يونسیف: نږدې څلور میلیونه ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، د بېلابېلو علتونو له امله نږدې څلور میلیونه افغان ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي.

یونیسف وايي، د جګړو، کډوالۍ، بې وزلۍ او ځینو ټولینزو تبعیضاتو له امله ۳ میلیونه او اوه سوه زره ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.

د دې ادارې د راپور له مخې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې له ښوونځيو د محرمو زده کوونکو په شمېر کې دومره لوړوالی راځي.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني روان کال د پوهې کال ونوماوه او ژمنه يې وکړه چې شپږ زره ښوونځي به جوړوي، خو تر اوسه د یوه هم خښته نه ده اېښودل شوې.

د بیان د ازادۍ له دعوې سره په څنګ کې د پوهنیز بهیر غښتلتیا یوه بله هغه دعوه ده چې د بهرنیانو تر لاس لاندې حکومتونو ښه لاسته راوړنه بللې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د