د افتاء اصول / اوومه برخه

لیکنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

د صحابه او تابعینو (رضی الله تعالی عنهم) تګلاره په افتاء کې:

د معاذ (رضی الله تعالی عنه) په څېر تګلاره له نورو نوموتو څېرو نه هم روایت شوې: “دارمي” په خپل “سنن” کې له شریح (رحمه الله تعالی) نه په روایت سره وایي: عمر (رضی الله تعالی عنه) راته ولیکل: “که کوم څيز دي مخې ته راغی، د الله پاک په سپېڅلي اسمانی کتاب کې و؛ نو په همغه سره قضاء کوه، د خلکو په غوښتنه به ترې نه کږېږې، که له داسې څیز سره لاس او ګرېوان شوې، چې هغه په قراٰن کریم کې شتون نه لاره؛ نو نبوي سنت ته موخه کړه، هغلته یې ولټوه، که داسې شی دي مخې ته راغی، چې د هغه شتون، نه په کتاب، نه په سنت کې و؛ نو بیا چې په ټولیزه توګه خلک پرې راټول وه، همغه ته عملې بڼه ور واغونده، که په پورتنیو درېواړه سرچینو کې پرې برلاس نشوې، نو بیا په خپله خوښه یو امر غوره کړه، که دي د اجتهاد پر مټ د پرمختګ هڅه خوښه شوه؛ نو وړاندې ولاړ شه، او که شاتګ دي غوره وګاڼه؛ نو شاته پاتې شه، خو زما په آند شاتګ درته غوره دی”.

دا راز “دارمي” له “عبد الله بن مسعود” (رضی الله عنه) نه په روایت سره وایې: “کله چې تاسو وپوښتل شوئ د یو څېز په اړه؛ نو د الله جل جلاله په کتاب کې ولټوئ، که هغه کې پرې برلاسې نشوئ؛ نو نبوي سنت ته
موخه کړئ، که په نبوي سنت کې مو هم و نه موند؛ نو چې ټول مسلمانان پرې خوښ وي، همغه خوښوه، که په همدې هم بریالی نشوې؛ نو د خپلې رایي پر مټ پرې قضاء وکړه”. …

امام بیهقي (رحمه الله تعالی) له “مسلمة بن مخلد” رحمه الله تعالی نه په روایت سره وایې: هغه له “زید بن ثابت” (رضی الله تعالی عنه) سره مخ شو، ورته یې کړه: اې د تره زویه! زه خو قضاء ته اړ ویستل شوم؟ هغه مبارک ورته وویل: “د الله پاک په کتاب قضاء کوه، که د الله پاک په کتاب کې پرې بریمن نشوې؛ نو په نبوي سنت کې یې ولټوه، که په نبوي سنت کې دي هم و نه موند؛ بیا د رایي وړ خلک را وغواړه، د خپل پوره کوښښ پر مټ ترې یو حکم غوره کړه”.

دا راز امام بیهقي (رحمه الله تعالی) له “ادریس اودي” رحمه الله تعالی نه روایت کوي، وایې “سعید بن ابي بردة” رحمه الله تعالی” یو لیک را ویوست، ویلې: دا هغه لیک دي چې عمر (رضی الله تعالی عنه) و “ابو موسی” رضی الله تعالی عنه ته استولی و – حدیث یې ووایه، په یوه څنډه کې یې راغلي و: “زیات پام – زیات پام کوه، په هغه څیز کې چې ستا په سینه کي ګرځي را ګرځي او ته ورته په الهي سپېڅلي کتاب او نبوي سنت کې لاس رسی نه لرې؛ نو هم مثله او سره ورته څېزونه وپېژنه، بیا له هغوی سره نور څيزونه پرتله کړه، د الله پاک خوښ، هغه ته ورته څیز ته په خپله رایه لومړیتوب ورکوه”.

لوړ په لیکه روایتونه واړه د هغه روایت ملاتړي دي، کوم چې د “معاذ” (رضی الله تعالی) نه روایت شوی و. دا راز یې د “ابن القیم” رحمه الله تعالی د قول صحت نور هم ښه و ځلاوه، چې ویلې: د معاذ رضی الله تعالی عنه روایت د ټولو سلفو تګلاره ده(!). – اصول الافتاء وادابه: ۴۰-۴۳

یادونه: چونکې زمونږ اسلامي فقه له اصولو اربعه وو نه سرچینه اخلي: لهذا اړینه ده چې مفتې باید د همدې سلفو تګلارې ته ژمن و اوسي، له هغې نه پرته، د بلې لارې لټون او هڅې به یې بل لورته سوق کړي!
نور بیا….

avatar
5 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zadran
میلمه
zadran

محترم حمدالله دانشمند صاحب.د فتوا په باره کی د معلوماتو بهترینه لړی شروع کړی ده.او د ستا د د معلوماتو څخه زما ډیری پوښتنه ته هم ځوابونه وویل شول.اوډیر معلومات می تر حفظ کړل.زموږ په کلی کی ته یقین وکړه چه ټول خلک فتوا ورکوی،چه دا ملحد دی .دا منافق دی،دا داسی دی او داسی دی.نو د دینه داسی معلومیږی چه فتوا څه اسانه خبره نه ده.زموږ په کلی کی خو یی ځانونه په غرق کړل،

غوربندي
میلمه
غوربندي

پاده وان صاحب
منافق خو څه ښکر او لکۍ نلري، منافق هغه ته وایي چې حق پټوي لکه تاسو چې په اشغالګرو امریکایانو سترګې پټوی او ګوډاګی حکومت یې د افغانانو ممثل حکومت ګڼۍ او په غیر مستقیمه(منافقانه انداز کې) دفاع ترې کوی او پرې راضي یاستی.

zadran
میلمه
zadran

غور بندی صاحب.تور ،سور ،شین می بیرغ دی،داکتر غنی می ریس دولت دی.د افغانستان اسلامی دولت می حکومت دی،سل په سله په راضی یم.پنځه وخته لومنځ کوم.د اسلام ټول احکام منم ،په دوباره انتخباتو کی بیا رایه داکتر غنی ته ورکوم.همدا حکومت به قوی کوم ######

غوربندي
میلمه
غوربندي

ځدران صاحب

چې بیا د خپلواک او ازاد شپونکي دعوی ونکړې، زما باور دی چې دا ملاتړ دې هم د څه قوت و لایموت په بدل کې دی، ځکه د غني ګوډاګی حکومت هیڅ داسې ممیزه نلري تر څو یې خلک خدای جتي ملاتړ وکړي، مګر دا چې په څلورو روان وي

zadran
میلمه
zadran

غور بندی.په غرب کی د جیلاتینو خوړلو په، زریعه دتبصره او قلم عفت د نه دی ساتلی.خو زه دومره درته لیکم چه.د دنیا په قانون کی هر انسان باید یو پیژند یا ای ډی ولری،زما ای ډی زما وطن ،دولت او زما بیرغ دی.زه به هیچری خپله خاوره ،په توپ راکت ونه ولم.او د ابادی لپاره به یی دټولی دنیا څخه کمک لپاره خپله لمن وغوړوم.چه وطن می اباد شی زه به خپله اباد شم.د جنګ جدل هیڅ کوم دلیل نشته.همدا اوس د علمانو فتوا په لیکه ده،

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا لمړی ځل نه دی چه دانشمند صاحب یی به اړه رڼا اچولی ، اسلامتی کتابو په تکرار رااخستی . چه قران د الهی احکامو تر ټولو لمړی او حدیث نبوی صحیحه یی دوهمه مرجع ده یعنی د هغو مسایلو او موضوعاتو به اړه چه قران صریح احکام او یا په منل شوو احادیثو کی پری څه ویل شوی مجتهدین حق نه لری چه د الهی او نبوی احکامو سره متناقض فتوی ورکړی . د چا له خوا فتوی : د زمان او مکان د شرایطو له مخی د نوو مسلو او نوو موضعاتو د پاره مجتهدینو تهاړه ده چه… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

نالت په هغه پښتون چې اجنټ خپل رئيس جمهور ګڼي او په خوشالي د اشغالګرو له اشغال لاندې ژوند کوي حتا بوزي هم له ميږو سره يو ځای ژوند نشي کولي !! نو ازاد انسانان یې څرنګه له اشغالګرو سره کوي !!

zadran
میلمه
zadran

پتنګ صاحب
له اسلامی ملک څخه د پناه غرب ته یوړله.یعنی د مسلمان څخه کافر ته وروتښتیدلی،اوکافر ته د اسلام او مسلمان څخه سپکه سپوری ورته وکړی.او بیا کافر رحم در باندی وکړ،پناه یی درکړه.اوس له غرب څخه لعنتونه په هغه چا وایی چه افغانستان کی اوسیږی؟لعنت املا د هم غلطه ده.لعنت وییل خو ډیر لوی ګناه ده

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د پتنګ صاحب او غوربندی صاحب او بیانزی صاحب د تبصرو په هکله فقط وایم:
د امریکائي ادې په انګرېز او د انګرېز ادې په امریکائي او د دواړو ادې په روسانو…….
یوه لنډه پوښتنه:
آیا د طالب په څنګ کی د پاکستانی مُلا او جنرال شتون ته اشغال نه شو ویلای؟بس.