأخلاق الاجتماعیة و فلسفتها.
12. مسألة اللباس.
13. تاریخ السلاجقة.
14. الدولة الصفویة.
15. تاریخ الدکن السیاسي.
16. نحن والحضارة الغربیة.
17. الحجاب.
18. الحضارة الاسلامیة: أسسها و مبادئها.
19. أسس الاقتصاد بین الاسلام والنظم المعاصرة.
20. الاسلام في مواجهة التحدیات المعاصرة.
21. مشکلة الجبر والقدر.
22. مفاهیم الاسلامیة حول الدین والدولة.
23. ملکیة الأرض في الاسلام.
24. حرکة تحدید النسل.
25. في محکمة العقل: التوحید، الرسالة، الآخرة.
26. حقوق الزوجین: دراسة نقدیة لقانون الأحوال الشخصیة.
27. مبادئ الاسلام.
28. الربا.
29. نظریة الاسلام السیاسیة.
30. کیف تقام الحکومة الاسلامیة.
31. نظرة فاحصة علی العبادات الاسلامیة.
32. موجز تاریخ تجدید الدین و احیائه.
33. المصطلحات الأربعة في القرآن: الاله، الرب، العبادة، الدین.
34. منهج جدید للتعلیم والتربیة.
35. الاسلام والجاهلیة.
36. معضلات الانسان الاقتصادیة و حلها في الاسلام.
37. طریق السلام.
38. الأسس الأخلاقیة للحرکة الاسلامیة.
39. الدین القیم.
40. الدعوة الاسلامیة و متطلباتها.
41. دعوة الجماعة الاسلامیة.
42. الصلاح والفساد.
43. شهادة الحق.
44. عقوبة المرتد في الاسلام.
45. نظام الحیاة في الاسلام.
46. القانون الاسلامي و طرق تنفیذه.
47. حقوق أهل الذمة في الدولة الاسلامیة.
48. شؤون باکستان الداخلیة والخارجیة.
49. الصفات الازمة للعاملین في مجال الدعوة.
50. أسس الدستور الاسلامي في القرآن.
51. تدوین الدستور الاسلامي.
52. قضیة کشمیر الاسلامیة.
53. الحکومة الاسلامیة.
54. نظریة الاسلام وهدیه في السیاسة والقانون والدستور.
55. طائفة من قضایا الأمة الاسلامیة في القرن الحاضر.
56. الأمة الاسلامیة و قضیة القومیة.
57. الاسلام والمدنیة الحدیثة.
58. بین الدعوة القومية والرابطة الاسلامیة.
59. الخلافة والملک.
60. منهاج الانقلاب الاسلامي.
61. نحو ثورة سلمیة.
62. تذکرة دعاة الاسلام.
63. حول تطبیق الشریعة الاسلامیة في العصر الحاضر.
64. تفسیر سورة النور.
65. الاسلام و معضلات العصر.
66. الی أی شيء یدعو الاسلام؟.
67. برّ الأمان.
68. واجب الشباب المسلم الیوم.
69. فرعون في القرآن.
70. رسالة سیرة النبي.
71. الخطبات.
او داسي نور کتابونه او په سلهاوو مقالې.
د هغه په ذهن او دماغ کي دا خبره ثبت وه چي د یوه مسلمان ژوند یا مرګ د الله تعالی ﷻ په حکم پوري تړلی وي او همدا وجه وه چي په خپلو ټولو کارونو کي بیخي ډاډه او مطمئن معلومېده.
بالاخره علامه مودودي له ټول عمر مبارزې څخه وروسته په ۲۲ سپټمبر ۱۹۷۹م کال د ۷۵ کالو په عمر لدې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې.
الله تعالی ﷻ دي یې وبخښي او مسلمانانو ته دي الله تعالی د هغه د افکارو او آثارو څخه د ګټي اخیستي موقع په لاس ورکړي.
اوس راځو هغه اعتراضونه ذکر کوو کوم چي پر علامه مودودي صاحب باندي سوي دي او بیا ورته ځواب وایو :
نور بیا ….
مأخذونه
01. القیادة في العمل الاسلامي.
02. الخلافة والملک. (خلافت او ملوکیت)
03. النور والسرور في صلوة الرسول ﷺ.
04. أبوالأعلی مودودي: فکره و دعوته.
05. المسألة القومیة.
06. اسلام و ناسیونالیزم.
07. المسألة القادیانیة.
08. دین الحق.
09. الرسائل والمسائل.
10. نظام الحیاة في الاسلام.
11. الاسلام والجاهلیة.
12. معضلات الانسان الاقتصادیة و حلها في الاسلام.
13. طریق السلام.
14. الأسس الأخلاقیة للحرکة الاسلامیة.
15. الدین القیم.
په موږ کې هم عجب خلک سته. اختلاف د هر چا سره کېداسی او که څوک د چا سره اختلاف کوي دا بده خبره نه ده ورسره ودې کړي. زه خپله د مرحوم د مودودي د ځينو اندونو سره مخالفت لرم، اما د علم او مبارزو درناوی يې بېخي ډېر کوم . نه يوازي د ده دا، بلکي د نورو ټولو رښتينو اسلامي پوهانو او مبارزينو د هلو ځلو درناوي هم کوم ،خو له بده مرغه ځيني خلک دغسي مبارز او پرکاره ليکوال او مضنف او د اسلام په لار کي د ډول ډول کړاوونو ګالونکي ته بد رد وايي،… نور لوستل »
د مولانا مودودي صاحب د کتابونو په اړه دا خبره ضرور د يادولو ده چې د هغه ياد شوې ټول کتابونه په اردو ژبه ليکل شوي دي چې وروسته بيا عربۍ او نورو ژبو ته ترجمه شوي دي.
مودودی صاحب دریز د پاکستان د غلام حکومت په مخالف اړخ کی له اوله تر اخره قرار درلود او ډیر لوی سیاست پوههاو یوآځنی مجاهد شخصیت وو . د حسن البنا، افغان سیدجمال الدین ، سیدقطب او داسی نورو لوی علماوو په ډله کی راځی ټوله اسلامی نړی یی د اسلامی سیاست پوهنی په اړه متاثزه وه او ده د هغه کتابونه می ( چه په پشتو ژباړل شوی او تفهیم القران ) می لوستی او ډير څه می تری زده کړی . دا چه خلک یی په اړه کومی نیوکی لری مونږ د مودودی صاحب سل په سلو کی… نور لوستل »
هو ، همداسي ده …. زموږ په ټولنه کي ډیری داسي کسان که علماء ووایم نو هم به مأخوذه نسم ، بېله دي چي د یوچا شخصیت په ژوره توګه مطالعه کړي ، همداسي په پټو سترګو پرې قضاوت کوي د نورو د افکارو تر تأثیر لاندي راغلي وي.
الله دي ورته هدایت وکړي…