fbpx

یو داسې عادت چې له ځوانېمرګۍ مو ژغوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): په منځني عمر کې یو اسانه عادت خپلول مو د زړه روغتیا سالمه ساتي او د زړه او فالج حملې په څېر مرګونې ناروغیو څخه مو ژغوري.

د استرالیا په سډني پوهنتون کې د یوه څيړنې له مخې ویل شوي که چیرې په منځني عمر کې انسان په چټک ډول مزل عادت جوړ کړي، کولای شي د زړه ناروغیو پنځوس سلنه مخه ونیسي.

له تېرو پنځلس کالونو راهیسې په دغه کېدونکي څیړنه کې ویل شوي چې له دیرشو کالونو څخه زیات عمر لرونکي کسانو مزل که په یو ساعت کې شاوخوا ۵ کیلو متره وي، نو یو شمېر ډول ډول ناروغۍ یې ۲۰ سلنه کمیږي، په ځانګړي ډول د فالج او زړه ناروغان چې د حملې ګواښ یې ۵۰ سلنو ته راټیټیږي.

څیړونکو موندلې ده چې په چټک ډول مزل کولو سره هر عمر لرونکي کسان د زړه روغتیا غوره کولای شي، خو ددې تر ټولو زیاته ګټه له ۶۰ کلنۍ پورته کسانو ته کیږي.

دوی زیاتوي چې په دې عمر کې که د انسان د مزل سرعت په یوه ساعت کې له ۵ څخه تر ۶.۵ کیلو میتره پوري وي، په دوی کې د سوکه تلونکو په پرتله د زړه حملې او فالج ګواښ ۵۳ سلنه ټيټيږي.

څیړونکو ویلي چې چټک مزل کول په عام ډول په یوه ساعت کې د ۷ کیلو متره فاصلې وهلو ته ویل کیږي، خو د انسان روغتیا ته په کتلو سره باید پخپله اندازه چټک مزل وکړل شي.

همدا ډول دوی زیاتوي چې د چټک مزل کولو عادت خپلول د انسان دماغ پیاوړي کوي او د نورو هر ډوله ناروغیو څخه چې مرګ ګواښونکي وي مخنیوی کولای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د