افغانستان

د هلمند نوی والي: د بهرنیانو هوايي بریدونو طالبان ځپلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د هلمند نوي والي جنرال محمد یاسین یاسین چې نن يې خپله رسمي دنده پیل کړه، غونډې ته په خبرو کې د بهرنیانو د هوايي بریدونو هرکلی وکړ.

جنرال یاسین که څه هم د دندې يې لومړۍ ورځ وه، خو ويې ویل چې په هلمند کې د طالبانو فعالیت کمزوری شوی دی.

د ده په وینا په موسی کلا ولسوالۍ کې د بهرنیانو هوايي برید طالبان وځپل او د هغوی فعالیتونه يې سست کړل.

بهرنیو ځواکونو د تېرې میلادي میاشتې په ۲۴مه دعوه وکړه، چې په موسی کلا ولسوالۍ کې يې د طالبانو مشران وژلي دي، خو طالبانو دا یوه بې بنسټه دعوه وبلله.

د امریکا د پوځي ستراتېژۍ له اعلان سره سم، په افغانستان کې هوايي بریدونه ډېر شوي دي، چې پر وړاندې يې د بشري ټولنو فعالانو، ولس او استازیو غبرګونونه ښوودلي دي، چې ګڼ تلفات يې ملکي وګړو ته اوړي.

جنرال یاسین یاسین د حیات الله حیات پر ځای د هلمند والي وټاکل شو او هغه بیا ننګرهار ولایت کې پر دنده وګومارل شو.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د ښار لومړۍ امنیتي حوزې ته څېرمه يې د طالبانو فعالیتونو تایید شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

په افغانستان کې ښه تجارت روان دی ، ګورۍ دا فاسد څه وایې ؟
هغه دخپلې ماینې او اولادو نفقه په خپلو مټو او مغزو نه پیداکوي بلکې له
اشغالګرې قوې سره یو ځای کار کوي ، مخبري ورته کوي او ددې چوپړ دالري مذدوري اخلي ،
داولس وژنه د پردویو په لاس ویاړ بولي نو ایا د داسې فاسدینو سر د وهلو ندی ؟؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x