fbpx

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا‌‌ء ریاست ته بیا هم څوک ونه ټاکل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا‌ء ریاست چې د ټاکنیزې پروسې له پیل سره لا هم رسمي مشر نه لري، یو ځل بیا بیا يې د رسمي مشرتوب چارې وځنډول شوې.

په ارګ کې ګلخانې ماڼۍ د دې چوکۍ لپاره د جاوید حبیبی، عبدالبصیر عظیمی او خالدفهیم له منځه یو هم د دې وړ نه دی بللی، چې دا دنده پر مخ یوسي.

سپوږمۍ راډیو د یوې موثقې سرچينې په حواله وايي چې ډاکټر غني د ډاکټر عبدالله عبدالله د مخالفت له امله ونه توانید چې یو څوک وګماري.

د سرچینې په وینا ډاکټر غني جاوید حبیبي ګومارلی و، خو عبدالله عبدالله يې مخالفت وکړ او په پایله کې دا چوکۍ یو ځل بیا له رسمي مشرتوبه پاتې شوه.

ګلخانې ماڼۍ هم د دې چوکۍ لپاره د نویو نوماندانو لیست غوښتی، چې باید د ټاکنو کمیسیون یې ورته تیار کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنیزې پروسې اړوند، ځینې فعال بنسټونه او ان اروپايي ټولنه خوشباوره نه ده.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي څه موده وړاندې وویل، چې د ټاکنو کمیسیون اصلاً د ټاکنو لپاره منظم میکانیزم نه لري، په وینا يې روانې چارې ورته د منلو نه دي.

په ورته توګه د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې له پیله نږدې لس ورځې تېرېږي، خو د ټاکنو کمیسیون د مسؤلینو په وینا په پنځو ولایتونو کې هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی.

ټاکل شوې ده، راتلونکې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د