fbpx

فراه: پَرچمن ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن سهار یې د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ په ټولیزه توګه له دولتي ځواکونو نیولي.

طالبانو ویلي چې د یادې ولسوالۍ لپاره د کابل ادارې ولسوال حاجي داؤد، امنیه قومندان عبدالولي، د استخباراتو مدیر عبدالظاهر د ولسوالۍ له ټول پرسونل سره مجاهدینو ته تسلیم شول او په وینا یې سپين بیرغ یې د ولسوالۍ پر ودانۍ رپاند کړ.

ښاغلي احمدي زیاته کړي چې په ولسوالۍ کې په لسهاوو هاموې ټانکونه، رینجر موټر، ګڼ شمېر سپکې اودرنې وسلې مهمات او نظامي توکي د دوی د جنګیالیو لاس ته ورغلل.

احمدي زیاتوي، چې د دوی له لوري د اعلان شوي (الخندق) عملیاتو په یو میاشتني جریان کې دا یولسمه ولسوالۍ ده چې د ده په وینا د مزدور دښمن له ولکې وځي او فتحه کیږي.

بلخوا سیمه ایزو خلکو نن ټکی اسیا ته تأیید کړي چې یاده ولسوالۍ اوس د طالبانو په واک کې ده، خلکو ویلي چې د ولسوالۍ پر ودانۍ یې سپین بیرغونه له ورایه ښکاري او طالب جنګیالي په ولسوالۍ کې لیدل کیږي.

دا په داسي حال کې ده چې حکومتي لوري یې په اړه تر اوسه رسمي څرګندوني نه دي کړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تپاند څارو
میلمه
تپاند څارو

دغو ولسوال صاحب، قواندان صاحب او نورو وروڼو ډېر ښه کار کړی دی چي بېله مرګ ژوبلي يې، د اسلام د سرلوړۍ او د امريکې د جګړو د اورونو بلوونکو او اسلام دښمنو ځواکونو په وړاندي د اسلام او د هيواد د اتلو مبارزينو بلني ته لبيک ويلی دی او خپل ځانونه او نور يې له مرګ ژوبلي او خپل د فاميلونو غړي او دوستان يې له وير او ماتم او آينده پيغور څخه وژغورل زه د اسلام د ډېر راته ګران دين او د خپل خواږه، خو ځپلي هيواد او خپلو پتمنو، خو خورا ډېرو زورېدلو خلکو د يوه… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

والسوالی نیول ،علاقه داری نیول.کلی نیول هیڅ ګټه نه کوی.ځکه چه دا خو ټول مسلمانان دی.په دا روژه کی د هر ولسوالی ،علاقه داری ،او کلیو جوماتونه ډک او ختمونه د قران شریف پکی کیږی،او خلک یی ټول مسلمانان روژه دار.دی،نو زما پوښتمه دا ده چه ایا د دمسلمانونو څخه ،ولسوالی ،علاقه داری ،کلی نیول راوا ده؟او دا چه تا ونیوله نو ته کوم قسم اسلام پکی راوالی؟

غوربندي
میلمه
غوربندي

پاده وانه! له نیولو څخه مطلب دادی چې د ولسوالیو له اداري تاسیساتو څخه مفسد او پردیپال ګوډاګیان پسې اخلي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پرون روسانو زمونږ هیواد ( زمونږ خاوره، خلک او خپلواکی ) اشغال کړی وو ، او کمونستان یی پکی د پرچی په زور چارواکی کړی وو . زمونږ مظلوم اولس د خپلی خاوری، خلکو او خپلواکی د دفاع د پاره وسله وال پاڅون وکړو روسان او د هغوی غلامانو ( افغانی کمونستانو ) ته یی ماتی ورکړه او له هیواده یی وشړل . نن د امریګا په مشری ۴۸ هیوادو زمونږ هیواد [ خاوره، خلک او خپلواکی ] اشغال کړی او د برچی په زور یی پکی خپل غلامان ( سکولریستان، کمونستان، اخوانیان او نشنلستان ) پکی چارواکی کړی. زمونږ… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

ته ځدران ګله د اسلام انسانیت او ښو اخلاقو په شعار زمونږ سرونه په سو ټویو وهې او اخلاقي پیغرونه راکوې !! یا به نه پو هیږې او یا به شعورې دا کار د اشغالګرو او دهغوی د مذدورانو لپاره کوې !!! انډیواله د اولسوالي نیول ددې مانا نلري چې له اولسه څخه یې نیولې ده ، بلکې له اشغالګرو او د هغوی له دالري مذدورانو څخه یې نیولې او پاکه کړې ده! د طالب جنګ داسې دی لکه د بازګي او چمچه مار ، طالب یې په سر وهي اصلحه ترې اخلي نو ترې ځي دا کار به دومره… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

پتنګ ګله.چمن ولسوالی څه چه طالیبانو کندز ولایت هم ونیو،خو موږ ته یو د کفر.اسناد ونه ښود،مثال په ډول.کوم ولایت یا ولسوالی ،یا علاقه داری چه طالیبان نیسی،نو د اړوند اولسوالی یا علاقه داری د کفر ،یهودیت ،عیسویت ، اسناد خو د خلکو ته د مطبو عاتو لاری ښودل ضروری دی.چه خلک یی دا ومنی چه رښتیا دا والسولی کافره وه،او نیول یی ضروری وه، دا یی هم د کفر اسناد. د هیڅ ولسوالی د کفر کوم سند تر اوسه نه دی پیدا شوی.او که یی پیدا کړی وی،په دا میدان د ټول ولس ته وښایی، دا اسلام او کفر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه ټولو ته هم د کابل د سکولریستانو موجوده اداری د تپلو تاریخ معلوم دی چه د امریکا په مشرۍ ۴۸ هیوادو داشغال په نتیچه کی زمونږ په مظلوم اولس په زوره وتپل شوه . لکه پرون چه د کمونستانو اداره د روسانو په واسطه په زوره وتپل شوه . پوښتنه دا ده جه که پرون کمونسته اداره کافره او د روسی کفارو له خوا اشغال ته کفر ویل کیدلو چه د روسانو په مشرۍ ۲۱ کمونستی هیوادو پکی نظامی ګډون درلود هغه اشغالګر او هغه اداره ( له غلام جمهور ریس نیولی تر غلام ولسوال پوری… نور لوستل »