د نوي زېږېدلي کوچني په غوږ کې اذان

عبدالمالک همت

علمای کرام د نوې زېږېدلې کوچني په ښي غوږ کې د اذان او په کيڼ غوږ کې د اقامت کولو د سنتوالي او مشروعيت لپاره په لاندې دوو حديثونو استناد کوي:

(الف) د اذان په اړه:

عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي رَافِعٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «أَذَّنَ فِي أُذُنِ الْحَسَنِ بْنِ عَلِيٍّ حِينَ وَلَدَتْهُ فَاطِمَةُ بِالصَّلَاةِ» سنن ابوداود، کتاب الادب ، باب في الصبي يولد فيؤذن في أذنه. ۵۱۰۵ شمېره حديث او سنن الترمذي، کتاب الضاحي، باب الأذان في أذن المولود، 1514شمېره حديث او نور. او ترمذي د دغه حديث په اړه ویلي دي چې : دا حسن صحيح حديث دی او د نوي زېږېدلي کوچني په غوږ کې په دغه حديث عمل کېږي.

ژباړه: عبيدالله د ابي رافع زوی له خپل پلار ابي رافع څخه روايت کوي چې هغه وویل: کله چې بي بي فاطمې رضي الله عنها د حضرت علي رضي الله عنه زوی حسن رضي الله عنه وزېږاوه، ما رسول الله صلی الله عليه وسلم وليد چې د هغه په غوږ کې يې د لمانځه اذان وکړ.

( ب ) د اقامت په اړه:

۱. عَنْ حُسَيْنِ بْنِ عَلِيٍّ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ وُلِدَ لَهُ مَوْلُودٌ، فَأَذَّنَ فِي أُذُنِهِ الْيُمْنَى، وَأَقَامَ فِي أُذُنِهِ الْيُسْرَى، لَمْ يَضُرَّهُ أُمُّ الصِّبْيَانِ» د بيهقي شعب الإيمان، باب في حق السادة على المماليك،8254 شمېره حديث.

ژباړه: د علي له زوی حسين رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د چاچې کوچنی وزېږي نو که يې په ښي غوږ کې اذان وکړي او په کيڼ غوږ کې يې اقامت وکړي ام صبيان به ضرر ور ونه رسوي. (ام الصبيان يو خرافاتي مزعوم ښځينه موجود دی).

۲. عن ابن عباس، أن النبي صلى الله عليه وسلم: « أذن في أذن الحسن بن علي يوم ولد، فأذن في أذنه اليمنى، وأقام في أذنه اليسرى » د بيهقي شعب الإيمان، باب في حق السادة على المماليك،۸۲۵۵ شمېره حديث.

ژباړه: حضرت ابن عباس رضي الله عنه وايي: نبي صلی الله عليه وسلم د علي رضي الله عنه د زوی حسن د زېږېدو په ورځ د هغه په ښي غوږ کې اذان وکړ او په کيڼ غوږ کې يې اقامت وکړ.

د لومړي حديث څېړنه:

ملا علي قاري هروی رحمه الله په مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح کې د لومړي حديث په هکله ليکی: ” دا د نوې زېږېدلي ماشوم په غوږ کې د اذان کولو پر سنتوالي دلالت کوي او په شرح السنة کې وايي: روايت دی کله چې به کوچنی وزېږېدی عمر بن عبدالعزيز رضي الله عنه به يې په ښي غوږ کې اذان او په کيڼ غوږ کې اقامت کاوه. او د کوچني په غوږ کې د اذان کولو حکمت دادی چې د لومړي ځل لپاره د کوچني په غوږ کې ايمان او لمانځه ته کوم چې د اسلام د ټولو ارکانو اصل او بنسټ باله سي د دعا او بلنې په طريقه د لوی څښتن سبحانه ذکر اورول کېږي“.

خو شوکاني په ”نيل الاوطار“ کې وايي چې د دغه حديث مدار پر عاصم بن عبيدالله دی چې ضعيف دی او بخاري منکر الحديث بللی دی. او د عمر بن عبدالعزيز په باب د روايت په هکله هم شوکانی او هم ابن حجر په التلخيص الحبير کې ويلي دي چې داکارموږ له عمر بن عبدالعزيز څخه په سند سره نه دی ليدلی.

اوسمهالي عالمان دغه دواړه حديثونه صحيح نه ګڼي، وايي چې د لومړي حديث په اسنادو کې عاصم بن عبيد الله دی چې په اړه يې نامتو محدث ابوحاتم البستي ويلي دي چې: منکر الحديث، مضطرب الحديث دی او ده داسي کوم حديث نه دی روايت کړی چې اعتماد دي پر وسي. همداراز دغه عاصم بن عبيد الله نامتو محدث ابن معين هم ضعيف بللی دی او بخاري هم ويلي دي چې عاصم منکر الحديث دی. د احاديثو اوسمهالي نامتو کره کوونکي شيخ الباني ويلي دي چې ما لومړی دغه حديث حسن بللی وو، خو څنګه چې راته جوته سوه چې د دغه حديث اصل د سند له پلوه ضعيف دی، نو له خپل پخواني قوله مې رجوع وکړه. وګورئ : (تراجع العلامة الألباني فيما نص عليه تصحيحا وتضعيفا).

د ورپسې دوو حديثونو څېړنه:

د لومړي حديث په راويانو کې يو یحیی بن العلا الجبلي الرازي او بل مروان بن سالم الغفاري دی، چې د دواړو حديثونه ضعيف بلل کېږي. ځکه نو ابن القيم د دغه حديث اسناد ضعيف بللي دي. وګورئ: د ابن القيم

” تحفة المودود باحکام المولود“، ۹ مخ. ذهبي هم په ” الضعفاء والمتروكين ” کې ويلي دی: امام احمد ويلي دي چې یحیی بن العلا ډېر درواغجن دی او احاديث يې وضع کول. مروان بن سالم هم متروک بلل سوی دی، نو پر دې بنسټ شيخ الباني هم دغه حديث موضوع بللی دی.

د دويم حديث په راويانو کې محمد بن يونس او حسن بن عمر بن سيف السدوسي دي. د محمد بن يونس په اړه چې الکديمي دی شيخ الباني وايي: درواغجن او موضوع حديث جوړوونکی دی. او حسن بن عمر بن سيف السدوسي امام نووي په ” التقريب والتيسير لمعرفة سنن البشير النذير“ کې متروک بللی دی او ابن المديني او بخاري هم درواغجن بللی دی. ځکه نو د پورتنيو دواړو حديثونو په اړه ابن القيم د «التحفه» په ۱۶ مخ کې ويلي دي چې په اسنادو کې يې ضعف دی. دا لا څه چې پخپله بيهقي په شعب الإيمان کې د دغو دوو حديثونو تر راوړلو وروسته ورته ليکلي دي:”په دغو دووحديثونو کې ضعف دی“. او پر دې بنسټ شيخ الباني هم دغه دواړه حديثونه په دلايلو سره موضوع بللي دی. وګورئ: د الباني سلسلة الأحاديث الضعيفة والموضوعة وأثرها السيئ في الأمة، لومړی ټوک ۴۹۱ مخ. يا مکتبه شامله.

ښه، پر پورته ويلو سوو خبرو سر بېره ډېرو سترو اسلامي عالمانو، من جمله ابن قيم الجوزية په ” تحفة المودود باحکام المولود“ کې او ملا علي قاري هروی حنفي په ”مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح“ کې او ابن عابدين حنفي په ” ردالمحتار“ کې د نوې زېږېدلي کوچني په ښي غوږ کې اذان او په کيڼ غوږ کې اقامت مستحب کار بللی دی او وايي چې د دې سِر والله اعلم دادی چې لومړی چې کوچنی اذان واوري ـ کوم چې د لوی څښتن د کبريا او عظمت او پر اسلام باندي د شهادت بيان پکښې دی ـ نو دا به په لومړي ځل په دې نړۍ کې د ده د سترګو د پرانيستلو سره سم ده ته د اسلام د شعار اورېده وي، لکه چې له دې نابودي نړۍ څخه د ده د تلو پرمهال ده ته د توحيد کلمه تلقين کېږي. او پر دې سر بېره به يې د اذان ښه اغېز پر زړه پرېوزي او دا يو ځانګړی او عجيب تاثير لري.

بل وايي څنګه کوچنی زېږي نو شيطان ورته څارو وي چې څه اغېز پر وښندي، نو د اذان ويلو بله ګټه به داوي چې شيطان د اذان د کلماتو په اورېدو سره په همدغه حال کې له کوچني څخه وتښتي.

همداراز په دې کې دا معنا هم نغښتې ده چې پر کوچني باندې د شيطان تر اغېز دمخه به د هغه په غوږونو کې د لوی څښتن او اسلام او عبادت خواته بلنه ور پو سي.

بله د يادولو خبره داده چې په صحيحو حديثونو ثابته سوې ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به يې نوي زېږېدلي ماشومان ور وړل او هغه به اخيستل او د برکت دعا به يې ورته کول او خرما به يې ژوول او د کوچني په خوله کې به يې ورکول.

پر دې بنسټ علمای کرامو په خپلو کتابونو کې ښو خلکو او عالمانو ته (نارينه وي که ښځه) د نوو زېږېدلو کوچنيانو ور وړل او د هغو له خوا د خرما يا بل خواږه شي ژوول او د کوچني په خوله کې ورکول، د برکت دعا ورته کول او نوم پر ايښوول غوره او مستحب کار بللی دی.

او تر کومه ځایه چې ماته معلومات دی ډېر مسلمانان دا کار کوي او کول يې ښه کار باله سي. والسلام

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

ګران او تلاښګر وروره همت صاحب! مننه ستاسی د ښائسته لیکنی نه.